لیکوال: عصمت اصلاني فر
ژباړه: حمیدالله حمیدي
له ښوونځي مې، چې زوی راستون شو، ستړی او خپه ښکارېدو ویل یې، پلاره!
د ریاضي پر استاد سخت غوسه یم، نن یې رانه وغوښتل، چې د تفریح پر وخت باید په ټولګي کې له هغه زده کوونکو سره په ریاضي کې مرسته وکړم، چې ټنبل دي.
ترې ومې پوښتل، نو دا خو ښه خبره ده، د تفریح پر وخت دې له خپلو ملګرو سره مرسته کوه او د ریاضي سوالونه ور سره حلوه.
زوی مې وویل، په تفریح کې باید زه له کوره وړي خواړه وخورم، استراحت وکړم، تازه هوا واخلم تر څو په آرامه مغزو په راتلونکي درسي ساعت کې ګډون واکړای شم.
د زوی خبره مې راته قناعت بښوونکې ښکاره شوه ورته مې وویل، نو ولې دې دا خبره خپل د ریاضي ښوونکي ته ونه کړه؟ په ځواب کې یې وویل، چې نه شم کولای، که دا خبره ورته وکړم کېدای شي له مانه خپه شي.
ورته مې وویل، نو ته فکر کوې د دې لپاره، چې څوک در نه خپه نه شي باید د هغه ټولو غوښتنو ته مثبت ځواب و وایې او له خپلو حقونو تېر شې؟
زوی مې وویل، نه پوهېږم څه ډول خپل د ریاضي ښوونکي ته ځواب ورکړم، چې هم مې رانه ښوونکی خوابدۍ نه شي او هم مې له خپلو حقونو ننګه کړې وي؟
زوی ته مې وویل ته باید لومړی د جرآت او زړورتیا مهارتونه زده کړې او د ژوند په بېلا بېلو برخو کې ترې ګټه واخلې.
مخکې له دې چې درته و وایم څه ډول مې خپل زوی ته د جرآت او زړ ورتیا لارې چارې ور زده کړې راځئ لومړی پوه شو، چې زړورتیا او جرآت څه شی دی؟ او د لاسته راړلو او زده کولو لپاره یې کومې لارې چارې په کار دي.
په ژوند کې به له ډېرو داسې کارونو سره مخ شوي وئ، چې نه غواړئ تر سر یې کړئ، خو مجبور یئ او یا مجبور کړای شوي یئ. او ډیره کله مو د دا ډول کارونو په تر سره کولو سره خپل حق او حقوق تر پښو لاندې کړي دي.
اوس پر وخت جرآت او زړورتیا زده کړو، د ځان لپاره به مو دا اسانه کړې وي، چې په ورځني ژوند او یا هم په لوی عمر کې څه ډول هغه خلکو ته قناعت ورکوونکي ځوابونه ورکړو، چې غواړي پر موږ هغه کارونه تر سره کړي، چې زموږ د غوښتنو خلاف وي او په پایله کې یې زموږ حقونه تر پښو لاندې کېږي.
له پر ځای جرآت څخه مطلب دا دی، چې موږ خپل ځان ته اجازه ورکړې ده، تر څو له خپلو حقوقو څخه دفاع وکړو او ځان هغه څه ته ورسو و، چې غواړو یې.
کېدای شې له خپلو حقونو څخه د دفاع پر وخت له ځینو ستونزو او ننګونو سره مخ شو، خو دا چې څه ډول له هغو سره مقابله وکړو ښه دې چې له دې ډول لارو چارو څخه ګټه واخلئ.
هغه لارې چارې، چې عملي کول یې له تاسو سره په عزت نفس او له خپلو حقونو څخه په دفاع کې مرسته کوي عبارت دي له؛
* احساسات په مثبته لهجه، ډېرې آرامۍ او قانعت کووني ډول سره بیان کړئ.
