لیکوال: ډاکټر عبدالرؤف
لومړۍ برخه
——-
سریزه
د ((ماشوم ارواپوهنه)) نوی چاپ له سمونو او زیاتونو سره ستاسو په لاس کې دی. لیکوال د هغو ټولو پاکستاني او بهرنیو ارواپوهانو، ټولنیزو کارمندانو، ښوونکو او والدینو منندوی دی چې له دې کتاب سره يې ژوره مینه ښودلې.
ډالۍ
د انسانیت د هغه ستر محبوب په نوم چې د ماشومانو د ښوونې، روزنې، لارښوونې او هدایت اغېزناکې او رغنیزې لارې یې وړاندیز کړې…
***
د ماشومانو د ارواپوهنې کیسه
د نولسمې پېړۍ په وروستۍ برخه کې ماشومان، د ارواپوهانو د منظمې څېړنې او مطالعې موضوع وګرځېدل. تر دې دمخه هم، د ماشوم په نړۍ باندې له پوهېدا سره څه نا څه لېوالتیا هرومرو ښودل کېده. خو د رنسانس او بشرپالنې په څېر د بېلا بېلو غورځنګونو له امله انساني تجسس په پرلپسې ډول دې موضوع ته مخ ور ګرځولی وو.
په اوولسمه پېړۍ کې کومینپس د ماشومانو لپاره یو انځوریز کتاب خپور کړ. د روسو او پټالوزي د ښوونیزو غورځنګونو تر اغېز لاندې هم د ماشومانو د ذهني نړۍ په اړه د پوهاوي په لور تمایل زور ونیوه. په دې اساس، د ماشوم د شخصیت او استعداد مناسبې ودې ته د زده کړو د اصلي هدف او موخې ځای ور په برخه شو. په دې عصر کې ټایډمېن د ماشومانو د ودې شخصیتي مشاهدې په ښه بشپړ او څرګند ډول د خپلو لیکنو موضوع وګرځولې. د تجربیت او د انساني نسل د ارتقاء د غورځنګ له کبله هم د ماشوم ارواپوهنه له ډېر زیات ارزښت څخه برخمنه شو. د ډاروین مشهور اثر ((د یوه تي خور ماشوم د شخصیت طرحه)) هم د همدې پېر لاسته راوړنه ده. له دې کتاب وروسته ځینو نورو لیکوالو هم د ارواپوهنې په برخه کې ورته کتابونه وکښل. خو د هغوی کتابونه تر ډېره په شخصي مشاهدو بنا وو.
د پوهنیزو څېړنو پیل
د ښوونیزې ارواپوهنې په برخه کې د جرمني نوموتي ارواپوه، پرېر د نولسمې پېړۍ په وروستیو کې یو کتاب ((د ماشوم ذهن)) په نوم ولیکه. دا کتاب په دې برخه کې یوه مهمه څېړنه ده. پرېر د زېږېدو پر مهال د ماشوم اضطراري حرکتونو او د ودې و ارتقا په پړاوونو کې د بېلا بېلو حرکتونو پراخه مشاهده وکړه. پر دې سربېره، په دې کتاب کې لیکوال د ماشومانو د تقلید عادت ته هم ژوره کتنه کړې. نوموړي ولیدل چې کله به ده د غوسې پر مهال پوزه کش نیولې وه، نو ماشوم به هم د ده په لیدو ورته حرکتونه پیل کړل. له دې عادي تجربې څخه پرېر د ماشوم څېړنې، تجربوي تګلاره پیل کړه.
په ۱۸۸۲ز کې د هسپانیې په هېواد کې د ښوونې په برخه کې د یوې ملي ادارې بنسټ کېښودل شو. دلته د ماشومانو د ارواپوهنې په ډګر کې خورا ګټور کارونه وشول. د نولسمې پېړۍ په پای کې، هال د ښوونې د فن په برخه کې داسې یوه ښوونیز اداره پرانیسته چې د ماشوم اروايي حالتونه یې یوازې له ښوونیزو مسایلو سره د پېژندګلوي لپاره نه، بلکې د یوه بېل او مستقل مضمون په توګه مطالعه کړل. د نوموړي د پوښتنیز روش په مرسته د ماشومانو په تخیل، فکر او جذباتو باندې پوهېدا خورا اسانه شوه. په همدې ورځو کې د ښوونیزو کارپوهانو په یوه غونډه کې هال د ماشوم ارواپوهنې او له ساینسي اړخه د ماشومانو د څېړنې او مطالعې ارزښت په ډېر ښه ډول واضح کړ.
