لیکوال: میخایل زوشچینکا
ژباړونکی: ګل جان صابر
ما ډېر پخوا زده کړې کړې دي. په هغه وخت کې چې ما زده کړې کولې جمنازیا (په پخوا وختونو کې یې د منځنیو زده کړو ښوونځي ته جمنازیا ویل) ښوونځي وو. ښوونکو به د هر لوست د پوښتنو نومرې د زده کوونکو په کتابچو
کې لیکلې. هغوی به د پوښتل شوې لوست د ځواب په مقابل کې يو عددـ له یوه څخه تر پينځو پورې لیکه.
زه چې کله د جمنازیا په چمتو کوونکي ټولګي کې شامل شوم ډېر وړوکي- اووه کلن وم. زه جمنازیا ته د شامېلېدو په وخت کې په هېڅ نه پوهېدم چې هلته به څه وي.
یوه ورځ ښوونکي موږ ته وویل چې دا شعر په یاد زده کړو:
سپوږمۍ د کلي د پاسه په خوښي ځلېږي
سپینې واورې په آبې ځلا ځلېږي
ما دا شعر په یاد زده نه کړ او دا مې هم وانورېدل چې ښوونکي څه وویل. ما ځکه څه وانورېدل چې زما څټ ته چې هلکان ناست و کله به یې زه په ورمېږه کې په کتاب وهلم، کله به يې زما غوږونه په رنګ لړل، کله به یې له وېښتانو کشولم او کله به چې زه ناڅاپه پورته شوم نو زما په ځای به يې پنسل او یا کوم بل څه اېښوول چې زه په هغه ورکېنم او خوږ شم.
زه به له همدې امله په ټولګي کې وېرېدلی او چورتي ناست وم او تل به مې دېته غوږ نیولی و چې زما تر څټ هلکان زما په برخه کې بیا د څه کولو فکر کوي.
ښوونکي په دا بله ورځ ، لکه قصداً چې وي، ما ته وویل چې زه هغه شعر په یاد
ووایم چې پرون يې را ته ویلي و.
زما نه یوازې دا شعر زده نه و بلکه فکر مې هم نه شو کولی چې داسې شعر شته. ما له وېرې دا جرئت هم و نشو کړی چې ښوونکي ته ووایم چې زما دا شعر نه دی زده. زه حیران د خپل مېز شا ته ولاړ وم او یوه کلیمه مې هم له خولې و نه وتله. په دې وخت کې هلکانو ما ته د شعر په نقل راکولو پیل وکړ او ما هم بند بند هغه څه ویل چې دوی تر شوندو لاندې نقل را کاوه.
زه په دې ورځ سخت والګي نیولی وم، په یوه غوږ مې هېڅ ښه نه اورېدل له همدې امله په هغه څه په سختي پوهېدم چې هلکانو را ته ویل.
لومړي څو فرده مې څه نا څه وویل خو کله چې وار دې فرد ته را ورسېد:«صلیب تر ورېځ لاندې لکه شمه ځلېږي»، ما هغه داسې وویلو:«تر بوټانو لاندې غږ لکه شمه دردېږي».
په دې وخت کې ټولو هلکانو وخندل. ښوونکي هم وخندل او ویې ویل:
– د ورځنیو نومرو کتابچه د ما ته راکړه! زه به په هغې کې تا ته ۱ نومره درکړم.
ما وژړل ځکه چې دا زما لومړنی ۱ نومره وه او زه تر اوسه په دې نه پوهېدم
چې دا څه مانا لري.
د لوست له پای ته رسېدو وروسته زما خور لېولیا په ما پسې راغله چې دواړه یو ځای کور ته ولاړ شو.
ما په لاره خپل د شا د بکس څخه خپله د نومرو کتابچه را وایستله، هغه مخ مې
راواړاوه چېرې چې ۱ پکې لیکل شوی و او لیولیا ته مې وویل:
– لیولیا، ته وګوره دا څه دي؟ دا ما ته ښوونکي د «سپوږمۍ د کلي د پاسه په خوښی ځلېږي»شعر د ویلو له امله لیکلي دي.
