وايي سقراط به ډير وخت د اتن ښار په دروازو کې کيناست او له خلکو سره به يې خبرې کولې. يوه ورځ ورته له لرې ځای څخه يو کس راغی او ورته ويې ويل: زه غواړم ستاسو په ښار کې واوسېږم، د دې ځای څنګه خلک دي؟
سقراط ورته وويل: خپله ستاسې د سيمې خلک څه ډول دي؟
راغلي کس وويل: چندانې ښه خلک ندي. دروغ وايي، د يو بل حق خوري او غلاوې کوي. له همدې امله غواړم هغه ځای پرېږدم.
سقراط وويل: د دې سيمې خلک هم کټ مټ همداډول دي، لکه څنګه چې ستاسو د سيمې دي.
سړی لاړ، څو شيبې وروسته بيا راغی او له سقراط څخه يې بيا هماغه پوښتنه وکړه.
سقراط ورته وويل: خپله ستاسې د سيمې خلک څه ډول دي؟
هغه کس وويل چې سقراط ته بل ډول ځواب وکوم، ويل: ښه خلک دي له يو بل سره مرسته کوي او ډير ريښتوني دي.
سقراط وويل: ددې ځای خلک هم همداډول ډول دي.
دې کس ته په زړه کې پوښتنه پيدا شوه چې سقراط ولې دا ډول ځوابونه ورکړل، کوم چې ده همدا ډول پوښتنې ترې وکړې.
سقراط وويل: چرې چې ځې هماغه شين آسمان به ګورې. مونږ نړۍ ته په هغه ډول ګورو کوم چې مونږ خپله يو او په نورو کې هغه څه ګورو کوم چې په مونږ کې خپله وي.
که چېرې انسان مثبت، مهربانه او با اخلاقه وي، هر چيرې چې لاړ شي همداډول انسانان او موقيعتونه به خپلوي. که چېرې انسان بد اخلاقه، منفي او بد خويه وي، هر چيرې چې لاړ شي همداډول شيان به جذبوي.
ښه انسانان په نيکمرغۍ پسې چېرې نه ځي؛ بلکې نيکمرغي په خپله ايجادوي. که خپله ځان بدل نکړو، نړۍ نه بدلیږي.