کتاب: د ماشوم ارواپوهنه
لیکوال: ډاکټر عبدالرؤف
ژباړه: رحمت شاه فراز
شپږمه برخه
د لوبو د لېوالتیاوو ارتقايي پړاوونه
د تجربې او عمر له زیاتوالي سره د ماشومانو د لوبو ذوق هم بدلېږي. که څه هم د ماشومانو په هوساییزو لېوالتیاوو کې جدي توپیرونه لیدل شوي، خو بیا هم د لوبتیا د ودې او تکامل تدریجي پړاوونه شاوخوا هر ځای او د هر توکم په ماشومانو کې تر ډېره مشترک دي. د تکامل دغه زینې د ماشوم په ژوند کې په درې برخو وېشلی شي:
۱) د ابتدايي عمر لوبې: له زوکړې څخه تر درې کلنۍ پورې ابتدايي لوبې.
۲) د ماشومتوب د پیل لوبې: یعنې له څلور کلنۍ نه تر اته کلنې پورې لوبې.
۳) د زلمیتوب (بلوغت) تر پېر دمخه لوبې: یعنې له دیارلس کلنۍ نه د زلمیتوب تر وخته لوبې.
د ابتدايي عمر لوبې
تر زوکړې یو څه موده وروسته ماشومان یوازې د خپلو حواسو کارول او خوځېده زده کوي، او په دې عمر کې په یوازې ځان لوبې خوښوي. دوی تر ځان چارچاپېره هر شي ته د لاس اچولو تمرین کوي او د یوه کار له بیا، بیا تکرار نه ډېر زیات خوند اخلي. په لومړیو کې يې دغه حرکتونه ګډوډ وي او ماشومان خپل شاوخوا خلکو او شیانو ته تر ډېر وخته ځیر، ځیر ګوري او په معمولي غږ یې غوږونه څک شي.
ورو، ورو په ماشومانو کې د مخته خوځېدو ځواک پیدا شي. ماشوم د شیانو په لور ور غورځي. خپل لور ته يې را کاږي یا يې ایسته غورځوي. له تګ زده کولو دمخه لا ماشوم تقلید کول زده کوي. په هینداره کې خپل انځور ته ډېر زیات خوشحالېږي. په دې عمر کې ماشوم وړو شیانو ته ډېر زیات میلان ښيي او په هر خوله خلاصي شي کې له ګوتې ننباسلو ډېر زیات خوند اخلي.
د خاپوړو دور له پای ته رسېدو وروسته ماشوم تګ زده کوي او چټکتیا یې زیاته شي. دا مهال ماشوم د انځورونو له لیدو او کیسو اورېدو سره لږ او زیات لېوالتیا ښيي. په دې عمر کې ماشوم عموماً په «متوازي لوبو» کې بوخت وي. په دې معنا چې نوموړی د ماشومانو په خوا کې خو لوبېږي، خو هغو ته له ور ګډېدو څخه ترهېږي او ځان ترې لرې ساتي.
د ماشومتوب د پیل لوبې
د ماشومتوب په لومړیو کې د ټولنیز ژوند د څه نا څه سلیقو له زده کړې وروسته په ماشومانو کې د ګډو لوبو کولو علاقه پیدا کېږي. په دې وخت کې ماشوم په یوازې لوبېدو کې بې خوندي غوندې احساسوي. د څلورو او شپږو کلونو په منځنۍ موده کې ماشومان په بې ځایه خبرو کې ډېر زیات مهارت پیدا کوي. یو شمېر ماشومان د بې معنا او کله نا کله د بې عقلۍ او تر دې چې نیمه فحشو جملو په بیا، بیا ویلو کې یو خوند غوندې احساسوي. د عمر له زیاتېدو سره یې د تکرار په ځای له پرلپسې والي سره علاقه پیدا شي. په دې وخت کې غواړي چې هر کار په منظمه توګه سرته ورسوي او له پرلپسې کیسو اورېدو سره یې مینه پیدا شي. مثلاً که د واده لوبه کوي، نو د واده هر دود په منظم ډول وار، وار په ترسره کوي.
څه موده وړاندې د هند په اړه خبر خپور شو چې په کومه سیمه کې څو ماشومانو په لوبو کې د مهاتما ګاندي د وژل کېدو پېښه تمثیل کړې وه. پلټنې کول، وژل، د تورنو نیول، په محکمه کې د قضیې اورېدل او د قاضیانو تر پرېکړې پورې د ټولې لوبې له ترسره کولو وروسته دغو ماشومانو د ګاندي د وژونکي رول لوبوونکی بې ګناه ماشوم هم د لوبې په جریان کې په رښتیا په دار ځوړند کړی وو.
یوه بله پېښه هم را یاده شوه. د لندن په یوه بڼ کې کوچنیو ماشومانو د واده لوبه کوله. دوه تنکیو ماشومانو له ځانه ناوې او زوم جوړ کړي وو او بیا کلیسا (د بڼوال خېمې) ته ننوتي وو. له هغه وروسته دواړو یو کوچنی کېک پرې کړی او ټولو په ګډه خوړلی وو. ورپسې «ناوې» او «زوم» په یوه مېز باندې پټې سترګې ناست وي. لږ ځنډ وروسته «ناوې» سترګې پرانیزي او «زوم» ته وايي: «زه امیندواره یم».
