لیکوال: پېرمیاک ای.ا.
ژباړونکی: ګل جان صابر
ووا ( د هلک نوم دی) ټینګ او غښتلی هلک و. ټول له هغه څخه وېرېدل. ولې به نه ځنې وېرېدل! هغه خپل ملګري وهل. نجونې به یې په غولکه ویشتلې. لویان یې وېرول او د هغوی پېښې یې کولې. د سپي په لکۍ به یې پښه اېښووله. د پشۍ یې برېتونه ایستل. چیژګی یې تر المارۍ لاندې ننه ایسته. ان له انا سره یې هم بې ادبي کوله.
ووا له هېچا نه وېرېدو. هېڅ څه د ده لپاره وېروونکي نه و. نوموړي په دې ډېر ویاړ کاوه. خو دا ویاړ یې ډېر اوږد نه شو.
داسې وخت راغی چې هلکانو له ووا سره لوبې نه کولې، هغه یې یوازې پرېښود او بس. ووا جینکیانو ته ورغی. جینکیانو هم سره له دې چې ډېرې مهربانې وې، له ده څخه مخ وګرزاوه.
ووا سپي ته ورغی خو هغه په کوڅه کې ځنې منډه کړه. ووا وغوښتل چې له پشۍ سره لوبې وکړي خو هغه د الماری سرته وختله او په خپلو شنو سترګو یې په خواشیني ده ته کتل.
ووا وغوښتل چې د المارۍ له بېخ څخه چیژګی را وباسي. هغه کله هلته و! چیژګی لا مخکې بل کور ته د اوسېدو لپاره تللی و.
ووا انا ته ورغی. خواشینې انا خپل لمسي ته سترګې هم ور پورته نه کړې. سپین سرې په کونج کې ناسته ده، جورابې اوبي او خپلې اوښکې پاکوي.
د ډېرو وېروونکو وېروونکي څه چې په نړۍ کې وي را منځ ته شول:
ووا یوازې پاتې شو.