لیکوال: ډاکټر عبدالرؤف
ژباړه: رحمت شاه فراز
څوارلسمه برخه
پلمې او بانې کول
ماشوم ته چې کله نا کله یو وړوکی کار وسپارل شي او له څه امله یې ونه شي کړای او بیا د لامل پوښتنه ترې وشي، نو ماشوم ډول، ډول پلمې را جوړې کړي، چې په ښکاره ډېرې معقولې ښکاري؛ مثلاً «دوکان بند وو»، « په سر مې درد وو»، «له یاده مې ووتل»، «پلانکي غلطه لاره را ښودلې وه» او داسې نور. د ماشوم هدف دا وي چې په دې ډول ځان بې ګناه ثابت کړي او د خپلې تېروتنې مسؤلیت د نورو په غاړه واچوي.
همداسې د مکافاتو مینه هم د ماشوم د بې شمېره تېروتنو سبب ګرځي. ماشوم چې په یوه کار کې ماتې وخوري، نو په یوه بل اسانه کار کې د مهارت لپاره هلې ځلې پیل کړي، تر څو خپله تېره ناکامي ور باندې جبران کړي. په زده کړو او درس کې بدنامه «تکړه زده کوونکی» غلا ته مخه کوي، تر څو پیسې ترلاسه کړي او دغه پیسې په خپلو ملګرو مصرف کړي، او په دې ډول د «سخاوت» تر سیوري لاندې د خپلې بدنامۍ ټاپه له منځه یوسي. هغه ماشوم چې په ټولګي کې یې د ټولګیوالو په مخکې د کورنۍ دندې په سر سزا لیدلې وي، د تفریح په وخت کې د خپلې کورنۍ د کارنامو په باره کې د غټو، غټو کیسو په بیانولو کې ډېر سخت مهارت پیدا کړي. همدارنګه، هغه ماشوم چې پېچلي درسونه نه شي زده کولی، نو هڅه کوي، چې په خوشنویسي کې تکړه شي او له دې لارې د ښوونکي له جزا نه ځان وژغوري.
ځینې ماشومان چې په یوه مشکل کار یا لوبې نه پوهېږي او ویني چې نور ماشومان په هماغه کار کې بوخت دي، نو زړه ته يې ارمان درېږي. او له ډېرې غوسې بې ځایه د هغوی په لوبه کې لاسوهنه کوي او زړه يې غواړي چې په یو نه یو ډول ستونزه او لانجه ورسره جوړه کړي. د لوبو په میدان کې د دا ډول ماشومانو اصول دا وي چې «نه لوبېږو او نه څوک ورته پرېږدو.»
خیال پلو وهل
د ویښتیا په خوب کې ماڼۍ جوړول په وړو ماشومانو کې ډېر زیات عام وي. ماشوم د خپلو هیلو له مخې یوه فرضي نړۍ په تصور کې ونیسي او له ځانه د دغې نړۍ رستم جوړ کړي. دغه ذهني فعالیت خطر نه لري، خو که ماشوم ډېر زیات پکې ډوب شي، بیا نو خبره د اندېښنې وړ ده. د خیال پلو په مزو کې اخته ماشوم د ژوند له لوړو ژورو بې پامه کېږي او که دغه شان په ځان کې ورک ماشوم کې له کاره د تېښتې تمایل ډېر شي، نو بیا دغه ماشوم په ځوانۍ کې هم سختو کارونو ته له لاس اچولو ډډه کوي.