یو پاچا له خپلې مېرمنې او لور سره په سمندر کې په سفر روان شو. د هغوی کښتۍ ډوبه شوه او دوی د يوه نا آشنا هېواد تر څنډو را ورسېدل. هغوی چې هېڅ کسب یې نه و زده په دې هېواد کې د نورو خلکو پسونه او وزې پوول او نېستمن ژوند یې پیل کړ.
د دې هېواد پاچا خپل زوی ته په واده پسې ګرزېد. هغوی په ټول هېواد کې وګرزېدل، ډېرې پېغلې یې ولیدلې او پای کې یې د دې بېوزله شپانه خورا ډېره ښکلې لور خوښه شوه. شهزاده شپانه ته د هغه د لور د غوښتلو لپاره په مرکه ورغی خو شپانه وویل:
– زه خپله لور تا، شهزاده ته تر هغو نه درکوم چې یو کسب د نه وي زده کړی.
شهزاده په غوسه شو خو بیا یې هم د خپل راتلونکي خسر خبره ومنله او د پوزیو اوبدل یې زده کړل. هغه یو دوه پوزي واوبدل او بیا د نجلۍ د غوښتلو لپاره د شپانه کور ته ورغی.
شپانه له شهزاده څخه پوښتنه وکړه:
– یو پوزی څومره ارزښت لري؟
شهزاده ځواب ورکړ:
– دوه ګروشا( ګروشا پخوانی میسي سیکې وې چې دوه کپیکه او بیا وروسته یې نیم کپک ارزښت لرلو).
– دا دوه پوزي د په څومره وخت کې واوبدل؟
– په یوه ورځ کې.
سپین ږیري له ځان سره وویل: څلور ګروشا په يوه ورځ کې…سمه ده زه خپله لور تا ته درکوم.
مننه، پلاره. اوس دا را ته ووایه چې تا دا هر څه د څه لپاره وکړل. ته خو پوهېږې چې زه شهزاده یم. زه باید هېواد اداره کړم نه دا چې پوزي و اوبم.
شپانه ځواب ورکړ:
ای زویجانه، زه هم پاچا وم. که ما کولی شوای چې پوزي و اوبم نو د پاچاهي له لاسه ورکولو وروسته به زما کورنۍ له اوس څخه لږ ښه ژوند لرلو.