شرف الدین عظیمي
د انسان شخصیت د بېلابېلو او بې شمېره لاملونو په وسیله جوړښت مومي، چې پایله يې د انسان د فکر، اعمالو او فردي کړنو په ډول څرګندیږي. کولای شو شخصیت د انسان د ټولو فکرونو، حالتونو او کړنو ټولګه وګڼو. په نړۍ کې چې څومره انسانان دي په همغه کچه شخصیتونه هم شته په دې کې هیڅ شک نشته چې هر انسان خپل خاص او ځانګړی شخصیت لري، چې ټول منحصر په نوموړي پورې وي. د شخصیت په وده او جوړښت کې بېلابېل لاملونه شته، چې له بېلابېلو اړخونو اغېزه پرې کوي. په ټوله کې ارثي او چاپېریالي لاملونه یادولی شو. له کومه، چې نطفه جوړیږي د ژنونو کار هم پیلیږي کوم، چې د بېلابېلو ژنیتیکي ځانګړنو د لېږد له لاملونو څخه بلل کیږي، ژنونه د انسان ټولې ځانګړنې څرګندوي د بیلګې په ډول د سترګو او ویښتو رنګ، د قد لوړوالی، د پوستکي رنګ، د زړه کچه او داسې نور هغه څه دي، چې وراثت په هغه کې خورا ونډه لري. د شخصیت په وده کې د چاپېریال او وراثت داغیزو تر منځ توپیر یو ستونزمن کار دی، تر اوسه چې کومې څېړنې ترسره شوي په ډاګه کوي، چې په ځینو شخصیتي ځانګړنوکې ژنونه او په ځینوکې چاپېریال ټاکوونکې ونډه لري. د بلوغ د پړاو په ټاکلو کې نظر چاپېریال ته ژنونه ډېر ټاکوونکی اغېز لري او همدا راز چاپېریال هم په ټولنیز، مذهبي او ارزښتونو ته دې میلان او علاقې په برخه کې ډېر اغېز لري. چاپېریال په کړنو اغېزه کوي او هغه سمبالوي او کړنې تر خپلې وسې چاپېریال ته بدلون ورکوي. د دوو غبرګونو ماشومانو په کړنو او ځانګړنو کې د وراثت او چاپېریال اغېزه ډېره ښه لیدلی شو. نو د انسان د وجود د ننه او بهر جوړښت او غړي د ژنونو له لارې له مور او پلار څخه ماشومانو ته لېږدول کیږي. وراثت سره له دې چې د انسان د شخصیت په وده کې ونډه لري د چاپیریالي لاملونو له اغېزې او ونډې څخه هم په هیڅ حالت کې سترګې نه شو پټولی ځکه چې که چاپېریال چمتو وي وراثت خپله اغیز شیندي او د ژنیتکي ځانګړنو د ودې او جوړښت لامل ګرځي، د بېلګې په ډول که د یو کس د بدن جوړښت(شکل) له ژنیتکي اړخه مشخص وي او چاپېریالي اسانتیاوې ورته چمتو نه شي وراثت نه شي کولای نوموړی جوړښت وساتي. چاپېریالي شرایط د ارثي ځانګړنو په پوره کولو کې ډېره اغېزه لري. ارثي لاملونه نه یوازې دا چې په ډېرو جسمي ځانګړنو کې ونډه لري بلکې ډېری رواني ځانګړنې هم له اغېزې لاندې راولي. نږدې ټول اروا پوهان په دې ګروهمند دي، چې وراثت او چاپېرېال په ېوازې توګه نشي کولای چې د انسان شخصیت وټاکي بلکې پورتني دواړه لاملونه یو له بل سره مرسته کولای شي، چې د شخصیت په وده او څرنګوالي کې خپله ځانګړې ونډه او اغېزه ولري او د هیڅ یوه لامل له ونډې څخه سترګې نشو پټولی.
د ودې د کیفیت علمي مطالعه له پیدایښته وړاندې په اوولسمه پېړۍ کې مطرح شوه او په همدې پېړۍ کې د ماشوم د جوړښت او پیدایښت په برخه کې د مور ونډه هم پوهانو ته څرګنده شوه او اروا پوهانو په په پر له پسې توګه له وراثت او له پیدایښت څخه وړاندې پړاو ته علاقه پيدا کړه او خپلې مطالعې یې پيل کړې.
