لیکواله: ولانتینا اوسېوا
ژباړونکی: ګل جان صابر
په یوه کور کې کوچنی هلک – وانیا، کوچنی نجلۍ – تانیا، سپی – باربس، هیلۍ -اوستینیا او چرګوړی – بوسکا اوسېدل.
یوه ورځ دوی ټول:هلک – وانیا، نجلی – تانیا، سپی – باربس، هیلۍ – اوستینیا، چرګوړی – بوسکا په انګړ کې په اوږده چوکۍ ناست وو.
وانیا ښي لوري ته وکتل، چپ لوري ته یې وکتل، پورته لوري ته یې وکتل. خواشینوونکې ده! هغه د تانیا کوڅۍ کش کړه.
تانیا خواشینې شوه غوښتل یې چې وانیا ته د دې کار ځواب ورکړي خو ویې ليدل چې وانیا لوی او ځواکمن دی.
تانیا باربس په پښه وواهه. سپی وکوړنجېد، خواشینی شو او داړې یې جینګې کړې. هغه غوښتل چې نجلۍ وداړي خو تانیا د ده څښتنه ده باید ویې نه داړي.
باربس د هیلۍ اوستینیا په لکۍ خوله ولګوله. هیلۍ وزر وټپول او خپلې بڼکې یې ببرې کړې. هغې وغوښتل چې چرګوړی بوسکا په مښوکه ووهي خو دا کار یې و نکړ.
باربس د هیلۍ څخه پوښتنه وکړه:
ـ هیلۍ اوستینیا، ته ولې بوسکا په مښوکه نه وهې؟ هغه خو ستا څخه کمزوری دی.
هیلۍ اوستینا ځواب ورکړ:
– زه ستا په څېر کم عقله نه یم.
سپي تانیا ته اشاره وکړه او ویې ویل:
– تر ما کم عقل هم شته.
تانیا چې دا واورېدل ويې ویل:
– تر ما کم عقل هم شته. هغې دا وویل او وانیا ته یې وکتل.
وانیا خپل څنګ ته وکتل خو هلته هېڅوک نه وو.