ژباړونکی: ګل جان صابر
یوه ورځ پاولیک او کوتکا( د هلکانو نومونه دي) سره ملګری شول او دواړه د سیند لوري ته د کبانو د نیولو له پاره ولاړل. په دې ورځ بخت له دوی سره ياري ونکړه، يوه کب هم چنګک په ټونګه و نه واهه. کله چې دوی بېرته د کورونو لوري ته را روان شول په لاره کې د کلخوز(په پخواني شوروي اتحاد کې کرنیز کوپراتیفونه وو) پالېز ته ور وګرزېدل او جېبونه یې د بادرنګو څخه ډک کړل.
د کلخوز سپين ږیري ساتونکي دوی وليدل، شپېلک یې پسې وکړ خو دوی له هغه څخه وتښتېدل. کورونو ته په لاره پاولیک له ځان سره فکر وکړ چې که په کور کې په دې پوه شي چې ده د پردي پالېز څخه بادرنګ شکولي دي هرو مرو به یې ورټي، له همدې امله هغه خپل بادرنګ کوتکا ته ورکړل.
کوتکا کور ته په ډېره خوشالی راغی:
– مورې، ما تا ته بادرنګ راوړل.
مور چې کوتکا ته وکتل ویې لیدل چې جېبونه یې له بادرنګو ډک دي، په لمن کې یې بادرنګ دي او دوه لوی بادرنګ یې لا په لاس کې هم نیولي دي. مور له هغه څخه پوښتنه وکړه:
– دا دومره بادرنګ د له کوم ځایه راوړل؟
– له پالېزڅخه.
– له کوم پالېز څخه؟
– هلته د سیند تر څنګ د کلخوز څخه.
– تا ته چا اجازه درکړه چې بادرنګ راوشکوې؟
– هېچا، ما پخپله راوشکول.
– دا په دې مانا ده چې را غلا کړي د دي؟
– نه. غلا کړي مې نه دي، هسې مې. . . پاولیک شکول نو ما به نه راشکول؟ ما هم را وشکول.
کوتکا له جېب څخه د بادرنګو په را ایستلو پیل وکړ.
مور ورته وویل:
– ودرېږه، ودرېږه! بادرنګ له جېبه مه را وباسه.
– ولې؟
– همدا اوس یې بېرته یوسه!
– زه هغه چېرې یوسم؟ بادرنګ په بیارو کې رالوی شوی وو، ما هغه راوشکول وروسته له دې هغوی په بیارو کې هم نه را لوئېږي.
– پروا نه لري، ور یې وړه او په همغه بیارو کې یې کېږده له کومو څخه د چې راشکولي دي.
– زه به هغه وغورځوم.
– نه، ته نه شې کولی چې هغه وغورخوې! تا دا بادرنګ نه کرلي او نه د رالوی کړي دي نو ځکه ته دا حق نه لرې چې هغه وغورځوې.
کوتکا په ژړا شو او ویې ویل:
– هلته د پالېز ساتونکی دی. هغه په موږ پسې شپېلک وکړ خو موږ ځنې را وتښتېدلو.
– وينې چې څه مو کړي! که چېرې هغه تاسو نیولي وای؟
– هغه موږ نه شوو را نیولی، هغه سپین ږیری نیکه دی.
مور ور ته وویل:
– ته نه شرمېږې! نیکه د دې بادرنګو مسئولیت لري. کله چې مالومه شي چې بادرنګ کم شوي نو وایي به چې نیکه ملامت دی. دا به ښه کار وي؟
مور بادرنګ د کوتکا په جېبونو کې ور اچول، کوتکا ژړل او ویل یې:
– زه نه ځم! د نیکه سره ټوپک دی. هغه به ما وولي او مړ به مې کړي.
– پرېږده چې تا مړ کړي! دا ښه ده چې زه هېڅ زوی و نلرم، نه دا چې زوی مې غل وي.
– مور جانې راځه ته هم راسره ولاړه شه! بېرون تیاره ده، زه وېرېږم.