د ماشومانو د ځیرکتیا مطالعه
څه موده وروسته، شاوخوا په هر هېواد کې د ماشومانو د ارواپوهنې مطالعه په ذوق او مینه پیل شوه. په ۱۸۹۵ز کې سیلي په برتانیه کې خپل نومیالی کتاب ((د ماشومتوب مطالعه)) خپور کړ. له دې وروسته د فرانسې په بېلا بېلو ښارونو کې په ځانګړي ډول په پاریس کې د ماشومانو د څېړنې او پلټڼې په موخه ټولنې رامنځته شوې. بین پخپله د خپلو ماشومانو د فکر کولو د پروسې په اړه پرلپسې کتنې وکړې او د دې مشاهدو له را ټولولو وروسته يې یو ځای خپرې کړې. د شلمې پېړۍ په پیل کې نوموړي د ماشومانو د ځیرکتیا د ارزونې لپاره څو ازمایښتي لارې ایجاد کړې. په خپل هېواد کې د کند ذهنه ماشومانو له زیاتېدونکي شمېر څخه په اغېزمن کېدو، نوموړي خپل کار ته توجه لا زیاته کړه.
په جرمني کې هم دا لړۍ له ښوونځیو را پیل شوه. په ښوونځیو کې پر بېلا بېلو ښوونیزو موضوعاتو تجربې وشوې او پایلې يې د منظمو مشاهداتو په بڼه خپرې شوې. نیومین د ((ماشومانو ذهني ازمایښتونه)) په نوم کتاب ولیکه چې د هغو خلکو لپاره د لارې مشال وګرځېد چې وروسته یې د ماشومانو پر ذهني نړۍ تحقیق او څېړنه وکړه.
د ارواپوهنیزې څېړنې غورځنګ
په همدې ډول، د ماشومانو د ارواپوهنیزې مطالعې خوځښت په ډېر لنډ وخت کې تر سکانډینیویا، بلجیم او هالینډ پورې ورسېد. په اټالیا کې د طبي او بیالوژیکو مشاهدو له لارې یاد غورځنګ ته پرېمانه ګټه ورسېده. په سویزر لېنډ کې هم د ماشومانو د ارواپوهنې تود هرکلی وشو. په امریکا کې د ماشومانو د زده کړې د پروسې له څېړلو سره ښه زیاته لېوالتیا وښودل شوه. د دې ترڅنګ، هلته د ماشومانو د لیک و لوست او د هجاوو د زده کولو د وړتیاوو د ارزونې په برخه کې هم د ګټورو څېړنو لړۍ پیل شوې. امریکايي ارواپوهانو پر تمرین او ستړیا د پام وړ کار وکړ. دوی د مطالعې لپاره د غوره چاپېریال او د ماشومانو ترمنځ د انفرادي ذهني اختلاف د مطالعې، مشاهدې او تجربو ګټورې لړۍ پیل کړې، چې د ماشومانو د اروايي حالت په پوهېدو کې خورا مرستندوی ثابتې شوې.
د نولسمې پېړۍ په پای کې بین د ((ښوونه د علم په توګه)) په نوم یو کتاب ولیکه. د شلمې پېړۍ په پیل کې کلاپاریډي هم د ((د ښوونې تجربوي علم)) په موضوع یو کتاب ولیکه، چې د ماشوم د ذهني ژوند په هکله له شته لاسته راوړنو څخه پراخه ګټه پکې اخیستل شوې وه. که دا کتاب د بین له کتاب سره پرتله شي، نو دې پایلې ته رسېږو چې د ارواپوهنیز شعور له خپراوي سره سره، تر دې مهاله د ماشومانو د ښوونې تصور هم ډېر زیات پرمختګ کړی وو. د تارن ډایک ((ښوونیزه ارواپوهنه)) د دې خبرې ښکاره ثبوت دی چې پر نوو ارواپوهنیزو اصولو د ښوونیزو نظریاتو د اساس ایښودلو ساینسي پېر پیل شوی وو.
