ليکوال: ډاکټر فرزاد طباطبايي.
ژباړن: رفیع الله آرمان
د ماشومانو نړۍ پيژندل موږ ته دا ممکنوي تر څو وکولی شو لا ښه اړيکه ورسره ټينګه کړو. موږ ډیری داسې تصور کوو چې ماشومان له خپلې نړۍ نه ناخبره دي.
واقعیت دادی چې که هر څومره ماشومان د لویانو غوندې په ولې، څه ډول؟ او معما ګانو باندې ډېر بر لاسي نه دي، خو بیا هم خپلې نړۍ ته ليد لوری لري. کیدای شي د ماشوم دې ته پاملرنه نه وي چې ده ته د نورو نظر متفاوت دی، خو دا په دې معنی نه ده چې هغوی له خپلې نړۍ درک نه لري، بلکې نړۍ يوازې د خپل ديد له زاويې درک کوي.
د ماشوم مشاور له پلار او مور سره مرسته کوي تر څو د ماشومانو د درک کولو تر څنک و کولی شي له هغوي سره ښه اړيکه ټينګه کړي، او د خپل اولاد خلاقیت ته په پاملرنې سره د تربيې د غوره طریقې څخه ګټه واخلي.
له لویانو سره د ماشومانو د نړۍ توپير
ډیری کسان د ماشومانو د نړۍ د درک لپاره، هغو له خپلې نړۍ سره پرتله کوي. د دغې موضوع د درک لپاره، د لویانو او ماشومانو د نړۍ توپير ته پاملرنه مهم رول لري.
لویان هغو پېښو او د ژوند مرحلو ته په پاملرنې سره چې په کوچنيوالي کې يې تر شا پريښي، له نړۍ متفاوت درک لري.
ځينې وخت په غلطۍ سره داسې تعبيريږي چې ماشوم خپل چاپیریال او شاوخوا ته ځانګړی ليد نه لري، په داسې حال کې چې يوازې امکان لري د هغه ليد د لویانو لخوا د درک وړ نه وي. د ماشومانو روان پوهنې په ځانګړي ډول د دغه توپيرونو د درک لپاره هڅې کړې دي.
- پېښو ته د ماشومانو نظر_ کتنه
ماشوم نه يوازې د پلار او مور د تصور خلاف خپل چاپېریال درک کولی شي، بلکې د خپل چاپېریال د پېښو پر وړاندې تحليلي نظر هم لري. له یو بل سره د پديدو تشبيه کول له ماشومانو سره د نويو څيزونو د درک په برخه کې مرسته کوي. د بیلګې په ډول؛ ماشوم په سهار کې د لمر راختل، له خوبه د لمر د پاڅېدلو سره تشبیه کوي، چې له راختلو، سهار او له خوبه د را پاڅېدلو ترمنځ د اړيکې د تحليل سبب ګرځي. په دې تشبیه کې ماشوم پوهيږي چې لمر په واقیعت کې شخص نه دی چې د انسانانو غوندې ويده او له خوبه پاڅيږي.
۲-د افرادو پېژندنه او له هغوي سره اړيکه
ماشوم نور خلک د هغوي د ځانګړنو او کړنو د تحليل له مخې پيژني او په یاد يې لري. يو له هغو مواردو نه چې په مسلسل ډول میندو ته توصیه کيږي، دا دی چې که حتا ماشوم ته خپلې شيدې هم نه ورکوي، هغه د په غيږ کې واخلي. په دې کار سره د مور د غيږې تودوخه، ناز او هغه د مهربانۍ حس چې ليږدول کيږي، د مور په پېژندلو کې ډېر اهميت لري. د نورو د کړنو او ځانګړنو څخه د ماشوم د درک او تحليل له مخې چې لري يی، له هغوی سره د اړيکې په ټينګولو کې مرسته کوي. د بيلګې په ډول د هغه ځانګړې مهربانۍ له مخې چې مور پيژني، کولی شي له نورو نه ډېر باور پرې ولري.
۳-د خپل ليد له زاويې د نړۍ درک کول
ماشوم فکر کوي چې نړۍ د ده له نظره تفسير او معنی کيږي او نه شي کولی د نورو د لید زاويه درک کړي. د ماشوم لپاره دا مهمه نه ده چې کله شیان د هغه د ليد له زاويې نه پنا کيږي، په هغه باندې څه کيږي او يوازې د خپل دید زاویه درک کوي. که په يوې پاڼه يوې خوا ته منظره او بلې خوا ته د يوه حيوان څېره وي، او بیا ماشوم ته د دواړو مخونو ور ښکاره کړو او بیا ترې پوښتنه وکړو، هغه څوک چې د پاڼې شا ته ولاړ دي، څه ويني، په غالب ګمان چې د ماشوم ځواب به حيوان نه وي. ماشوم نه شي درک کولی چې نور خلک د ده د ليد زاويه له ده سره توپير لري او يوازې نړۍ د خپل ليد له زاويې درک کوي.
