لیکواله: اوسېوا و.ا.
ژباړونکی: ګل جان صابر
سپي د مخ په پښو زور کاوه او په غوسه یې غپل. هغه ته مخامخ په دېواله پورې موښتی کوچنی پیشنګوری وارخطا ناست و. پیشنګوري خول خلاصه کړې وه او په خواشینی سره ونګېدو. لږ اخوا ته دوه هلکان ولاړ و او کتل یې چې څه به کېږي. یوې ښځې تر کړکۍ را وکتل او په منډه چوترې ته را ووتله. هغې سپی وشړلو او په غوسه یې هلکانو ته وویل:
– تاسو نه شرمېږی!
هلکان حیران شول او ویې ویل:
– ولې وشرمېږو؟ موږ خوهېڅ نه دي کړي!
ښځې په غوسه ځواب ورکړ:
– همدا خو بده ده!