د ماشومانو په ذکاوت او وړتیا/ استعداد کې د مور او پلار، ذکاوت او وړتیا ډېر مهم رول لري.
ايا تاسي پوهېدئ، چې ماشومان خپله وړتیا او ذکاوت له چا څخه په میراث وړي، له مور یا پلار څخه؟
پر دې خبره به پوه شو، چې ډېری ماشوم ذکاوت او وړتیا له مور څخه په میراث وړي.
وروستیو څېړنو دا ثابته کړې ده، یعنې ذکي ماشومان باید د خپلې مور شکر ذاره و اوسي.
که څه هم تل داسې ویل کېدل چې ذکاوت له پلاره په ارثي ډول اولاد ته انتقالېږي، خو د نویو څېړنو پایلو ښودلې، چې ځینې جینینونه برعکس عمل کوي او د مور ذکاوت ماشوم ته لېږدوي.
د ذکاوت جینونه په «Xایکس کروموزون » کې شته. یعنې که د “القا” په وخت کې د ښځې ‘ایکس کروموزون ‘ د نارینه د ايکس کروموزون سره یو ځای شي، نو دوه ایکسه XX په دې معنا دي، چې ماشوم ته د مور د ذکاوت ډیر امکانات شته دی.
څېړنو دا ثابته کړې ده، چې په دغه حالت کې د پلار له لوري جینونه کاملاً نافعاله حالت غوره کوي.
له دې څخه وړاندې په ١٩٩٤ کال کې یوې طبي څیړنیزې ډلې (د ټولنې او خلکو په نامه) د دولسو زرو ۱۲۰۰۰ نه ډېرو هغو پیغلو او ځوانانو سره، چې عمرونه یې د ١٤ او ٢٢ کلونو ترمنځ ول، په تحقیقي ډول خبرې کړې وې.
او دوی د ماشومانو «ای کیو IQ»، اجتماعي حالت، تعلیمي حالت، صحي وضعیت، اقتصادي وضعیت او نور ټول مسایل په نظر کې نیولو سره دې پرېکړې ته رسېدلي وو، چې د مور “ای کیو” په ماشومام باندې مستقیم تاثیر لري.
یعنې یوه ذکي مور سل په سلو کې یو ذکي ماشوم ټولنې ته وړاندې کوي.
پر ساینسي څېړنو سربېره، که چیرې د مور او ماشوم اړیکې ته وګورو؛ مور همېش د ماشوم تر څنګ وي او ماشوم خپل ټول کړه وړه له موره زده کوي، او مور تل د ماشوم مخکښه یا لمړنۍ ښوونکې بلل کېږي.
ماشوم همېش شخصیت له مور څخه اخلي.
په ټوله کې هر انسان ذکاوت، وړتیا او شخصیت ٤٠ نه تر ۶۰ سلنه په ارثي ډول خپلوي او پاتې برخه یې د شرایطو، چاپېریال، امکاناتو/ سهولیتونو او دود او رواجونو سره تړل شوې خبره ده.
مهرتاج