لیکواله: یېوګېنیا خوچینسکایا
یوه ورځ ښو او بدو خبرې سره کولې. بدو وویل:
– ته هسې په کيسو کې زما په پرتله بریالی ښکارې خو په ژوند کې برعکس ده، زه تر تا ځواکمن یم. ته وګوره شاوخوا څومره ډېربد دي: جګړې، غلاوې، شخړې، ناروغی.
په دې وخت کې کینې بدو ته وویل:
– ډېرې غورې مه کوه! ته بې له ما څخه هېڅ هم نه یې. زما له برکته ته داسې ځواکمن یې. زما له برکته خلک ناوړه کړنو ته لاس اچوي.
حرص هم په خبرو کې ورګډ شو او کینې ته یې وویل:
– دا یوازې ته نه یې، زه هم له بدو سره مرسته کوم. دا زما برکت دی چې خلک هېڅ نه مړېږي. انسانان که هر څه هم ولري خو بیا هم د یو څه کموالی احساسوي، له همدې امله جګړې کوي. زه او ته دواړه د بدو ډاډمن ملګري یو. یو بل څه هم شته چې هغه دښمني ده. دښمني هم ډېره ځواکمنه ده، هېڅ نه پوهېږې چې هغه کله رامنځ ته کېږي. خو کله چې ځان راښکاره کړي نو بیا شا وخوا هرڅه له منځه وړي.
ښو له دوی سره په دې خبرو کې موافقه ونکړه او ویې ویل:
– تاسو چې هر څومره ووایاست خو زه ستاسو څخه ځواکمن یم. که چېرې په نړۍ کې بد د ښو په پرتله ډېر وای نو انسانانو به ډېر وختي یو او بل له منځه سره وړي وای او اوس به په نړۍ کې هېڅ هم نه وو. ټولې جګړې په پای کې په سوله پای ته رسېږي.
تاسو خپل شاوخوا ته وګوری چې زه څومره ناشوني څه را منځته کوم. ته، کينې ، کله کله وایې چې زه(سپینه) او دومره ډېره بده نه یم. او ته حرصه، ځان ان ګټور هم ښیې او وايې چې په زده کړه کې حرص ښه دی. دښمني خو لا وایي چې زما او مینې تر منځ یو ګام واټن دی. په دې ډول تاسو ټول غواړی چې ځانونه ښه وښیی.
زه هم ملګري او مرستندویان لکه زړه سوی، سخاوت او مینه لرم.
زړه سوي وویل:
– زما هر وخت په ټولو زړه سوځي. که چېرې ما توان لرلی ما به له هر چا سره مرسته کړې وای. زه اوس هم ډېر څه کوم. زما له برکته ده چې خلک په خپل ځان باور له لاسه نه ورکوي، یو د بل ملاتړ کوي او له ډېرو ستونزمنو حالاتو څخه ځانونه راباسي.
سخاوت وویل:
-زه هم له ښو سره مرسته کوم. خلک څومره ډېرې پیسې او بشری ځواک د ښو کارونو د سرته رسولو له پاره لګوي! کله کله که اړتیا شي خپل هغه وروستي څه ورکوي چې لري یې! دا ټول زما له برکته دي!
مینې په کراره وویل:
– زه په ټوله نړۍ واکداري لرم. له همدې امله ټول وایي چې ښه ده چې مينه په نړۍ کې شته. انسان بې له مینې بېخي انسان نه دی. مینه د انسان ښه رابرسېره کوي، هغه ته ځواک ورکوي او د ښو کارونو کولو ته یې هڅوي.
کینه ، حرص او دښمني چوپ پاتې شول او داسې څه یې نه لرل چې له ښو سره مخالفت وکړي.
اوس نو تاسو قضاوت وکړی چې په دې خبرو اترو کې څوک بریالي شول.