۴– د ماشوم له نظره د تعامل رول
هغه طريقه چې د ماشوم دری عوامل ذهن، جسم او چاپېریال له یوبل سره تعامل کوي، د ماشوم د نړۍ په جوړیدو کې ګټور دي. هغه ماشوم چې په چاپیريال کې له پښتو ژبې سره وده کړې وي حتا د فکر ډول يې هم په پښتو کيږي. د مورنۍ ژبې په عبارت مورنۍ هغه ژبه ده چې د څو نورو ژبو د پوهیدو سربیره، په همغه ژبه فکر کوو.
۵_ ماشومانه پوښتنې د ماشومانو د نړۍ په لور تګ
ماشوم کیدی شې په دې اړه ډېرې پوښتنې چې يوه پديده څه شی ده، څه ډول کار کوي، يا ولې داسې کيږي، وکړي. دغه ماشومانه پوښتنې کیدی شي موږ ته ډېرې ساده په نظر راشي خو له نړۍ نه د ماشوم د تفسير بشپړوالي لپاره پوښتل کيږي.
ماشوم چې پوښتنه کوي باران څه ډول اوريږي، نه د باران د څرنګوالي د پوهیدو لپاره بلکې د هغه تصوير د بشپړیدو لپاره چې په ذهن کې يې له بارانه لري، دغه کار کوي. معمولا کورنۍ پلار او مور د ماشوم د جينسي مسايلو د پوښتنې په ځواب کې، نه پوهيږي چې باید څه ځواب ورکړي.
۶_ په نظر کې د نورو پديدو عمومیت
ماشوم د نويو پديدو د پيژندلو په برخه کې، په خپل ذهن کې د پخوانيو واقعاتو څخه په مرستې سره، همغه منطق ته عمومیت ورکوي. هغه ماشوم چې له نیا سره اوسيږي تصور کوي چې ټول ماشومان له خپلو نیاګانو سره اوسيږي، او تر څو چې له متفاوت مثال سره مخ نه شي، نه شي کولی دا تصور کړي چې نور ماشومان له خپلو نياګانو سره نه اوسيږي.
۷_ د ماشوم د ليدلو تمرکز
نوي زيږیدلي ماشومان د خلکو په صورت ډیر تمرکز لري، او هغه نږدې صورتونو ته چې مور او پلار دي، ډېره پاملرنه لري، تر يو کلنۍ پورې دغه تمرکز، لاسونو او د شیانو خوا ته ډيريږي. په هغو لاسونو کې چې څه شی نيول شوي وي، د ماشوم لپاره زړه راښکونکي دي، او خپله ډېره پاملرنه هغې ته اړوي. د یادولو وړه ده چې د ماشومانو کتل/ نظر تر يوه وخته پورې د لويانو غوندې نه دی، او د دريو کالونو په جریان کې بشپړيږي.
د ماشوم د نړۍ په جوړيدو کې د پلار او مور د ښوونې او روزنې اغيز
د ماشوم پلار او مور ماشوم ته هغه پوهه ور ليږدوي، چې دغه پوهه نړۍ ته د ماشوم له نظره مهمه ده. دغه پوهه له نړۍ نه د ماشوم په پوهه او درک کې مهم رول لري. د بيلګې په ډول کله چې د ماشوم پلار او مور هغه ته د شیانو نومونه ور زده کوي، هغه شی د ماشوم د پاملرنې په مرکز کې ځای نيسي. په واقعت کې هر څه چې د ماشوم د پاملرنې په مرکز کې وي او غټ ښکاره شي د نورو محرکو پديدو له غږ سره يې تطبیقوي. د مور او پلار تربيوي طريقه د ماشومانو د وړتیا او شخصیت په جوړولو کې ډیر اغيز لري.
د ماشوم مشاور
په ډيرو مواردو کې د پلار او مور لپاره د ماشومانو د نړۍ درک سخت بريښي، او همدغه د درک کموالی د کورنۍ او ماشوم تر منځ د ستونزو د غټیدو سبب کيږي او له يو بله لرې کيږي. د اړيکي صميمانه پريکون او له ماشومانونه د پلار مور او کورنۍ لريوالی، په ماشومانو کې د کړنو او ناراحتۍ تر څنګ د ماشوم د رواني کیدو سبب هم ګرځي. کورنۍ پلار او مور په هغه صورت کې کولی شي چې خپل اولادونه خبرې اوريدونکي او سالم و روزي، چې صميمیت او مهربانه چلند هم د قاطعت او قانون او قواعدو تر څنګ ولري.