کتاب: د ماشوم ارواپوهنه
لیکوال: ډاکټر عبدالرؤف
ژباړه: رحمت شاه فراز
(اوومه برخه)
د ماشومانو په لوبو کې تنوع او بدلون ولې او په څه ډول رامنځته کېږي؟ د دې تر شا ګڼ لاملونه لاس لري. په هر عمر کې ماشومان له یوې ځانګړې لوبې سره زیاته علاقه ښيي. کمکی ماشوم له لاس او پښو وهلو ډېر خوند اخلي، چې لږ لوی شي د کاغذونو له تاوولو، اوبو شیندلو، د صابون پوکاڼې جوړولو او له چټي او بې معنا خبرو ډېر خوند اخلي. څه موده وروسته يې بیا له له وړو او لویو لوبو سره هم علاقه پیدا شي. ښوونځي ته چې لاړ شي، نو په لومړیو کې خو له نورو سره له لوبېدو شرمېږي، خو ورو، ورو د خپلو همزولو په لوبو کې برخه اخلي. دغه مهال د نوموړي د لوبو په ذوق کې ګڼوالی او بدلون پیل شي او له یوې نه زیاتو لوبو سره یې علاقه پیدا شي.
لوبې او جنسي عناصر
د ماشومتوب په لومړیو کې د هلکانو او نجونو په لوبو کې عموماً کوم ښکاره توپیر نه وي، خو په اته یا لس کلنۍ کې د جنسي عناصرو له امله د دوی په لوبو کې توپیر پیل شي. هلکان عموماً له هلکانو او نجونې له نجونو سره لوبې کول خوښوي او د لوبو د ملګرو په انتخاب کې ماشومان معمولاً خپل همجنسه او همزولو ته ترجیح ورکوي؛ نجونې له نانځکو سره لوبېږي، کورونه جوړوي، د واده تمثیلونه کوي، او هلکان له توپ او لښتو سره لوبېږي. تر بلوغت له مخه ماشومان له خپل مخالف جنس سره لوبېدل خپله کمزورتیا ګڼي او په همدې عمر کې د ماشومانو د داسې ډلو جوړېدو خطر هم رامنځته کېږي چې په راتلونکي کې په جرایمو اخته کېږي.
د نجونو پر لوبو ټولنیز بندیزونه
په زلمیتوب کې هلکان معمولاً له هغو لوبو سره علاقه ښيي چې مبارزه، زړورتیا، ځواک، ځیرکي او چالاکي پکې پکار وي، له یو بل سره د مخامخ مبارزې لوبې یې ډېرې زیاتې خوښېږي. نجونې هم غواړي چې همدا ډول لوبې وکړي. خو د ټولنې له وېرې خپلې لوبیزې بوختیاوې محدودې کړې او د خپل بدن په طبیعي کمزورتیاوو سربېره د ښځینه دودونو او چاپېریال تر بوج لاندې عموماً نجونې په داسې لوبو بسنه کوي چې ټوپونه او خېزونه پکې کم ترسره کېږي.
په لویدیځو هېوادونو کې د خلکو عام نظر ډېر زیات متمدن شوی. په دغو ټولنو کې پر نجونو باندې تفریحي بندیزونه لګول اوسمهال نا ظلم ګڼل کېږي. پایله يې دا ده چې هلته نجونې هم د «نارینه وو په لوبو» کې برخه اخلي، مثلاً په هاکي، ټېنس، والي بال، بایسکل ځغلونې، لوړ ټوپ اچونې، اوږد ټوپ وهنې او داسې نورو لوبو کې د آزادۍ له کبله د مغربي ښځو بدني روغتیا هم بهتره شوې. خو موږ ډېرې داسې لوبې لرو چې «نجونې يې نه کوي» په ویلو پرې بندیز لګېدلی دی. زموږ د هېواد د نجونو بدني روغتیا په ټولیز ډول ښه نه ده او په دوی کې د کمترۍ او احساس محرومیت د زیاتېدو یوه لویه وجه پر روا لوبو باندې د ناپوهه ټولنې بې ځایه بندیزونه دي. د خوښۍ ځای دی چې اوس دې لور ته یو ډول هیله بښونکې ویښتیا تر سترګو کېږي.
لوبې او ځیرکتیا
په لوبو کې ځیرکتیا هم لوی لاس لري او دا عام فکر چې له ذهني پوخوالي سره سره له لوبو سره علاقه کمېږي، ناسم ثابت شوی. ځیرک، کم عقل او د بېلا بېلو ذهني کچو ټول ماشومان ارومرو یوه نه لوبه کوي، بلکې ځیرک ماشومان په لوبو کې تر نورو ډېر ګډون کوي. له یو بل سره ګډ اوسېدل يې خوښېږي او له داسې بوختیاوو نه ډېر خوندي اخلي چې غور او فکر پکې ډېر او های و هوی پکې کم وي. دوی په یوازې ځان هم لوبې کوي او د خپلو همزولو په نسبت درس هم ډېر وايي. د نورو ماشومانو په پرتله ځیرک ماشومان د مبارزې له لوبو سره ډېره کمه علاقه ښيي. بل خوا، د لږ ځیرکو، کند ذهنه او بې عقله ماشومانو عموماً دا خوښېږي چې له لرې يې ننداره وکړي او د ځیرکتیا د کمښت له امله د لوبو په بېلا بېلو اړخونو باندې د پوهېدو وړتیا هم په دوی کې نه وي او ډېر کله ناکامه او جنګېره لوبغاړي راوځي. دغه ډول ماشومان که په ګډه هم لوبه کوي،نو تر ځان کم عمره ماشومانو سره يې کوي تر څو دبدبه يې پرې جوړه وي.