لیولیا زما کتابچه وکتله، ویې خندل او ویې ویل:
– مینکا، دا ښه څه نه دي! ښوونکي تا ته په روسي ژبه کې یوه نومره درکړې. دا دومره بده ده چې زه فکر نه کوم چې دوې اوونی وروسته به تا ته پلار ستا د زیږېدو په ورځ د عکس اخیستلو کامره درکړي.
ما وویل:
– نو زه څه وکړم؟
– زما یوې ټولګیوالې د نومرو په خپله کتابچه کې هغه پاڼه چې یوه نومره پکې ورکړ شوې وه د بلې پاڼې سره سرېښ کړې، پلار یې چې هر څومره خپله ګوته په لاړو ورته لمده کړې وه هغه پاڼې یې نه وې سره بېلې کړې نو ځکه یې نه و ليدلې چې هلته څو نومرې لیکل شوې دي.
ما وویل:
– لیولیا، دا ښه نه ده چې خپل مور او پلار تېرباسو!
لیولیا وخندل او کور ته ولاړه. زه په خواشینی سره د ښار بڼ ته ولاړم، هلته په
اوږده چوکۍ کېناستم، خپله د ورځنیو نومرو کتابچه مې را وایستله او په وېره مې
لیکل شوي ۱ ته وکتل.
زه په بڼ کې ډېر کیناستم او بیا وروسته کور ته روان شوم. کله چې کور ته را ورسېدم را په یاد شول چې د خپلو ورخنیو نومرو کتابچه مې په بڼ کې په اوږده چوکۍ پرېیېښې ده. زه په منډه بېرته بڼ ته ورغلم خو هلته په اوږده چوکۍ زما کتابچه نه وه. زه په لومړي سر کې ووېرېدم خو بیا خوشاله شوم چې وروسته له دې به زما سره هغه کتابچه نه وي چېرې چې دا وېرونکی ۱ لیکل شوی دی.
زه کور ته راغلم او پلار ته مې وویل چې خپله د ورځنیو نومرو کتابچه مې ورکه کړې ده. لیولیا چې زما دا خبرې واورېدې ویې خندل او ما ته یې سترګک وواهه.
په بله ورځ چې ښوونکی پوه شو چې ما خپله کتا بچه ورکه کړې ده بله کتابچه یې راکړه.
ما کتابچه په دې هیله پرانیستله چې په هغې کې به نور بد څه نه وي لیکل شوي خوهلته د روسي ژبې په مقابل کې ۱، تر پخوا لا ډېر روښانه لیکل شوی و.
زه په دې ډېر وځورېدم او دومره غوسه راغله چې کتابچه مې زموږ په ټولګي کې د ولاړې المارۍ څټ ته وغورځوله.
دوې ورځې وروسته ښوونکی پوه شو چې زما سره دوهمه کتابچه هم نه شته، نو ما ته یې نوې کتابچه راکړه. ښوونکې په نوې کتابچه کې ما ته د روسي ژبې پر ۱ نومره برسېره په چلن(اخلاق) کې هم ۲ نومرې راکړې وې. هغه ماته وویل چې زما پلار باید هرو مرو زما د ورځنیو نومرو کتابچه وګوري.
ما چې کله د درسونو د پای ته رسېدو په وخت کې لیولیا ولیده هغې ما ته وویل:
– دا دروغ نه دي چې موږ د یو څه وخت له پاره د کتابچې پاڼې سره سرېښ کړو. وروسته له یوې اونۍ، ستا د زیږېدو په ورځ چې ته د عکس اخیستلو کامره تر لاسه کړې، موږ به د کتابچې پاڼې بېرته سره خلاصې کړو، پلار ته به یې ور وښیو چې په هغو کې څه دي.
ما ډېره آرزو لرله چې د عکس اخیستلو کامره تر لاسه کړم نو ځکه ما او لیولیا زما د کتابچې د بد برخلیک د پاڼو څنډې سره سرېښ کړې.
ماښام پلار وویل:
– ته ما ته ستا د ورځنیو نومرو کتابچه راوښیه! ما ته په زړه پورې ده پوه شم چې تا خو به کوم چېرې ۱ نومره نه وې اخیستې؟
پلار کتابچه وکتله خو کوم بد څه یې په کې و نه لیدل ځکه چې د کتابچې پاڼې سره سرېښ وې.
