د چین د خلکو کیسه
ژباړونکی: ګل جان صابر
په ډېرو پخوا زمانو کې یو بزګر و. د بزګر کور د غره په لمنه کې و او د کر کیلې ځمکه یې د غره په بل لوري کې پرته وه. بزګر او د هغه اولادونه او لمسیان به هره ورځ د غره د ښي او یا کيڼ لوري په لاره خپلې ځمکې ته ورتلل. کروندې ته د ورتلو لاره ډېره اوږده وه او د دوی نيم وخت په تلو او راتلو تېرېدو. دوی ټول به چې هر وخت خپلې ځمکې ته تلل او راتلل نو په غره به ډېر په غوسه وو خو هېڅ یې نه شوه کولی.
یوه ورځ بزګر خپل ټول زامن، لوڼې او لمسیان را ټول کړل او هغوی ته یې وویل:
– دا غر چې زموږ د کور څنګ ته پروت دی زما نیم عمر یې خوړلی دی. همداسې به ستاسو، ستاسو د اولادونو، لمسیانو او کړوسیانو عمرونه هم خوري. د ټولو نیم عمر به د دې غره د شتون له امله بې ګټې تېرېږي. دا کار نور د زغملو نه دی. راځی چې دا غر څيرې کړو او په منځ کې یې لار وباسو. هغه وخت به موږ په سیخه لار خپلې ځمکې ته په تلو او راتلو لږ وخت تېروو. د هغه وخت په سپما چې موږ یې خپلې خمکې ته د غره په یوه او یا بله خوا په تلو را تلو تېروو کولای شو د ځان او نورو خلکو لپاره ډېر ګټور کارونه وکړو. تاسو په دې کې څه وایاست؟
ټولو په خوښي د نیکه خبره ومنله خو یوازې سپین سرې، د بزګر مېرمنې د هغه خبره و نه منله او ویې ویل:
– دا شونې ده چې دا غر له لارې ایسته شي! د دې کار لپاره ستاسو ژوند بسنه نه کوي.
د سپین سرې په ځواب کې ټولو په یوه آواز وویل:
– انا جانې، ته ځکه دا خبره کوې چې ډېره لږ په دې اوږده لار کروندې ته ځې، ته ډېر وخت په کور کې ناسته وې!
د انا په خبره هېچا هم باور ونکړ او ټولو پرېکړه وکړه چې همدا اوس په کار پیل وکړي.
کلیوال د سپین ږیري د کورنۍ په دې پرېکړه خوشاله شول، یوې کونډې لومړی خپل ځوان او ځواکمن زوی دوی ته د مرستې لپاره ور ولېږلو. په هغه پسې د کلي نور اوسېدونکي هم ورغلل.
یوه شتمن سپین ږیري چې ځان یې ډېر هوښیار بللو، دا کار بې ګټې و ګڼلو او بزګر ته یې وویل:
– تا بې ځایه فکر کړی. ته چې سپین ږیری یې او پښې د د قبر په غاړه دي څرنګه د دا فکر وکړ؟ ته په خپل ټول پاتې عمر کې د دې غره ملیونمه برخه هم نه شې لیرې کولی. د غره په څوکه کې ډېرې لویې، لویې پرښې دي، انسان کولی شي چې دا پرښې له مخې ليرې کړي؟
بزګر هغه ته وویل:
– زه پوهېږم چې سپین ږیری یم او عمر مې ډېر نه دی پاتې. زه ډېر زامن لرم چې هغوی هم ډېر، ډېر اولادونه لري. زما د اولادونو اولادونه به هم اولادونه لري او همداسې به پسې ډېرېږي او ډېرېږي… خو غر نه لویېږي. که زه له هغه څخه يو ټوټه ليرې کړم نو د هغې ځای په غره کې تش پاتې کېږي. که چېرې موږ ټول دا کار وکړو نو نه شو کولی چې غر له مخې لیرې کړو؟ زموږ ټولو د دې کار په پایله کې به داسې وخت راشي چې خلک به دې ته نه وي اړ چې د غره د یو او یا بل اړخ په اوږده لاره ولاړشي، ټول به په سیخه لار د غره بل لوري ته ځي.