لیکواله: ولنتینا اوسیوا
د یوې کوچنی نجلۍ مور ناروغه وه. ډاکتر چې کله راغی ویې لیدل چې مور یو لاس خپل سر ته نیولی او په بل لاس کې يې نانځکه ده او لور ته یې وروړي. لور په خپله چوکۍ ناسته ده او مور ته وايي:
– زما د لوبو خښتې راکړه!
مور د غولي څخه خښتې ټولې کړې، په کوتي کې یې واچولې او لور ته یې ورکړې.
نجلۍ بیا غږ وکړ:
– نانځکه؟ زما نانځکه چېرې ده؟
ډاکتر چې دا ولیدل ویې ویل:
– تر هغو چې نجلۍ خپل د ساعت تېري څیزونه پخپله را وا نخلي مور يې نه روغېږي!