يو وزير د غلامانو مارکېټ ته ورغی تر څو يو غلام واخلي او ازاد يې کړي. وزير يوه غلام ته ودرېد او پر مخ يې لاړې ور توف کړې. غلام سرښکته کړاو وزير ته يې احترام وکړ.
وزير بل غلام ته ودرېد او په مخ يې کلکه څپېړه ورکړه،غلام لاس پورته کړ وزير ته يې څپېړه ورکړه.
وزير ووېل دغه غلام اخلم او ازادوم يې.
نوکرانو يې وزير ته ووېل: وزير صيب کوم غلام چې تاته احترام وکړ هغه دې پرېښود او کوم غلام چې څپېړه درکړه هغه ازادوې؟
وزير وويل: هغه غلام چې ماته يې څپېړه راکړه د هغه په سر کې د ازادي فکر وو، باید غلام پاتې نشي او هغه چې ماته يې احترام وکړ د هغه په سر کې د غلامۍ فکر و، باید غلام پاتې شي.
پايله: که هر څوک يې، په هر حالت کې يې فکر د ازاد انسان کوه چې ازاد وګرځې.