يو مسافر په لاره روان و، چې يو جومات ته ورسيد. له ځان سره يې وويل لږ به دمه وکړي او اوده به شي. مسافر د جومات په کونج کې سر کیښود او خپله غوټه يې د بالښت لاندې کيښوده.
جومات ته دوه کسه راننوتل هغه يوه يې بل ته وويل، راځه دغه سره زر د جومات د ممبر شاته کيږدو، کله مو چې په کار شول له دې ځايه به يې راواخلو.
هغه بل کس وويل: هسې نه داکس ويښ وي او زمونږ له تګ وروسته دغه سره زر راواخلي؟.
لومړي کس وويل: د اوده سړي سر خواته به لاس او پښه ووهو که چيرې يې سر راپورته کړ نو پوهه شه چې ويښ دی او که څه يې ونه ويل نو سړی اوده دی، خپل سره زر به پټ کړو.
دوه کسه د مسافر سر ته ودرېدل لاس او پښې يې ووهلې، مسافر له ځان سره وويل د سرو زرو د تر لاسه کولو همدا چانس دی، ځان يې په درانه خوب واچاوه. دوه کسه لاړل د ممبر شاته يې څه کيښول او له جومات څخه ووتل.
مسافر راپورته شو، د سرور زرو د اخيستلو لپاره د ممبر لوري ته ورغی، ټول ځايونه يې وپلټل خو سره زر يې پيدا نکړل.
بيرته خپل ځای ته راغی او اراده يې وکړه چې له جومات څخه روان شي. د سفر غوټه يې پورته کوله، ګوري چې په غوټه کې يې پيسې نشته. پوه شو چې هغو دوو کسانو ترې وړي او په دام کې غورځيدلی.
پايله: ډير انسانان په رڼو سترګو او په ويښه خپل فرصتونه له لاسه ورکوي. دوی خپل ځان او خپل استعداد ته په سپکه ګوري او د خپل ځان هوساينه او بقا په نورو کې ګوري، په اخر کې خپل شته هم له لاسه ورکوي.