عارفه عمرلور بشیر
نن د اکتوبر په نهمه ورځ چې په بچیانو پسې مې ښوونځي ته ورغلم نو بهیر زوی مې ډير خپه و، راته یې وویل مورې ټرمپ وګټله، لور مې او ستا هم له لیدو سره سم راته همدغه خبره وکړه، دوی راته وویل چې د ټولګیو په سکرینونو کې یې د ټاکنو پاېلې ولیدې چې ټرمپ وګټله، ویې ویل چې زموږ بلجیمي ټولګیوال هم خپه شول دا ځکه چې ټرمپ دوه که درې میاشتې مخکې په خپلو خبرو کې ویلي ول چې بلجیم یو ښکلی ښار دی، خو موږ تر هغوی ډير خپه یوو. زوی مې ووېل چې ښوونکې یې ورته ویلي دي چې د ټرمپ مسلمانان خوښ نه دي، نو زه فکر کوم چې دی به په افغانستان کې ستونزې ډيرې کړي، لور مې ووېل چې د هغه یواځې امریکایان خوښ دي، هغه هوښیار سړی نه دی.
څو شیبې هېښه وم چې څه ځواب ورکړم، دواړه ډير خپه ول، په تیره بهیر چې سل سلنه ډاډه و چې ټرمپ به زموږ په هېواد کې جګړه نوره هم توده کړي.
له ځان سره مې فکر وکړ، دغه شیبه زما له پار کوم دریځ اړین دی، د وی سره همغږي وکړم او د هېواد په حالت ورته وژاړم او که دغه منفي اغیز چې د ټرمپ د بریالیتوب له سببه په دوی پریوتی دی او دواړه یې خوابدي کړي دي، له منځ یوسم او دواړو ته یو امید ورکړم. دویم دریځ راته غوره وبرېښېد، ورته ومې ویل، تاسو وویل چې ټرمپ هوښيار سړی نه دی، نو هغه خلک چې هوښیار نه وي هغوی تل ځانته تاوان رسوي، کېدای شي د دې پر ځای چې ټرمپ زموږ په هیواد کې جګړه اوږده کړي خپل هېواد کې ځانته ستونزې ډيرې کړي او موږ ترې پاتې شوو، د دواړو په سترګوکې د خوښۍ څرک را ښکاره شوو، تر ډيره مو بحث وکړ او ورو ورو مې هغه د خواشېنۍ پرده د دوی له ماشومانه معصومو مخونو لرې کړه چې د ټرمپ په بري یې یې ورته د نازکو مخونو رنګ بدل کړی و.
دغسې زموږ په سلګونه زرګونه او لکونه ماشومان هره ورځ د سیاسي او جګړه ایزو بدلونو نو او پېښو نه د خبراوي له کبله اغیز من کیږي او زوریږي، دا سمه ده دوی ته ښآيي د کورنیو او ښوونځيو له خوا دومره شعور نه وي ورکړل شوی، خو دا د دې زبات نه دی چې دوی دې نه اغیزمن کیږي، دوی چې د سیاسي او جګړه ایزو پدلونو، پېښو او لانجو په غیږ کی رالویږي او د هر بدلون ا حساس له ډير نږدې نه کولای شي، دوی د هر څه ښه او بد درک کولای شي،نو دوی به د افغانستان په شان یو هې،اد کې څومره ذهني فشارونو سره مخ وي؟
زموږ هېواد چې ډير ژر ژر له سیاسي بدلونونو سره مخ وي، ان هره ورځ، نن یو تن وزیر دی، سبا استعفا کوي، هلته چې د یوه ټولي د قوماندان بدلون هم د سیاسي تړونونو په مټ کیږي، هلته چې سیمې ، دندې او واکونه د سیاسي تړونو په مټ ترلاسه کیږي او هره ورځ د سیاسي څيرو د واک تله په بدلون کې وي، هلته به د ماشومانو څه حال وي؟