هغه وخت چې پلار زما کتابچه کتله زموږ د کور په زینو کې کوم څوک را پورته شول او زنګ یې وواهه. کله مو چې دروازه پرانیستله یوه ښځه ولاړه وه. هغې زما پلار ته وویل:
– تېره ورځ زه د ښار په بڼ کې ګرزېدم او په اوږده چوکۍ مې د ورځنیو نومرو کتابچه پیدا کړه. په کتابچه د کورني نوم له مخې مې پته پیدا کړه او کتابچه مې دلته راوړه. دا کتابچه خو به ستا زوی نه وي ورکه کړې.
پلار کتابچه وکتله، هلته یې ۱ نومره ولیدله او په هر څه پوه شو. هغه پر ما غالمغال ونکړ بلکه په کرار یې را ته وویل:
– هغه خلک چې په درواغو او تېر ایستلو مخکې ځي نور په ځان پورې خندوي، ځکه چې ژر یا وروسته د دوی درواغ را څرګندېږي. په نړۍ کې داسې پېښه نه ده شوې چې درواغ د هېڅکله نه وي را څرګند شوي.
زه د پلار مخ ته د خرچنګ په څېر تک سور ولاړ وم او د هغه آرامو خبرو ډېر شرمولم. ما وویل:
– یوه بله خبره هم واوره: ما خپله دریمه کتابچه چې یوه نومره پکې لیکل شوې وه په ښوونځي کې د کتابونو د المارۍ څټ ته غورځولې ده.
پلار د دې په ځای چې په ما نور هم په غوسه شي، موسک شو او وغوړېد. هغه زه په لاسونو کې پورته او ښکل کړم.
پلار وویل:
– دا چې تا په دې اقرار وکړ زه ډېر خوشاله شوم. ته په دې پوه شوې چې دا به ډېر وخت پټه پاتې نه شي. دا خبره ما په دې باوري کوي چې ته به وروسته له دې دروغ ونه وايې. زه له همدې امله تا ته د عکسونو د اخیستلو کامره ډالۍ کوم.
لیولیا چې دا خبرې واورېدې فکر يې وکړ چې د پلار فکر بدل شوی او وروسته له دې موږ ته ډالۍ په ۵ نومرو نه بلکه په ۱ نومره راکوي، نو ځکه هغه پلار ته ورغله او ورته ویې ویل:
– پلار جانه، ما هم نن په فزیک کې ۲ نومرې یوړې ځکه چې درس مې نه و زده کړی.
د لیولیا اټکل سم نه و. پلار په هغې په غوسه شو، له خپلې کوټې څخه یې وایستله او ور ته ویې ویل چې ژر تر ژره خپل کتاب ته کېني.
ماښام چې کله موږ پرېوتلو ناڅاپه د دروازې زنګ ووهل شو.
زما ښوونکی زما پلار ته راغی او هغه ته یې وویل:
– موږ نن ټولګی پاکولو او د کتابونو د المارۍ تر څټ مو ستا د زوی د ورځنیو نومرو کتابچه پیدا کړه. تاسو ته څرنګه دا دروغجن او دوکه کونکی کوچنی ګران دی چې خپله کتابچه یې له دې امله د الماری څټ ته غورځولې ده چې تاسو یې ونه وينی؟
پلار وویل:
– ما ته د دې کتابچې په برخه کې خپل زوی کيسه وکړه. هغه په خپله ما ته د خپلې دې کړنې اقرار وکړ نو ځکه داسې کوم لامل نه شته چې سړی فکر وکړي چې زما زوی نه اصلاح کېدونکی دروغجن او دوکه ورکوونکی دی.
ښوونکي پلار ته وویل:
– ښه، خبره داسې ده، تاسو په دې پوهېږی. دا نو یو څه تېر وتنه شوې ده، زه بښنه غواړم. ښه شپه ولری.
زه چې د ویده کېدو په ځای کې پروت وم او دا خبرې مې واورېدلې ډېر سخت مې وژړل او له ځان سره مې وعده وکړه چې وروسته له دې به تل رښتیا وایم.
ما په رښتیا سره هم همداسې وکړل.
که څه هم چې کله، کله دا سخته وي خو زه په زړه کې آرام او خوشاله وم.