د سټرن او پیاژې څېړنې
د پرېر او هال د ارواپوهنیزو څېړنو د اغېز له کبله د ماشومانو د ودې په برخه کې د څېړنو او مطالعو بې شمېره فردي لړۍ هم پیل شوې. شن د نولسمې پېړۍ په پای کې د نوي پیدا شوي ماشوم د لاسته راوړنو لومړنی ریکارډ وړاندې کړ. په دې ریکارډ کې د سترګې او لاس د خپلمنځي اړیکو مشاهدې د ساینسي څېړنو په توګه له ستر ارزښت څخه برخمنې دي. په دې پسې سمدلاسه، مور یو کتاب ولیکه چې د یوه ماشوم د ژبې زده کولو اوږده پروسه په کې په ښه خوندور ډول څېړل شوې وه.
د شلمې پېړۍ په پیل کې، سټرن د ماشومانو پر ژبنۍ وده لا زیاته رڼا واچوله او د ژوند په مختلفو پړاوونو کې یې د ماشومانو د کلماتو د زېرمې د زیاتېدو په هکله ګرانبیه څېړنې وړاندې کړې. ((د ماشومانو ژبه د هغوی د تخیل هینداره ده.)) د سټرن پیل کړې دا په زړه پورې موضوع پیاژې لا ډېره روښانه کړه. په ۱۹۲۳ز کې پیاژې ((د ماشومانو ژبه او تخیل)) په نوم کتاب ولیکه. په یاد کتاب کې د ماشومانو د فکر، د استدلال د روش او د دوی د خیال پلو په اړه په زړه پورې او علمي څېړنې شوې. دا څېړنې د ماشومانو د ذوق، لېوالتیاوو او بوختیاوو د لا زیاتې پېژندنې په برخه کې لویه مرسته کوي او د هغوی د ذهني پړاوونو په تعین کې خورا ګټور پرېوځي.
د ماشومانو د ګډوډیو مطالعه
د نولسمې پېړۍ په وروستیو کلونو کې د ماشومتوب د ګډوډیو منظمه مطالعه هم پیل شوه. د همدې پېړۍ په پای کې پرویمر په فلاډلفیا (امریکا) کې د اروايي کلینیک د بنسټ ډبره کېښوده. په دې روغتون کې د داسې ماشومانو ساینسي مطالعه پیل شوه، چې له ذهني پلوه به نورمال نه وو او یا به د ناسمې کورنۍ، نیمګړي هوښ، بېکاره ښوونځیو او یا ناوړه چاپېریال ښکار شوي وو. په یاد روغتون کې به داسې ماشومان هم مطالعه کېدل چې په یو نه یو سبب به په ((سختۍ)) او یا به بیخي د درک کېدو وړ نه برېښېدل. په دې ارواپوهنیزه اداره کې به د ماشومانو د اصلاح او درملنې پر مهال طبي او اروايي دواړو اړخونو ته پوره پاملرنه کېده.
له دې وروسته، دې ته ورته لسګونه نور درملتونونو هم جوړ شوو. د روغتونونو زیاتوالي او د بېلا بېلو ارواپوهنیزو څېړنو د عامېدو پایله دا شوه چې د ماشومانو د ذهني ناروغۍ علتونه یوازې تر بدني عناصرو، نیمګړو خوړو او یا داسې نورو فکتورونو پورې د محدودولو پخوانی تصور له منځه لاړ. د ماشومانو د ذهني ژوند په ویجاړولو کې د ښوونځيو، چاپېریال او د لوبو د ډګر ذهني اړودوړ او د بدني نیمګړتیاوو په برخه کې د ټولنیزو او ذهني پایلو ارزښت ورځ په ورځ ښه ترا پسې روښانه شو. د ماشوم د ستونزو او له ټولنې سره د ماشوم د تصادم په اساسي علتونو د پوهېدو لپاره بېلا بېلې ساینسي تګلارې را خپلې کړای شوې. نن ورځ د دا ډول نوو اروايي روغتونونو په شمېر کې ورځ تر بلې زیاتوالی روان دی. په امریکا کې خو دا روغتونونه د ښوونځیو، د ماشومانو د محکمو او د ټولنیزو ګټو د ادارو اړینه برخه ګرځېدلي دي. په برتانیه او ډېرو نورو لویدیځو هېوادونو کې هم دې ته ورته لوی شمېر ادارې پرانیستل شوې دي.
