طالع
په پخوانیو زمانو کې یو بوډا بزګر د چین د یوې غرنۍ سیمې په یوه لرې کلی کې اوسېده. پرهغه،
خپل یوازنی زوی ډېر ګران و. زوی یې له ده لرې په ښار کې زدکړې کولې او بوډا په کلي کې
یوازې و.
بوډا به هره ورځ په کرونده کې په ساعتونو، ساعتونو سخت کار کاوه. کار ډېر او دی ور ته یوازې.
مهربانه بوډا له هرچا سره ښه چلند کاوه. نو ځکه پر کلیوالو ګران و. هغوی غوښتل چې د بوډا
ځوان او پیاوړی زوی له هغه سره د کروندې په کارونو کې مرستې ته راودانګې خو بوډا هېڅکله له
کاره شکایت نه کاوه.
کلیوال به کله نا کله د بوډا کور ته ورغلل او ور ته و به یې ویل:
«ډېر خواشیني یو چې زوی دې له تا لرې دی او ته د کروندې سختو کارو ته یوازې یې.»
کلیوالو به له بوډا د هغه د زوی را تګ پوښتنه وکړه او بیا به یې په افسوس وویل:
«دا ستا بده طالع دي چې یوازنی زوی دې هم له تا لرې ژوند کوي.»
خو بوډا به همېشه د هغوی په ځواب کې دا خبره کوله:
«د ښو او بدو طالعو په هکله نو څوک څه پوهېږي؟»
یوه ورځ د بوډا بزګر زوی کلي ته راغی. کلیوال خوشحال وو او د بزګر کور ته ور ټول شول. هر
یوه جلا، جلا بوډا ته ویل:
«اوس دې نو زوی بېرته راغی او طالع دې را ژوندۍ شوې.»
بوډا په مسک اندازه هغوی ته ورغبرګه کړه:
«د ښو او بدو طالعو په هکله نو څوک څه پوهېږي؟»
کلیوال له کلونو راهیسې د بزګر له همدې تکرارېدونکو خبرو سره اشنا وو. خو هېڅکله یې د
دې خبرې پر اصلي مانا فکر نه و کړی؟
په کلي کې ژوند سخت وي اوغریبي هم ډېره وي. خو د بوډا او زوی یې کار جوړ و. هغوی اس
رلود او هغه په کرونده کې د څلورو انسانانو په اندازه کار ور ته کاوه.
یوه ورځ د بزګر زوی په ناپامۍ کې د تبیلې (اسجل) دروازه خلاصه پرېښې وه. اس یې له تبیلې وتېښتده.
هلک په خواشینۍ وویل:
«اف! دا مې څه وکړه؟»
هغه په دې پوهېده چې له اس پرته په کرونده کې کار ډېر سخت وي. په وارخطایۍ یې له پلاره
وپوښتل:
«اوس به څه کوو؟»
د کلیوالو په منځ کې هم د بوډا بزګر او د هغه د زوی د بدو طالعو بحثونو زور اخیستی و.
ټولو به وویل
«دا نو واقعآ د بوډا او د هغه د زوی د بد بې طالع ښکاره نښه ده.»
خو مهربانه بوډا به په مسک اندازه وویل:
«د ښو او بدو طالعو په هکله نو څوک څه پوهېږي؟»
د هغې ورځې په ماپښین ځینو کلیوالو د بوډا بزګر اس له بل ځنګلي (وحشي) اس سره د کروندو تر څنګ دغونډۍ پر غاړه د وښو خوړلو پر مهال ولېد.
ماښام د بوډا زوی د هغوی د نیولو په نیت له کوره ووت. څو ساعته وروسته یې د خپل اس ترڅنګ
ځنګلي اس هم را روان کړی و.
کلیوال بیا خوشحاله شول او په یوه خوله یې بزګر ته وویل:
«مخکې دې یو اس درلود، اوس دا دی دوه لرې. رشتیا هم طالع مند سړی یې.»
بوډا مسکی شو او خپله جمله یې بیا تکرار کړه:
«د ښو او بدو طالعو په هکله نو څوک څه پوهېږي؟»
د بزګر د زوی نوی اس ډېره خوښېده او پر هغه یې د سپرېدا او د هغه د کورني کېدا شوق ور پیدا
شو.
بوډا په اندېښمن انداز ور ته وویل:
«زویه! ستا ډېر ژوند په ښار کې تېر شوی دی. پر ځنګلي اسانو د سپرېدو تجربه نه لري، نو لږ
احتیاط کوه.»
زوی یې ور غبرګه کړه:
«پلار! اندېښنه مه کاوه، په خپلو کارونو ښه پوهېږم. دا ځنګلي اس مو که کورنی کړ، بیا به دوه د کاري اسان لرو، په کرونده کې به مو کار اسانه شي او ژوند به مو لا ښه شي.
د هغې ورځې په سبا ځنګلي اس هلک وغورځاوه. پښه یې غوټه ماته شوه. اوس نو بوډا
ته په کرونده کې پر کار سربېره په کور کې د غځېدلي زوی خدمت هم ور له غاړې و.
کلیوال د بوډا کور ته ورغلل. هر یو جلا ـ جلا همدردي ورسره وکړه.
یوه کلیوال بیا بوډا ته یاده کړه:
«اول دې زوی په ښار کې و او ته د کروندې کارونو ته یوازې وې. زوی چې دې راغی، اوس یې
بیا پښه ماته شوه. د دې پر ځای چې هغه ستا سره په کارونو کې مرسته وکړې، اوس ته مجبور یې
چې هغه ته ډوډۍ تیاره کړې.»
له ده سره نورو کلیوالو هم بوډا ته د هغه د بدو طالعو پیغور ور کړ:
بوډا له نرۍ مسکا سره خپله همېښنۍ جمله تکرار کړه:
«د ښو او بدو طالعو په هکله نو څوک څه پوهېږي؟»
ځینو کلیوالو ته د بوډا دا جمله دا ځل ریشخند ښکاره شوه. له ځانونو یې سره وویل:
«د زوی یې پښه ماته ده او دی پکې خیر ويني.»
همدغه وخت د چین د شمال او جنوب د خلکو تر منځ اوږده جګړه پیل شوه. هره اونۍ به سلګونه ځوانان پکې وژل کېدل.
یوه ورځ کلي ته پولیس راغلل. د کلي ټول ځوانان یې د پوځ لیکو ته جلب کړل. د خدای پا
امانۍ پرمهال د ځوانانو کورنیو په چېغو، چېغو وژړل. پوهېدل چې نازولي به یې په راتلوونکو څو
ورځو کې د جګړې د اور خوراک شي.
پولیسو د بوډا بزګر زوی ځکه پرېښود چې په پوځ کې یې په درد نه خوړل کېده.
له دغې پېښې وروسته کلیوال د بوډا بزګر د تکرارېدونکې جملې په واقعي مانا پوه شوي وو. د هغه
لېدو ته ورټول شول. یوه یې بوډا ته وویل:
«ستا زوی مجبور نه دی، چې له پوځ سره جګړې ته ولاړ شي، ځکه پښه یې ماته ده او پوځ ته
ډوډۍ خواره نه دي په کار. بختوره زوی به دې ژوندی پاته شي خو زموږ د زامنو دې خدای مل
شی.»
ټولو یو ځای وویل:
«موږ ټولو ته ثابته شوه چې هر کله ستا بدې طالع په ښو بدلې شوې دي.»
مهربانه بوډا غلي له ځان سره وویل:
«د ښو او بدو طالعو په هکله نو څوک څه پوهېږي؟»
۱۳/۰۹/۲۰۲۲