د ماشوم د شخصيت په وده کې اغېزمن ارثي لاملونه
دلته باید له هر څه وړاندې د فرهنګي یا ټولنیز او بیولوژیکي وراثت تر منځ توپیر ته پام ولرو. دلته چې کوم څه په نظر کې لرو هغه بیولوژیکي وراثت دی وراثت په لغت کې له مال ، خوی ، او وینې څخه په ارث وړلو ته ویل کېږي.
وراثت په اصطلاح کې د هغو ځانګړنو لېږد ته ویل کیږي چې ماشوم یې له خپلې مور، پلار او له خپلو خپلوانو څخه په ارث وړي لکه: د سترګورنګ، د قد لوړوالی او ټیټوالی او داسې نور. وراثت له یوه نسل څخه بل نسل ته د ځانګړنو لیږد ته وايي. وراثت د مادې د یوې برخې په وسیله له مور او پلار څخه ماشومانو ته لیږدول کیږي. انسان ارثي لاملونه له مور او پلار څخه په ارث وړي او مور او پلار یې هم په خپل وار سره له خپل مور او پلار څخه په ارث وړي. ارثي ځانګړنې یوازې د جنسي سلولونو په وسیله لیږدول کیږي،نه د نورو سلولونو په وسیله، دغه سلولونه د مور او پلار په جنسي غړیو کې د پیدایښت پر محال شته. کروموزونه او ژنونه د جنسي سلولونو له لارې ماشوم ته لېږدول کیږي دا هغه میراث وي، چې مور او پلار هم د ژوند په پيل کې(د نطفې له جوړیدو) سره سم له خپل مور او پلار څخه کسب کړي او خپلو ماشومانو ته یې لیږدوي. ژنونه یا هغه وړې زرې چې په کرموزومونو کې شته ارثي لاملونه وي. کرموزومونه هغه لکړو ته ورته جسمونه دي، چې ځینې اوږده او ځینې لنډ، ځینې ولاړ او ځینې کړوپ وي. کروموزمونه د سلول په هسته کې موندل کیږي او شمېر یې په انسانانو کې یو شان، خو په بېلابېلو څارویو کې توپیر کوي. د بېلګې په توګه په موږکانو کې په هر یو سلول کې ۳۶ کرموزمونه او د انسان په هر سلول کې ۴۶ یا ۲۳ جوړه کرموزمونه وي. په ښځینه جنس کې ۲۳ جوړې او په نرینه جنس کې ۴۴ کرموزمونه ، چې ۲۲ جوړې کیږي شته، خو دوه نور کرموزمونه جوړه نه دي او یو یې د y په نوم یادوي لکه چې وویل شو دا کرموزوم په نرینه جنس کې شته او له لږو ژنونو څخه جوړ شوي. د وراثت په برخه کې د ژنونو او د هغو د ونډې مطالعه یوه اړینه موضوع ده. لکه څنکه ،چې وړاندې وویل شول ژنونه واړه زرات دي چې په کروموزمونو کې شته او د وجود دننه بڼه یې جوړوي. ژنونه لیدل کیږي نه او آن په ډېرو ځواکمنو مایکروسکوبونو یې هم نه شو لیدلی. ځینې ارواپوهان په دې نظر دي چې په ځینو ژوندیو موجوداتو کې د لیدو وړ دي. د وراثت څرنګوالی څنګه مو چې وړاندې اشاره ورته وکړه ژنونه ارثي لاملونه دي او همدا ژنونه دي چې له یوه نسل څخه بل نسل ته ځانکړې ځانکړنې لیږدوي. د دې ځانګړنو د لېږ دلړۍ ډېره پیچلې ده. د ځینو ځانګړنو په لېږد کې لکه هوښ بېلابېل ژنونه لاس لري په داسې حال کې چې د ځینو ځانګړنو په لیږد کې بیا لږ ژنونه اغېزه لري. ځینې (څرګند) بارز او پټ(مکنون) صفتونه بیا د ژنونو تر منځ د نورو اړیکو څرګندونه کوي او تر یوې کچې پورې د وراثت د څرنګوالې په اړه د مطالعې لاره هواروي.