زموږ په هېواد کې نږدې ټولې رسنۍ په هېواد کې د سیاسي او جګړه ایزو حالاتو، بدلونونو، پېښو او لانجو په اړه هره ورځ او هره شیبه بحثونه، تبصرې او خپرونې لري، زموږ په ټلویزیونونوکې د ماشومانو له پاره ښوونیزې، روزنیزې او تفریحي خپرونې په نشت خو سیاسي خپرونې ښې ډيرې دي. له هرې تفریحي خپرونې سره دوه درې سیاسي خپرونه تړلې وي چې زموږ ډيری ماشومان یې ویني، د دې په خوا کې که کلی دی، که ښار، که غر دی که سمه ، په هر کور او هره دېره کې هره ورځ د کور د وړو او غټو تر مخې د سیاسي بدلونونو، پېښو او څیرو د ښو بدو کړونو په اړه بحثونه وي، وړاندوینې وي ، هر بحث دوه ډلې لري چې د یو بل په مخالف لوري کې دریږي، ان کله ناکله د غه بحثونه په جګړو او سوک څپيړو بدلیږي، ډيری وخت ښځې هم دا ډول بحثونه د تناره په سر، په کورونو او محفلونو کې لري، دا هر څه ماشومان ویني او اوري، د بحث کوونکو احساسات او غبرګوونه درکوي، د هغوی د احساساتو له مخې د پېښو د ژور والي ، رېښتینوالي او ناوړه راتلونکي په اړه فکر کوي ، اندېښمن کیږي، واړه او معصوم زړونه یې له ډاره ریږدي.
ستونزه دلته ده چې د کور مشران هیڅکله دې ته پام نه کوي چې د دوی بحثونه او د سیاسي حالاتو په اړه وړاندوینې د دوی په معصومو ماشومانو څومره منفي اغیز شیندي؟ کېدی شي ډيری ماشومان خپلې اندېښنې او انګیرنې خپلو مشرانو سره شریکې نه کړي، دا د دې معنی نه لري چې دوی اغیزمن شوي نه دي، یا دوی واړه دي په دې خبرو نه پوهیږي، یا واړه دي نن خبره واوري سبا یې هیروي، هغه ماشومان چې اوري او ویني خو د ویلو زړه نه کوي ، یا دویلو حق نه لري او یا څوک یې د پوهولو لپاره وخت نلري اویا څوک نه غواړي دوی سم پوه کړي، هغوي ژر او ډير اغیزمن کیږي، د هغوی اندېښنې او ډآر نه یواځې داچې د وخت په تېرېدو سره له منځه نه ځي، بلکه د دوی په زړونو د یوه بوج په شا ن پاتیږي چې شونې ده په راتلونکې کې دوی ته اروايي ستونزې پېدا کړي، نو کورنیو په تیره پلرو نو ته اړینه ده چې لومړی خو د ماشومانو په وړاندې خپل تاوده سیاسي بحثونه ونه کړي او که بیا هم د هیواد کړکیچن حالات دوی اړ باسي چې سیا سي بحثونه وکړي نو لږ تر لږه دي د ماشومان شتون ته پام وکړي،او خپل بحثونه هغه لوري ته بو نه ځي چې اندېښنه پارونکی شي، په بحثونو کې دې له وړاندوینو نه تر خپله وسه ډ ډه وکړي، په بحثونو کې دې د سیاسي کرکټرونو په اړه دومره منفي دلایل نه وايي چې ماشومانو ته هغه نوم د کرکې او ډار وړ وګرځي، د بحث له جدیت نه دې مخنیوی وکړي او ماشومانو ته د نوي سیاسي بدلون په اړه داسې معلومات ورکړي چې هغوی ته هر سیاسي بدلون تر دې کچې ارزشتمن نشي چې دوی خپل راتلونکی ورپورې وتړي او یا دوی د ډار او کرکې احساس وکړي، یا دوی نهیلي شي. له سیاسي بدلونونو او پېښو نه د ماشومانو خبراوی یوه اړتیا ده خو مور او پلار باېد دغه خبراوي ته داسې بڼه ورکړي چې د دوی په اولاد یې منفي اغیز کم وي او دا ډول د دوی اولاد ته یو درواغجن امېد هم نه وي.