لیکوال: پېرمیاک ای.ا
ژباړونکی: ګل جان صابر
د لومړي ټولګي په لومړی چوکۍ د زړه ور پیلوټ زوی اندریوشا روداکوف کېناست. اندریوشا ځواکمن او زړه ور هلک و او تل یې د هغه چا ملاتړ کاوه چې کمزوري وو له همدې امله په ټولو همټولګیوالو ګران و.
د اندریوشا څنګ ته کوچنی، ډنګره نجلۍ، آسیه کېناستله. آسیه برسېره پر دې چې کوچنی، ډنګره او کمزورې وه ډېره وېرېندوکې هم وه. اندریوشا د نجلۍ دا وېره نه شوه زغملی. آسیه له هر سپي څخه وېرېدله، د بتو څخه یې منډې وهلې او ان له مېږیانو څخه هم وېرېدله.
اندریوشا ته په زړه پورې نه وه چې د داسې وېرېندوکې نجلۍ څنګ ته کېني او تل يې دا تمه لرله چې له آسیې څخه ځان خلاص کړي، خو نجلۍ يې له دې ځای پرته بل ځای نه کېنوله.
اندریوشا یوه ورځ د ښیښې په بوتل کې يو لويه غڼې ټولګي ته راوړه. وېرېندوکې آسیه چې غڼې ولیدله رنګ یې سپین وتښتېد او سمدلاسه ولاړه په بله چوکۍ کېناستله.
کیسه له همدې ځایه پیل شوه. . . آسیه دوې ورځې یوازې په چوکۍ کېناستله، ښوونکې آنا سیرګېیونا داسې ښووله چې ګواکي هېڅ یې هم نه دي ليدلي. ښوونکې په دریمه ورځ اندریوشا ته وویل چې د لوست له تمامېدو وروسته په ټولګي کې پاتې شي. اندریوشا سمدستي پوه شو چې خبره په څه کې ده، کله چې ټول هلکان او نجونې له ټولګي څخه ووتل اندریوشا چې ځان یې ملامت بللو په شرمېدلې څېره ښوونکې ته وویل:
– ما بې ځایه غڼې نه وه راوړې. ما غوښتل هغې ته وروښیم چې له هېڅ څه څخه ونه وېرېږي، خو هغه بیا هم ووېرېدله.
انا سیرګېیونا وویل:
– زه په تا باور لرم. هر څوک په هر ډول چې وکړی شي له خپلو ملګرو سره مرسته کوي. ما ته د دې له پاره دلته پرېښوولې چې یوه لنډه کيسه درته وکړم.
هغې اندریوشا په خپل ځای کېناوه، په خپله د هغه څنګ ته د آسیه په ځای کېناستله او کیسه یې داسې پیل کړه:
– ډېر کلونه پخوا په همدې ټولګي کې یو هلک او یوه نجلۍ کیناستل. هغوی په همدې چوکۍ داسې کېناستل لکه اوس چې زه او ته ناست یو. د هلک نوم ووا او د نجلۍ انیا و. انیا رنځوره لویېدله او ووا غښتلی او تکړه هلک و. انیا ناروغه وه او ووا دې ته اړ و چې له هغې سره په درسونو کې مرسته وکړي.
یوه ورځ آنیا په ميخ خپله پښه داسې ژوبله کړه چې ان ښوونځي ته هم نه شوه تللی ځکه چې نه یې بوټونه په پښوکولی شول او نه هم نور څه. دا د ښوونځي د لوست دوهمه نيمایي وه. ووا آنیا ته راغی او هغې ته یې وویل: «آنیا ، زه به تا ښوونځي ته په ښویېدونکې تخته کې وړم». آنیا خوشاله شوه خو له هغه سره يې موافقه و نکړه او ویې ويل:
– ته څه وایې، ته څه وایې، ووا! دا به ډېره د خندا وړ وي. د ښوونځي ټول نجونې اوهلکان به په موږ پورې خاندي…خو په خپله خبره ولاړ ووا وویل:
– نو څه، دوی د ټول په موږ پورې وخاندې
– له همغې ورځې را په دېخوا ووا هره ورځ آنیا په ښویېدنکې تخته ښوونځي ته راوړله او له ښوونځي څخه یې بېر ته کور ته بېوله. هلکانو په لومړي سر کې په هغوی پورې خندل خو وروسته يې له هغوی سره مرسته کوله. تر پسرلي پورې آنیا جوړه شوه او د خپلو نورو همټولګیوالو سره یو ځای لوړ ټولګي ته بریالی شوه. که ته نه غواړې پوه شې چې له آنیا او ووا څخه څه جوړ شول نو زه کولی شم چې خپله کیسه همدلته پای ته ورسوم.
اندریوشا په بې صبري پوښتنه وکړه:
– هغوی کوم ځای ته ورسېدل؟
– ووا تکړه پیلوټ شو. هغه ستا پلار ولادیمیر پېترووېچ روداکوف دی. نجلۍ، آنیا اوس ستا ښوونکې آنا سېرګېیونا ده.
اندریوشا سترګې کښته واچولې. هغه دا ټول په ژوندی بڼه تر نظر تېر کړل: ښویېدونکې تخته، نجلۍ انیا چې اوس د ده ښوونکې ده، هلک ووا، خپل پلار چې دی ډېر غواړي هغه ته ور ته شي.
سبا سهار اندریوشا د آسیه دغو د کور مخ ته ولاړ و. آسیه به تل له خپلې انا سره ښوونځي ته تلله ځکه چې هغه یوازې وېرېدله.
اندریوشا د آسیه نیا ته سلام ور واچاوه:
– سهار مو په خیر. هغه وروسته له آسیه سره هم ستړي مشي وکړه او هغې ته یې وویل:
– راځه، زه او ته به یو ځای ښوونځي ته ولاړ شو.
نجلۍ په وېره اندریوشا ته وکتل. هغه هسې په مهرباني داسې خبرې کوي، هغه هر څه کولی شي. خو انا چې د هلک سترګو ته وکتل ویې ویل:
آسیه جانې، تا ته دا ډېره ښه ده چې له هغه سره ولاړه شې. هغه به تا له سپیو څخه ساتي او نور څوک به هم نه پرېږدي چې تا وځوروي.
اندریوشا کرار خو په ټینګه وویل:
– هو.
هغوی یو خای ښوونځي ته روان شول، دوی د ناآشنا سپیو او چغېدونکو بتو څنګ ته تېرشول او د ښکرورې وزې څخه یې لار چپه کړه. آسیه اوس نه وېرېدله، د اندریوشا تر څنګ یې ځان ځواکمن او زړه ور احساس کړ.