له څو اونیو راهیسې د روزونکو او ښوونکو ترمنځ دعوا روانه وه. ښوونکو به ویل، هغه ماشومان چې تر مازیګره پورې په ښوونځي کې پاتې کېږي، روزونکي یې کورنۍ دندې ته پام نه کوي. د دوی کورنۍ دندې ډېری وخت نېمګړې وي. روزونکو به ویل موږ خپل پروګرامونه لرو. زموږ وخت لږ وي او ستاسو کورنۍ دندې ډېرې.
دا خبره د ښوونځي له ادارې د ښوونې او روزنې تر ریاسته ورسېده. له ریاسته به هره ورځ یو نابللی مېلمه د کورنۍ دندې پر وخت حاضر و. که څه هم دوی به د بت برنجي غوندې په یوه کونج کې ناست وو او زموږ په کار یې غرض نه کاوه خو ناستی یې ښه نه لګېده.
نن چې ټولګي ته راننوتم همکارې مې راته وویل، خبره شوې چې څه تغییرات راغلي دي؟ د کورنۍ دندې لپاره د ټولګیو پر اساس وخت ټاکل شوی دی. د اول صنف لپاره شل دقیقي، دوهم لپاره نیم ساعت، درېیم صنف ته پېنځه څلوېښت دقیقې او څلورم ته یو ساعت. په همدې وخت کې چې څومره کار کېده هغه به کېږي. پاتې شوې کورنۍ دنده به له ترسره شوې سره په یوه رنګه کرښه بېلوئ. همدارنګه په اوونۍ کې دوه وارې به په خپله د ښوونځي ښوونکي له ماشومانو سره کورنۍ دندې کوي، تر څو دوی ته دا معلومه شي چې د دوی له خوا ورکړل شوې کورنۍ چارې د زده کوونکو څومره وخت نیسي. د کورنۍ دندې ترسره کول مهم دي، خو دومره نه دي مهم چې د ماشوم د لوبو وخت ونیسي او د فکري ازادۍ مخه یې ډب کړي.