په روان عصر کې د ماشومانو د ودې او ارتقا په برخه کې د خاصو مسایلو او ګډوډیو په ځانګړي ډول د مطالعې او څېړلو دود ورځ په ورځ پسې عامېږي. ((شوخ ماشوم)) د اوسنیو ارواپوهنیزو حلقو د مطالعې محور ګرځېدلی دی. همدا رنګه، د ماشومانو مینه، وېره، جذبات، خوبونه، د هغوی د خوښې اتلان او د هغوی د لوبو د ملګرو ژوره مطالعه ترسره کېږي. په دې باندې د پوهېدو لپاره چې د خپل لاس له جوړ کړو رسمونو او انځورونو څخه ماشومان څه معنا اخلي او په منظم ډول د خپل فکر د بیانولو په شعور کې تر بالغ معیاره پورې له رسېدو وړاندې دوی له کومو بېلا بېلو پړاوونو څخه تېرېدو ته اړتیا لري؛ اوسمهال د ماشومانو د رسامۍ بې شمېره ارواپوهنیزې څېړنې خپرېږي چې د ماشومانو فکر او شخصیت لا زیات ور باندې روښانه کېږي.
د چاپېریال ارزښت
تر اوږدې مودې پورې د ماشومانو اروايي څېړنه تر ډېره د مشاهدو له لارې ترسره کېده. د ماشوم څېړنې تجربوي پېر په غوڅ ډول په ۱۹۱۷ز کال کې د واټسن او د هغه د ملګرو له لوري پیل شو. واټسن د ماشوم روزنې په مرکزونو او روغتونونو کې بې شمېره ماشومان په ژوره توګه تر څېړنې لاندې ونیول. د څېړنې په اوږدو کې نوموړي د ماشوم د ستونزو دوه اړخونه تل په پام کې نیولي وو:
لومړی: د یو څه له زده کولو وړاندې، د ماشومانو د ټولو لومړنیو حرکتونو مشاهده.
دوه: د زده کړې د پروسې بشپړه تجربوي مطالعه.
د نوي زېږېدلي ماشوم د فطري او ذهني نظام له څېړلو وروسته واټسن دې پایلې ته ورسېد چې په ماشوم کې وېره، غوسه او مینه درې ښکاره جذبات دي. په پیل کې تنکی ماشوم په لوړ غږ او د سرپرست په له لاسه ورکولو وېره احساسوي. که د ماشوم په لوبو کې لاسوهنه وشي، غوسه کېږي. په ملا ټپ ورکول یا تخنول په ماشوم کې جنسي غریزه را پاروي. واټسن وویل چې د ماشومانو دا درې احساسات له زېږېدو سمدستي وروسته را منځته کېږي. د راتلونکي بالغ ژوند له ډول، ډول ننګونو ډکه ودانۍ په همدې درې اساسي احساساتو بنا وي. واټسن له بې شمېره تجربو وروسته دا ثابته کړه چې د ماشومانو ډېری وېرې یوازې د ټینګار او شخصي تجربو له امله ورته پیدا کېږي. په ارواپوهنیز ازمایښتځای کې په یوه تنکي ماشوم ((پیټر)) د پرلپسې تجربو له لارې نوموړي دا خبره په ثبوت ورسوله چې ډېری وېرې له روزنې او چاپېریال څخه رامنځته کېدی او له منځه وړل کېدی شي. د ماشومانو د روزنې په لړۍ کې واټسن له همدې امله د چاپېریال پر ارزښت ډېر زیات ټینګار کړی دی.