هغه لاملونه چې له پیدایښت څخه وړاندې د ماشوم د شخصیت په وده او جوړښت کې ونډه لري د مور له سن، خوړو، ناروغیو، روږتیا، د وینې ګروپ، د وینې فشار، ضربې، د درملو کارول، رواني حالت، د اشعه او راډیوم او داسې نور دي.
وراثت په بدني وده او روزنه کې ځانګړې ونډه لري علي شریعتمداري په خپل کتاب روزنیزه ارواپوهنه کې راوړي، چې د پوستکي رنګ، د وینې ګروپ، د قد لوړوالی او ټیټ والی، د حسي غړو جوړښت او څېره، د سترګو رنګ او جوړښت، د پزې اندازه او جوړښت، د خولې اندازه او د شونډو جوړښت، غاښونه، حساسیت او نه حساسیت او داسې نور د ارثي لاملونو تابع وي. څنګه چې وړاندې یادونه وشوه د قد لوړوالی او ټیټ والی له مور او پلار څخه په میراث وړل کېږي که مور او پلار لوړ قد ولري ماشوم هم لوړ قد استعداد په میر اث وړي بر عکس که مور او پلار ټیټ قد ولري ماشوم یې هم ټیټ لري او که له مور او پلار څخه د یوه قد ټیټ او د بل لوړ وي ماشوم له ټیټ قد څخه برخمن کیږي.
ایا هوښ ارثي دی او که چاپېریالي لاملونه هم د هغه په وده او روزنه کې اغېزه لري؟ تر هغه ځایه چې اروا پوهان د بدني ودې په برخه کې په ارثي لاملونو سره همغږي شوي هغومره په رواني وده کې سره همغږي نه وي او یوه ګروهه (عقیده) نه لري ځینې د چاپېریال او ځینې د وراثت په اغېزه ټینګار کوي او ځینې دوراثت په اغېزه. د سلوک او رفتار (Behaviorism) بنسټ ایښودونکی جان ب واټسن چې په ۱۸۷۸ کې دې نړۍ ته راغلی په دې نظر دی، چې ماشومان له رواني اړخه په پوره ډول له چاپېریال څخه اغېزمنیږي ددغه افراطي نظر په وړاندې ځینې ارواپوهان او زیست پوهان وراثت د ډېر اهمیت وړ بولي او رواني ځانګړنې د ارثي لاملونو زېږنده بولي او د چاپېریال اغېزه ډېره کمه بولي.
تر کومه بریده چې په دې اړه پوهانو څېړنه او سپړنه کړې وراثت د ماشوم د شخصیت په وده کې خپله ځانګړې ونډه لري او هیڅ راز انکار نشو ترې کولای ځکه، چې وراثت د انسان د شخصیت بنسټ ټینګوي او چاپېریال بیا دغه بنسټ ته وده ورکوي چې ورورو تر خپله بریده وده وکړي.
اخځونه:
- عمید، ح. (1369) فرهنګ فارسی عمید. صفحه (1097). تهران: انتشارات امیر کبیر.
- شعاری نژاد، ع، ا. (1378) روانشناسی رشد. چاپ سوم. تهران: انتشار ات اطلاعات.
- هاوفیلد، ج، آ. (1377) روانشناسی کودک و بالغ. ترجمه. م، همدانی. چاپ دهم. تهران: انتشارات صفی علیشاه.
- احمدی لاله، م، ر، پ. (1385) روانشناسی کودک و نوجوانان. چاپ اول. تبریز: انتشارات زرقلم، چاپ کیهان.
- دکتر شریعتمداری، ع. (1387) روانشناسی تربیتی. چاپ ششم. تهران: انتشارات امیر کبیر.
- خسروي، ا. (1385) “وراثت و محيط”. نشريه زایر. (شماره ۵۲ و ۵۳)، ۱۰ – ۱۱.
- دکتر گنجی، ح. (1387) روانشناسی عمومی. چاپ چهارم. تهران: نشرساولان.
- فخری، ش. (1389) روانشناسی تفاوت های فردی. کابل: پوهنتون تعلیم وتربیه، پوهنځی تعلیمات اختصاصی.