* که امکان یې درلود د مقابل کس احساست هم په خپلو خبرو کې منعکس کړئ د بېلګې په توګه: « داسې ښکاري، چې تاسو خپه شوئ؟»
* په خپلو او د مقابل کس پر احساساتو تمرکز وکړئ.
* د خپل او مقابل کس د احاس ترمنځ توپیر په ګوته کړئ.
* له مقابل کس سره همدردي وکړئ، خو پام مو وي، چې ستاسو دغه همدردي په دې مانا نه وي، چې ګواکي تاسو د ځان لپاره بهانه لټوئ.
* بې له چون او چرا څخه د مقابل کس د احساساتو د منلو څخه ځان وژغورئ.
* ځان ډاډه کړئ، چې د مقابل کس احساساتو ته په مناسب ډول د رد ځواب ورکولای شئ.
* د انګېزې د توصیف پر ځای مخامخ د فرد په توصیف پیل وکړئ.
* په خپلو خبرو کې د لمس وړ عبارتونه او جملې وکاروئ.
* د مقابل کس سره د مثبتې رابطې لپاره د خپلو خبرو توازن په پام کې ونیسئ.
زوی ته مې وویل، ګرانه!
کولای شې نو روته مؤدبانه او قاطعانه ځوابونه ورکړې، داسې چې نه در څخه مقابل کس خوابدی شي، بلکې د دې لپاره، چې هغه درنه یوه بې مورده غوښتنه کړې ده د شرمندګۍ احساس وکړي.
د دې پر ځای، چې د ریاضي استاد ته دې «نه» و وایې:
* لومړی دې ورته خپل احساس بیان کړه او ورته و وایه: «زه خوشاله کېږم، چې له خپلو ټولګیوالو سره مرسته وکړم، تر څو دوی د ریاضي په درسونو کې پرمختګ وکړي.»
وروسته دې خپل اړتیاوې ورته په ګوته کړه او ورته و وایه: « د تفریح د زنګ په کړنګېدو سره باید زه خپله غذا وخورم ، تازه هوا واخلم تر څو وکولای شم، د راتلونکي درسي ساعت لپاره ځان اماده کړم.»
* ورسته ورته یو څه د وړاندیز په توګه و وایه: «استاده! هغه زده کوونکي، چې د ریاضي په درس کې ټنبل دي، ښه به وي، چې صنف په څلورو ګروپونو و وېشې او په هر ګروپ کې یو داسې کس شامل کړي، چې و کولای شي له خپل ګروپ سره د ریاضي په درسونو کې مرسته وکړي.»
ما او زوی مې دغه څه د هنرمندانو په څېر څو ځله له ځان سره تکرار کړل، یو ځل زه د خپل زوی په رول کې او زوی مې د ریاضي د استاد په رول کې کار وکړ او وروسته ما د استاد او زوی مې په خپل رول کې کار وکړ. تمرین مو د یوه طنز او ډیالوګ په څېر وکړ، د تمرین کولو پر وخت مو ډېر سره وخندل.
زوی مې له کچې زیات خوښ و او په بې صبرانه ډول دې ته په تمه و، چې څه وخت به یې د ریاضي بل درسي ساعت پیلېږي؟ تر څو وکولای شي په پوره جرآت او ادب سره خپل د ریاضي استاد ته قناعت ورکړي.
زوی ته مې یو بل څه هم په غوږ ورکړل، چې کېدای شي د ریاضي استاد درته د «نه» ځواب درکړي، پام دې وي، چې خوابدی نه شې.
څو ورځې وروسته مې زوی په ډیرې خوښۍ سره کوټې ته را ننوت، ویل یې پلارجانه! څه ډول مو چې تمرین تر سره کړی و په پوره جرآت او ادب سره مې د ریاضي له استاد سره خبرې وکړې، نه یوازې دا چې را نه خوابدی او خپه نه شو، بلکې ډیر خوښ شو او راته یې وویل، ای کاش، چې ما هم ستا په شان زوی درلودئ.