د ماشومانو د تجربوي څېړنو هرکلی
نن ورځ، د ماشوم د تجربوي څېړنو او مطالعو تود هرکلی کېږي. د ماشومانو حرکتونه او جذبات په ژور ډول مطالعه کېږي. د ماشوم په بېلا بېلو طبیعي کړنو او د هغوی د را ښکاره کېدو په بېلا بېلو وختونو، عادتونو او د هغوی په رامنځته کېدو او ورانېدو پرېمانه رڼا اچول شوې ده. په ماشومانو پورې د مخصوصو مسایلو د مطالعې لپاره بېلا بېلې ارواپوهنیزې ادارې او لابراتوارونه رامنځته شوي او دا خبره منل شوې ده چې یوازې د ماشومانو د ودې و ارتقا او د ساینسي میتودونو له لارې د هغوی د زده کړې د پروسې څېړل، د هغوی د بالغ شخصیت په باره کې دقیق پوهاوی او د هغوی مناسبه سرپرستي امکان مومي.
د ماشومانو د ورځینو ستونزو او ذهني ګډوډیو مطالعه ورځ په ورځ د پراختیا او تنوع په لور روانه ده. دا حقیقت تر پخوا ډېر څرګند شوی چې د ماشومتوب ځینې منفي پېښې او د شخصیت تباه کوونکو تجربو تریخوالی په بلوغت کې د عمومي اضطراب، په ګډ ژوند او اقتصادي برخو کې د شخړو او ذهني ناروغیو په بڼه سر را پورته کولی شي. کومې بوختیاوې په کوم عمر کې د ماشومانو ډېرې خوښېږي؟ د ماشومانو بېلا بېلې بوختیاوې پخپلو کې څه اړیکه لري؟ د روغ شخصیت د ودې لپاره د ماشومانو ساتنه او اروايي رهبري څنګه ترسره کېدی شي؟ د نن ورځې ارواپوهان د انساني ژوند د همدې مهمو مسایلو لپاره د وړ حل لارو په لټون بوخت دي. په ۱۹۲۸ز کې بولر په ډاګه کړه چې د شخصیت د جوړېدو په لړ کې د همداسې مسایلو ناپایه لړۍ په اروايي لابراتوار کې د تجربوي اصولو له مخې په منظم ډول څېړل او مطالعه کېدی شي. په همدې ډول آغلې تامس ثابته کړه چې د ماشومانو د ټولنیز رول د غوړېدا، سمه تجربوي مطالعه هم بې له شکه شونې ده.
د دې لاسته راوړنو او څېړنو ټولیزه پایله دا شوې چې په اوسني عصر کې د ماشوم ارواپوهنې د منظم، تجربې وړ او باوري علم مقام خپل کړی.
موږ او زموږ ماشومان
نن ورځ ټولې نړۍ د ماشومانو د سم پوهاوي او مناسبې روزنې لپاره نوې ارواپوهنې ته مخ اړولی، خو په پاکستان کې د ارواپوهانو ډېره سخته کاختي ده. زموږ د عامه ټولنیزې کنګلتیا او ځوړتیا یو لوی لامل هم همدا دی. دلته په ځینو ښوونځیو کې خو ارواپوهنه څه نا څه ښوول کېږي، خو د ماشومانو د پوهنیزې مطالعې ځانګړې ارواپوهنیزې ادارې ډېرې لږ دي. په ټول هېواد کې د ماشومانو د اروايي روغتونونو او د رهبرۍ د مستندو ادارو ټول شمېر له لسو څخه په هېڅ ډول هم زیات نه دی. د ماشومانو پر پالنه، ښوونه، روزنه، وده او لارښونه هم د باور وړ کتابونو او کتابګوټو کاختي ده.
د خوښۍ ځای دی چې اوس د ماشومانو د لارښوونې او پالنې اړخونو ته زیات ارزښت ورکول کېږي. د مدرسې، لیسې او پوهنتون په بېلا بېلو پوړونو کې د زده کوونکو اروايي لارښوونې ته لومړیتوب ورکول کېږي. د دې لړۍ مختلفو اصلاحاتو ته که په سمه توګه عملي جامه ور واغوستل شي، نو حالات تر ډېره حده اصلاح کېدی شي. که مور او پلار، ښوونکي او ټولنیز فعالان په ګډه کار وکړي، نو زموږ ماشومان د علم، ادب او تمدن څخه په سم ډول استفاده کولی شي.