وینئ چې خبره له کوم ځای نه تر کوم ځایه ورسېېږي! په دې عمر کې ماشومان غواړي چې داسې لوبه ولوبوي چې زړه راښکونکې پېښې ولري او هره برخه يې په ترتیب ترسره شي.
په دې عمر کې خوځند لوبتوکي، چړې، لرلیدوني او ځلېدونکي څیزونه د ماشومانو د خوښې لوبتوکي وي او ونو ته ختلو، ښویېدلو، منډې وهلو، پټېدلو، جنګېدلو او په حیواناتو پسې ځغلېدو نه ډېر زیات خوند اخلي.
تر زلمیتوب دمخه لوبې
تر زلمیتوب دمخه لوبو کې جنسي اختلافات هم ور ګډ شي. په دې وخت کې په لوبو کې شور او زوږ تر ډېره کم او خوځښت زیات وي او د یوې لوبې په ځای له ګڼو لوبو سره یې علاقه پیدا شي. له نورو نه د لوبې ګټلو او امتیازي مقام لاسته راوړلو هیله يې ډېره زیاته زوروره شي. په دې وخت کې ماشومان د منډو ترړو د ساده لوبو پر ځای د مبارزې او مقابلې له لوبو سره لېوالتیا ښيي. کرکټ، باسکټ بال، هاکي، فټ بال او داسې نورو لوبو سربېره، لامبو-وهنه، تفریحي ځایونو ته تلل او هر وخت د بایسکل چلونې هیلې يې په ولولو شي. دغه راز، د اس او موټرسایکل ځغلونې مینه يې په څپو شي. د ډېرو ملګرو په ځای یوازې د یوه «پوخ ملګري» موندلو هیله يې زرغونه شي. که یو خوا نجلۍ داسې ملګرې لټوي چې د زړه له اخلاصه ورسره د «راز» خبرې وکړای شي؛ نو بل خوا هلک هم د خپل جنس یو داسې ملګری لټوي چې «راز داره» يې شي.
همدا هغه وخت دی چې د ماشومانو لوبډلې، ټیمونه او پارټۍ جوړېږي. په دې دوره کې ماشومان د کوچنیو لرګینو وسایلو او د کور د ورځنیو توکو په جوړولو او د برېښنا او نورو وسایلو په ترمیم کې ډېر زیات بوخت وي. نجونې له ګنډلو، اوبدلو او خامک سره بې بریده لېوالتیا ښيي. د «لاس صفايي» لوبې، تاش او د عاشقي و معشوقي ذوق يې لوړېږي. په دې دوره کې د ماشومانو د مطالعې په انتخابونو کې هم پراخه تنوع راځي، نو په دې ځای کې د لوڅو ادبیاتو، فحشو فلمونو او بې هدفه ټلویزوني خپرونو په باره کې مناسبه لارښوونه ورته ډېره زیاته ګټه کولی شي.
په لوبو کې تنوع او اختلاف
د ماشومانو په لوبو کې تنوع او بدلون ولې او په څه ډول رامنځته کېږي؟ د دې تر شا ګڼ لاملونه لاس لري. په هر عمر کې ماشومان له یوې ځانګړې لوبې سره زیاته علاقه ښيي. کمکی ماشوم له لاس او پښو وهلو ډېر خوند اخلي، چې لږ لوی شي د کاغذونو له تاوولو، اوبو شیندلو، د صابون پوکاڼې جوړولو او له چټي او بې معنا خبرو ډېر خوند اخلي. څه موده وروسته يې بیا له له وړو او لویو لوبو سره هم علاقه پیدا شي. ښوونځي ته چې لاړ شي، نو په لومړیو کې خو له نورو سره له لوبېدو شرمېږي، خو ورو، ورو د خپلو همزولو په لوبو کې هم برخه اخلي. دغه مهال د نوموړي د لوبو په ذوق کې تنوع او بدلون پیلېږي او له یوې نه زیاتو لوبو سره یې علاقه پیدا شي.
لوبې او جنسي عناصر
د ماشومتوب په لومړیو کې د هلکانو او نجونو په لوبو کې عموماً کوم ښکاره توپیر نه وي، خو په اته یا لس کلنۍ کې د جنسي عناصرو له امله د دوی په لوبو کې توپیر پیل شي. هلکان عموماً له هلکانو او نجونې له نجونو سره لوبې کول خوښوي او د لوبو د ملګرو په انتخاب کې ماشومان معمولاً خپل همجنسه او همزولو ته ترجیح ورکوي؛ نجونې له نانځکو سره لوبېږي، کورونه جوړوي، د واده تمثیلونه کوي، او هلکان له توپ او لښتو سره لوبېږي. تر بلوغت له مخه ماشومان له خپل مخالف جنس سره لوبېدل خپله کمزورتیا ګڼي او په همدې عمر کې د ماشومانو د داسې ډلو جوړېدو خطر هم پیدا کېږي چې په راتلونکي کې په جرایمو اخته کېږي.