لوبې او توکمیز تعصب
د نړۍ په ګڼو سیمو کې لا هم د رنګ او توکم توپیر موجود دی. دغه توکمیز تعصب پر لوبو هم یو ناوړه اغېز پرېباسي، په کومو سیمو کې چې تر نن ورځې پورې له تورپوستو سره ناوړه چلند کېږي، هلته تورپوستي ماشومان د کمترۍ احساس د جبران لپاره په لوبو کې وړتیا ترلاسه کوي او هڅه کوي چې تر نورو وړاندې شي، تر څو له دې لارې د خلکو په سترګو کې د ځان لپاره درناوی او مقام پیدا کړي. ډېری تورپوستي حبشیان د کیسو او ټوکو په تېرولو کې وړتیا ترلاسه کړي. په همدې ډول د نورو وروسته پاتې قومونو ماشومان هم د لوبو په ډګر کې ځان یوه مقام ته ورسوي او د خپل قومي وروسته والي په ختمولو پسې پایڅې بډ وهي.
د توکمیز تعصب جنګونه د لوبو فضا هم زهرجنه کوي، ډېری وختونه د مظلومو قومونو ماشومان د ټولنې له خبرو او پېغورونو تر پوزې راشي له لوبو څخه له یوې مخې لاس پورته کړي. په دې ځای کې یوه ډېره په زړه پورې کیسه مې ذهن ته راغله. د لاهور په یوه کلي کې څو ماشومان په لوبو اخته وو. په دې کې یو څو ماشومان د چوړو د کورنۍ هم وو. همدې وخت کې وریځې راغلې، نو ماشومانو ټوپونه او خېزونه وهل پیل کړل او په لوړ غږ يې دا سندره پیل کړه:
اې خدایه باران واوروه.
زموږ په کور کې غله را زرغونه کړه
د چواړیانو کره چونګښې وټروه.
د چواړیانو ماشومانو چې ولیدل چې د لوبو مثبته او خوندوره فضا په دا بل مخ اوړي، نو د چواړیانو ماشومانو د خپلو خېمو په لور منډه کړه او دغه ماشومان يې په میدان پرېښودل. په کلو کې هم د «ټیټ نسل» خلک د ډول ډول تنګ نظریو ښکار وي. د «لوړ نسل» ډېری کلیوال خپل ماشومان د «ټیټ نسل» له ماشومانو سره له لوبو منع کوي.
لوبې او چاپېریال
ماحول هم د ماشومانو پر لوبو ښکاره اغېز ښندي. د معتدلو سیمو ماشومان د غرنیو ماشومانو برعکس عموماً مختلفې او جلا لوبې کوي. دغه راز، د محدودو سرچینو له امله د کلیوال ماشومانو لوبې د ښاري ماشومانو په پرتله ډېرې ساده او د شمېر له مخې خورا کمې وي. په همدې ډول ښار کې هم د تنګو او تیاره کوڅو او چټلو سیمو اوسېدونکو ماشومان د ازادې فضا له لوبو نه بې برخې وي. ښاري ماشومان چې یو څه را لوی شي، او د سینما لیدل پیل کړي، نو د مبارزې له لوبو سره يې لېوالتیا مخ په کمېدو شي؛ نو که دې وخت کې يې سمه لارښونه ونه شي، په هغوی کې د ټولنې ضد کارونو او مجرمانه رجحاناتو د زیاتېدو خطر رامنځته کېږي.
لوبې او موسم
لوبې له موسم سره هم ژوره اړیکه لري. د باراني موسم د بارانونو په ورځو کې کیسې لوستل، شیان پخول او کورنۍ لوبې زیات خوند لري. بل خوا، ژمي کې بیا ماشومان په واره ښویېدل، د واورې کورونه جوړول او باډیوې الوځول خوښوي. د پسرلي په موسم کې یې له ټوپ وهلو، پړي اوښتلو، پټ پټاني، څرخي تاوولو او بایسکل ځغلولو سره علاقه زیاته شي. په دوبي کې بیا چکر او ګرځندويي د دوی د لوبو لېوالتیا وګرځي. په دې سربېره، د همزولو معیار، د لوبو په باره کې د والدینو نظر، د هغوی ټولنیز او اقتصادي حالت، د کلي او ښوونځي چاپېریال، تر دې چې د ماشوم ورځنی لباس، روغتیا او خواړه هم د لوبو په ذوق کې د ښکاره توپیر د سبب ګرځي.
د ماشومتوب په دوره کې لوبې یوه بیخي فطري بوختیا برېښي، په ماشومانو کې د حرکت او منډو جذبه د لوبو په بڼه د اظهار مناسبه لاره ترلاسه کوي او دا هېڅ ضرور نه وي چې ماشومان لوبو ته وهڅول شي. لوبه که هر ډول وي، ماشومان يې د پایلې په اړه له غم کولو پرته بې باکه ترسره کوي؛ لوبې په اصل کې د ماشومانو د واقعي او طبیعي ارامتیا او خوښۍ دپاره دلچسپه موارد برابروي.