ـ بادرنګ د چې راوړل خو نه وېرېدلې؟
موردوه بادرنګ چې د کوتکا په جېب کې نه ځایېدل هغه ته په لاس کې ورکړل، د کور د دروازې څخه یې وایست او ورته ویې ویل:
– یا بادرنګ بېرته وروړه او یا بیا کور ته مه راځه ، ته زما زوی نه یې!
کوتکا بېرون ته راووت او ورو، ورو په کوڅه کې روان شو.
بېخي تیاره شوه. «کوتکا شاو خوا وکتل له ځان سره یې پرېکړه وکړه: بادرنګ به په ویاله کې و غورځوم او مور ته به ووایم چې ور مې وړل. نه، ور وړم یې، کوم څوک به مې وویني او برسېره پر دې نیکه به هم زما له امله له ستونزې سره مخامخ شي».
کوتکا په کوڅه کې روان و، ژړل یې او ډېر وېرېده.
«پاولیک ښه کار وکړ، خپل بادرنګ یې ما ته راکړل او اوس به کرار کور ناست وي. ګومان کوم چې هغه به هېڅ نه وېرېږي».
کوتکا د کلي څخه ووت او په کروندو کې روان شو. شا وخوا هېڅوک نه وو. له ډېرې وېرې په دې پوه نه شو چې څرنګه تر پالېز پورې راورسېد. د څپرې څنګ ته ودرېد او په لوړ غږ یې ژړل.
د پالېز ساتونکي د کوتکا د ژړا غږ واورېد، هغه ته راغی او پوښتنه یې ځنې وکړه:
– ولې ژاړې؟
– نیکه جانه، ما بادرنګ بېرته راوړل.
– کوم بادرنګ؟
– هغه چې ما او پاولیک شکولي وو. مور مې ویل چې بېرته یې دلته راوړم.
سپین ږیری حیران شو:
– ښه داسې خبره ده. ما تاسو ته شپېلک وکړ خو تاسو بیا هم بادرنګ یووړل. ښه کار مو و نکړ!
– پاولیک وشکول، ما هم وشکول. هغه ما ته خپل بادرنګ هم راکړل.
– ته پاولیک ته مه ګوره، په خپله باید پوه شې. وروسته له دې داسې مه کوه. بادرنګ ما ته راکړه او ته ورځه خپل کور ته.
کوتکا له جېبونو بادرنګ را وایستل او د پالېز په جویه کې یې واچول.
سبین ږیری پوښتنه وکړه:
– ټول همدا بادرنګ وو؟
کوتکا ځواب ورکړ: نه. . . یو کم دی. هغه دا وویل او بیا یې په ژړا پیل وکړ.
– ولې یو کم دی، هغه څه شو؟
– نیکه جانه، یو بادرنګ ما وخوړ، اوس به څه کېږي؟
– نو څه به کېږي؟ هېڅ به نه کېږي. چې و دې خوړ دارو د شه.
– نیکه جانه، دا چې یو بادرنګ کم دی تا ته خو به څه ستونزه نه پېښېږي؟
نیکه موسکی شو او ویې ویل:
– ته څه وایې! د یوه بادرنګ نشتوالی هېڅ پروا نه لري، خو که چېرې تا دا نور نه وای راوړي هله به نو خبره بل ډول وه.
کوتکا د کور لوري ته منډه کړه. لږ چې ولاړ ودرېد او په لوړ غږ يې چیغه وکړه:
– نیکه حانه! نیکه جانه!
– څه وایې؟
– دا دی هغه بادرنګ چې ما خوړلی و، اوس نو څه وایې- ما هغه پټ کړی او که نه؟
نیکه وویل:
– ام! خبره داسې ده! نو څه، تا هغه نه دی پټ کړی.
– ولې؟
– داسې یې وشمېره چې ما تا ته دا بادرنګ ډالۍ کړی.
– مننه، نیکه جانه! زه نور ځم.
– ورځه، ورځه، بچیه.
کوتکا په ټول توان د هموارو ځمکو له لارې منډه کړه، د ژورې څخه تېر شو، د سیند په پله پورېوت او په کلي کې ورو، وروخپل کور ته راورسېد. هغه په زړه کې خوشاله و.