زیاتره ارواپوهان د کیسو له لارې د ماشومانو روان او رواني ستونزو ته ځان رسوي. دې لیکنه کې پر همداسې ځينو کیسو غږېږو چې والدین او بل هر څوک ترې د خپلو ماشومانو د روان په پېژندلو کې ګټه اخیستای شي.
یوه پوښتنه چې غالبا هر کور کې له هر ماشوم څخه کېږي، هغه دا ده چې (مور درباندې ډېره ګرانه ده که پلار؟) ارواپوهان وایي چې له ماشوم څخه نېغ په نېغه داسې پوښتنه مه کوئ، بلکې د یوې کیسې له لارې ترې پوښتنه وکړئ. د بېلګې په توګه، ورته ووایئ چې یو مرغه او مرغۍ د دنګې ونې په سر کې ځاله جوړه کړې وه او همالته له خپل بچي سره اوسېدل. یوه شپه دوی په خوب ویده وو چې تالنده او برېښنا شوه، لږه موده نه وه تېره چې تېز باد راوالوته او د دوی ځاله یې لاندې راوغورځوله. دا مهال د کوچنۍ مرغۍ مور یوې ونې ته والوته او پلار یې بلې ونې ته. اوس ته ووایه چې دا کوچنۍ مرغۍ به د مور ونې ته د ختلو هڅه وکړي که د پلار؟ که ماشوم مو وویل چې د پلار ونې ته؛ نو پوه شئ چې ماشوم له پلار سره ډېر وابسته دی او که وې ویل مور خوا ته؛ نو پوه شئ چې ماشوم خپله مور د ځانساتنې وسیله ګڼي.
هر ماشوم له ځينو شیانو څخه وېرېږي او له ځينو شیانو یې بیا والدین یا د کورنۍ نور غړي په لوی لاس وېروي چې دا ښه کار نه دی. کله کله داسې هم کېږي چې ماشوم د ډېرې وېرې له کبله رواني ناروغ شي او هر ځای کې ورته هماغه وېره سترګو سترګو ته کېږي. که ماشوم مو په همداسې یوې وېرې اخته و یا د خپل ماشوم وېره معلوموئ؛ نو سیده ورته مه وایئ چې له څه وېرېږې یا څه دې ډاروي، بلکې د یوې کیسې له لارې ترې ځواب ترلاسه کړئ. د بېلګې په توګه، ورته ووایئ؛ یو ماشوم به چې له ښوونځي څخه کور ته راغی، د مور غېږه کې به پټېده او تل به پرې خولې ماتې وې، ډارېده به. ته څه وایې چې دا ماشوم به له څه شي ډارېده؟ د ماشوم ځواب ته مو په ځېر سره غوږ شئ، ځکه چې دا مهال ماشوم تاسو ته هغه ټول شیان او چارې ښیي چې دی ورځنې ډارېږي.
هر ماشوم په کورنۍ یا چاپيریال کې له یوه نه یو چا څخه کرکه کوي او بد یې ایسې؛ خو که تاسو ورڅخه پوښتنه کوئ چې زویه څوک دې ډېر بدې راځي؛ نو ښایي سم ځواب درنه کړي. ښه لاره یې دا ده چې د یوې کیسې له لارې ځواب ترلاسه کړئ. د بېلګې په توګه، ماشوم ته مو ووایئ چې نږدې ورځو کې یو کس زموږ له کور یا کلي څخه ځي او بیا هېڅکله بېرته نه راځي، یانې بېخي ترې بېغمه کېږو. ته څه وایې چې دا کس به څوک وي؟ ماشوم مو چې هر څوک وښوده، پوه شئ چې هغه سره یې جوړه نه ده او که ماشوم وویل چې هغه کس زه یم؛ نو پوه شئ چې د کمترۍ پر احساس اخته دی او له ځانه کرکه کوي.
د هر ماشوم ځينې هیلې او غوښتنې وي. ځینې یې په خوله وایي او ځينې یې د ډار یا بل لامل له کبله د کورنۍ له غړو پټې ساتي. که تاسو له ماشومه پوښتنه هم وکړئ چې زویه څه غواړې، ښایي په زغرده ځواب درنه کړي. ښه لاره یې کیسه ده، د کیسې له لارې تاسو د خپل ماشوم په ډېرو پټو غوښتنو پوهېدای شئ. د بېلګې په توګه، ورته ووایئ چې یو ماشوم له ښوونځي څخه کور ته راغی، مور یې ورته وویل چې تا ته مې یو څه اخیستي دي او پینځه زېري درته درکوم. ته څه وایې چې مور به دې ماشوم ته کوم پینځه زېري ورکوي او څه څه به یې ورته راوړي وي؟ دا مهال مو چې ماشوم د هر شي نوم اخیسته، پوه شئ چې دا د ده هیلې او غوښتنې دي.
زیاتره مهال یو ماشوم ستړی، سرګردانه، لټ… وي او ټوله ورځ چورتونو وهي. ارواپوهان د دې یو لامل خوبونه ښیي. ځينې وخت ماشوم په خوب کې داسې یو څه وویني چې د ده روان اغېزمن کړي او دی بیا ټوله ورځ چورت وهي چې دا څه و او ولې و. که له ماشوم څخه مو پوښتنه وکړئ چې خوب کې دې څه لیدلي و، ښایي ځواب درنه کړي یا یې خوب نه وي په یاد؛ خو که د یوې کیسې له لارې ترې پوښتنه وکړئ، ځواب به درکړي. د بېلګې په توګه، ورته ووایئ چې یو ماشوم ستړی ستومانه له خوبه ویښ شو او خپلې مور ته یي وویل چې نن مې یو داسې خوب ولیده چې بېخي یي حیران کړم. ته ووایه چې ده به خوب کې څه لیدلي وي؟ ماشوم ته مو د ځواب وخت ورکړئ او ځېر شئ چې څه درته وایي. د خوبونو له لارې د ماشوم ډېرو رواني ستونزو ته رسېدای شو. فرویډ، یونګ، ايډلر او نورو سترو ارواپوهانو د خوبونو د سپړنې او شننې له لارې د ناروغۍ ژورو ته ښکته کېده.
د پورتنیو کیسو له لارې ارواپوهان او بل هر څوک کولای شي چې د خپل ماشوم په ځينو غوښتنو، هیلو، وېرو، خوبونو، کرکو، ټاکنو، ذوق او نورو باندې پوه شي. یوې خبرې ته مو پام وي چې د ماشوم په ځواب کې به مداخله نه کوئ. داسې به هم نه کوئ چې تاسو ورته یو ځواب په خوله کې کېږدئ یا د یوه ځواب ځينې نخښې ورته ووایئ. دغه راز که یو ځواب مو خوښ نه شو، یا ستاسو د تمې خلاف و، ماشوم به مو نه رټئ او نه به ورپسې خاندئ. که داسې مو وکړل، راتلونکي کې بیا ماشوم سم ځواب درته نه وایي او هغه ځواب به درکوي چې تاسو یې اورېدل غواړئ.