کتاب: د ماشوم ارواپوهنه
لیکوال: ډاکټر عبدالرؤف
ژباړه: رحمت شاه فراز
څلورمه برخه
———————————–
دریم څپرکی
د ماشومانو لوبې او ساتېري
ځینې والدین او ښوونکي تر ننه پورې په دې نظر دي چې لوبې او تفریح د ماشومانو یوه بې ګټې کړنه ده او ګواکې له دې امله په هغوی کې له زحمت نه کرکه او د ژوند له نورو مسؤلیتونو څخه د تېښتې عادت پیدا کېږي. دوی په دې اند دي چې که چېرته ماشوم خپل ابتدايي ژوند په لوبو کې تېر کړي، نو په ځوانۍ کې به هم خپل ټول ژوند په لوبو کې تېر کړي. پخوا وختونو کې زموږ په کورنیو او ښوونځیو کې پر دې ډول نظریاتو ډېر په کلکه عمل کېده او په همدې اساس، زموږ پلرونو او نیکونو لوبې او تفریح له ښوونځیو او کورونو نه بهر ساتلي وو.
زموږ نېکمرغي دا ده چې دا نظریه تر ډېره وخته پاتې نه شوه او نن ورځ پر دې حقیقت پوه شوي یو چې د ماشوم د شخصیت د مناسبې ودې لپاره لوبې او ساتېري یو ډېر اړین فعالیت دی او له ډېر غور و فکر، مشاهدو، تجربو او علمي څېړنو وروسته په دې نکتې پوه شوي یو چې د ماشومتوب لوبې یوه ماشوم ته د ملګرتیا، مبارزې او خواخوږۍ بهترینه روزنه ورکوي او د یوه روغ وګړي په جوړېدو کې ورسره ډېره مرسته کوي.
د لوبو او ساتېریو نظرونه
د ماشومانو د لوبو او ساتېریو په باره کې ګڼ نظرونه وړاندې شوي چې یو څو دلچسپه نظرونه يې په لاندې ډول دي:
۱) د اضافي ځواک اخراج
۲) د راتلونکي بالغ ژوند تمرین
۳) د تکاملي پړاوونو احیاء
۴) د جبلتونو پوخوالی
۵) لوبې اړینه تفریح ده
۶) لوبه ژوند ده
د اضافي ځواک اخراج
یو نظر دا دی چې په لوبو کې ماشوم له خپل «اضافي ځواک» نه استفاده کوي او د بدن همدا اضافي توانايي ماشوم لوبو ته هڅوي، خو هغه کمزوري او ناروغ ماشومان چې انرژي یې ډېره کمه وي، ولې لوبې کوي؟ ماشومان په لوبو کې له ستړیا او ستومانۍ مات مات وي، خو بیا هم ولې له لوبو څخه لاس نه اخلي؟ دوی ولې له ګڼو هغو لوبو سره علاقه ښيي چې ډېر کم ځواک پکې استعمالېږي؟ دغه نظریه دې ډول پوښتنو ته ډاډمن ځوابونه نه شي ویلی او همدا د دې نظر اساسي نیمګړتیا ده.
د راتلونکي بالغ ژوند تمرین
«لوبې، ماشوم د راتلونکي بالغ ژوند لپاره چمتو کوي». د دغې نظریې له مخې لوبې یوازې تفریح نه ده، بلکې یو جدي فعالیت دی. له نانځکې سره لوبېدونکې کوچنۍ ماشومه په لاشعوري ډول د ماشومانو د ساتنې او پالنې تمرین کوي. له خاورې نه د کورونو جوړولو په لوبه کې ماشومان د وانیزو فنونو تمرین ترسره کوي. د غله او عسکر په لوبه کې ماشومان په ځوانۍ کې د محفوظ او متمدن ټولنیز ژوند تمرین کوي، او داسې نور. دغه اند هم له نیمګړتیاوو خالي نه دی. دا سمه ده چې ماشوم په لوبو، لوبو کې د بالغ ژوند په باره کې هم ډېره څه زده کوي، خو اړینه نه ده چې هره لوبه دې یوازې د راتلونکي بامسؤله ژوند لپاره یو چمتوالی اوسي؛ بلکې ډېر کله د ماشومانو لوبې یوازې د یوې تفریح او خوند په بنا ترسره کېږي.
د تکاملي پړاوونو احیاء
د خپل اوسني تمدن هسکو ته تر رسېدو له مخه بشري نسل د پستۍ له راز راز پوړونو څخه تېر شوی. د «تمدني بیاپېښېدنې» د نظریې له مخې، ماشومان د لوبو په جریان کې د بشري نسل له لوري وهل شوي تکاملي پړاوونه تکراروي. کم عمره ماشومان د خاورو لوبتوکي او کورونه جوړوي، ګواکې په دې ډول ماشومان په خپله لوبه کې د بشري نسل هغه دور احیاء کوي، چې په غارونو کې به يې ژوند کاوه. همداسې د عمر په زیاتېدو، په لوبو کې د پېچلتیا زیاتوالی په دې معنا دی چې ماشوم د دې نسل پاتې تکاملي پېرونه تکراروي.
دا اند هم ناسم ثابت شوی او نن ورځ موږ دې نتیجې ته رسېدلي یو چې اکتسابي صفتونه په ارث نه انتقالېږي او په بېلا بېلو لوبو کې ماشومان ارومرو د عمر په ځانګړو پوړونو کې او یا په یوه خاص تکاملي ترتیب برخه نه اخلي، بلکې له لوبو سره علاقه او د عمر په بېلا بېلو پړاوونو کې په ډول، ډول لوبو کې ګډون ګڼ شمېر لاملونه او راز، راز انګېزې لرلی شي. د مثال په ډول کېدی شي چې موسم، چاپېریال، تمدن، اقتصادي، ټولنیز او جنسي عناصر د ماشومانو پر لوبو او د لوبېدو په ډولونو رغنده اثر پرېباسي.
د جبلتونو پوخوالی
پروفیسور میکډوګل په دې باور دی چې په جلبتونو کې تر وخت له مخه پوخوالي له امله په ماشوم کې له لوبو سره علاقه پیدا کېږي. خو د لوبو یاده فطري نظریه، د لوبو مختلف ډولونه او د ماشومانو په علاقو کې شته اختلاف نه توجیه کوي.
لوبه اړینه هوساینه ده
د بوخت ژوند له امله په ذهن او بدن بوج رامنځته کېږي، د ورځني ژوند بوختیاوې مو ډېر زیات ستومانه کوي. د دغې ستړیا د له منځه وړلو لپاره تفریح خورا ضرور ده. د لوبو د تفریحي نظریې له مخې، د بدني ستړیا او ذهني ستومانۍ د له منځه وړلو لپاره لوبه اړینه تفریح ده.
لوبه ژونده ده
د لوبو حیاتي نظریه خورا جامع ښکاري. د دې اند له مخې د ژوند د حرکت لپاره لوبه یوه اړینه بوختیا ده. لوبې، ذهن او بدن ته مناسبه وده ورکوي. د لوبو پر مهال ماشومان له دې امله ارامتیا احساسوي چې د خوړو په څېر لوبې د هغوی د شخصیت برخه ګرځېدلې وي.
لوبې یوازې د اضافي انرژي مصرف نه دی او نه یوازې د ژوند تېرولو تمرین پکې ترسره کېږي؛ په لوبو کې یوازې د نسلي تکامل بېلا بېل پړاوونه نه تکرارېږي او نه د جبلتونو زیاتېدونکي قوتونه د لوبو انګېزه ګرځي. د دغه اند له مخې لوبه پخپله ژوند دی او له لوبې او تفریح پرته ژوند کول ناشونی دی او د ژوند سمه پېژندنه یوازې د لوبو په ډګر کې صورت نیسي.
لوبې او کار ټکر نه سره لري
پخوا خلک په دې اند وو چې لوبې او کار دوه مختلف بلکې متضاد فعالیتونه دي او لوبې یوه داسې وخت ضایع کوونکې او بې ګټې کړنه ده چې له عملي او افادي پلوه يې نتایج له صفر سره برابر دي. د تعلیم هدف انسان ته فن او هنر ور زده کول دي او دا کار ډېر زیات زیار او سرښندنه غواړي. په دې اساس، لوبې له کار نه د انسان د ویستلو یو خطرناک او شیطاني ایجاد دی. له همدې امله د یوه هوښیار او بالغ ښاري کېدو لپاره همدا مناسبه ده چې ماشومان د لوبو له چاپېریال څخه لرې وساتل شي.
د خوښۍ ځای دی چې نن ورځ موږ د ناپوهۍ له دې تاریکه غارونو څخه راوتلي یو او دې نظریې ته مو غاړه ایښې ده چې لوبې زموږ د ژوند مهمه برخه ده او د لوبو او کار ترمنځ باید توپیر ونه شي. د پخوانو خلکو په څېر د دې په ځای چې د ماشومانو له ژوند څخه لوبې او ساتېري وباسو، اوس هڅه کوو چې هر کار د لوبو غوندې خوندور او زړه راښکونکی کړو او زموږ د دې بدلېدونکو عقایدو له سببه په انساني روغتیا کې ښکاره وده راغلې ده.
د روغو ماشومانو لپاره دا ضرور نه وي چې لوبو ته یې وهڅوو، دوی فطرتاً هر وخت لوبو ته چمتو برېښي. ماشومان په طبیعي ډول له لوبو، نندارو، ټوکو ټکالو او هر ډول تفریحي بوختیاوو سره لېونۍ مینه لري او له داسې کار سره فطري لېوالتیا نه شي لرلی چې تفریح او خوشالي پکې نه وي. هغوی پخپله هغو فعالیتونو ته ور دانګي چې پېچلتیا ونه لري او داسې فعالیتونه وي چې کله پکې ګډون وکړي، نو بې باکه خوند ترې واخیستلی شي. همدا لوبې یوه داسې تفریح ده چې ماشومان پکې خپلو مشروعو فطري تقاضاوو ته رسېدلی شي او خپله خوښه پکې تطبیقولی شي.