لومړۍ برخه –
تېر اوړی له دوو ملګرو او کورنیو سره د کاپیسا جمال اغه ته تللي وو. هورې مو د یوه ملګري کور او ښکلې باغچه وه. مېرمنې او ماشومان د باغچې په یوه څنډه کې د شفتالو او بادامو تر ونو لاندې چوتره کې کېناستل او نارینه د باغچې په بل سر کې. ښځو په خپل مجلس لګیا وې او موږ پخوانۍ خوږې خاطرې تېرولې چې د آسیې بوغارې راپورته شوې، پلار یې په منډو ورروان شو او ورپسې کوربه هم منډه واخیسته.
زموږ ګمان دا و چې غومبسو به چیچلې وي؛ خو خبره بله وه. درې کلن مصطفی اوبو ته لویدلی و. په باغچه کې د ماشومانو لپاره وړوکی کانکریټي حوض و چې له یوې خوا د لښتي اوبه ورته راتلې او له بلې خوا یې لښتې وته. د مصطفی د پلار رنګ تښتېدلی و، زوی یې ساه نه شو ایستلای.
کوربه ماشوم له لینګیو پورته کړ او سر په څېړۍ یې په هوا کې ونیو، په څټ یې په څاپېړو وواهه، شېبه وروسته لکه ماشوم چې نوی وزېږي، د مصطفی د ژړا غږ پورته شو. د خدای فضل و، هغه له مرګه بچ شو. څو میاشتې وروسته بیا کوربه راته تیلفون وکړ چې د حوض چارچاپېره یې کټاره نیولې ده او نور د ماشومانو د ورلویدو خطر ختم کړی دی.
ها بله ورځ د ماشومانو له یوه سایټ څخه راته اي مېل راغلی و چې موضوع یې ماشومانو ته د دوبي خطرونه وو. په دې خطرونو کې په اوبو کې ډوبېدل خورا عمده او لوی خطر یاد شوی چې په امریکا کې د پېښو په وجه د ماشومانو د مړینې دویم لوی سبب دی. ماشوم په شېبه کې ډوبېدای او له منځه تلای شي؛ نو میندې پلرونه باید یوه شېبه هم بې غوري ونه کړي. جالبه خو لا دا ده چې د یوه اینچ (د ګوتې د یوه بند په اندازه) اوبه کافي دي چې ماشوم ووژني. د اوړي له ګرمۍ سره د مقابلې لپاره لامبو بهترین شی دی او هر څوک ورته هوسېږي؛ خو په دې شرط چې ماشومان مو سم وڅارو.
زموږ خلک په اکثرو سېمو کې په روانو اوبو کې لامبي او کله کله واړه ماشومان هم ورسره بیایي. د روانو اوبو خطر تر حوضونو او ډنډونو په دې زیات دی چې د اوبو تل سړي ته نه معلومېږي، یو ځای کې اوبه د سړي تر ټټر پورې وي خو چې محضې بل ګام واخلي، اوبه یې تر سر واوړي. د اوبو چټک بهیر بل خطر دی چې سړی ځان ځنې نه شي ساتلای. ګرداب د روانو اوبو درېیم لوی خطر دی چې یو ناڅاپه سړی په اوبو کې غوپه کړي او بیا لږ کسان ژوندی ځنې راوتلای شي.
د ډوبېدو د خطر د کمولو لپاره باید دغه ټکي په پام کې ونیسو:
ü که په کور یا باغچه کې مو حوض یا د اوبو ډنډونه وي، چارچاپیره یې لوړه کټاره ونیسي او غوره خو لا دا ده چې سیمي جالۍ ورپورې ونیسئ او په شاوخوا کې یې داسې شیان مه پرېږدئ چې ماشومان ورباندې وخېږي او له کټارې واوړي لکه چوکۍ، مېز، او نور.
ü که ماشومان درسره لامبو ته بیایئ، یوه شېبه به یې هم له نظره لرې نه پرېږدئ، هر وخت به مو سترګې ورپورې ښخې وي؛ ځکه ماشوم په یوه شېبه کې هم ډوبېدای شي.
ü ځینې خلک وايي ځه ماشوم ته مې د موټر یا موټرسیکل ټیوب ورکړی دی، نه به ډوبېږي؛ خو په دې شیانو باور نه دی په کار. یوازې د ژغورنې معیاري واسکټونه تر یوه بریده سړی له ډوبېدو څخه ساتلی شي.
ü کله چې لامبو وهلو ته ځئ، د ډوبېدونکي کس د ژغورولو لپاره ځینې وسایل درسره یوسئ لکه ډانګ او یا اوږده لکړه چې یو سر یې د امسا غوندې کوږ وي او د لاس د ټینګولو لپاره مناسب وي.
ü که څوک ډوبېږي، لومړنۍ مرستې ورسره وکړئ: دغه کس که ماشوم وي په هوا کې کې سر په څېړۍ ځوړند ونیسئ او کرار کرار یې څټ وډبوئ چې له سږو څخه یې اوبه بېرته راووځي. که سړی ستر وي، پر یوې لویې ډبرې یا د حوض په ژۍ یې داسې پړ مخې پرېباسئ چې سر یې کښته وي بیا مو لاسونه د هغه پر نس کړۍ کړئ او زور ورباندې وکړئ چې له سږو یې اوبه راووځي. تر دې کار وروسته وګورئ چې ساه باسي که نه، د پوزې مخې ته یې هینداره ونیسئ که ساه وباسي، پر هیندارې خوله لګېږي.
همدارنګه سینې ته یې ځیر شئ چې کښته پورته کېږي که نه. که یې ساه درېدلې وه، ستوني ستغ یې څملوئ، سر یې څومره چې کېږي، شا ته قات کړئ، بیا یې پوزه د یوه لاس په ګوتو بنده کړئ او خوله یې خلاصه ونیسئ. بیا پخپله لویه ساه واخلئ، خوله مو د ناروغ پر خولې کېږدئ او ساه مو د ده په خوله کې ورپو کړئ. دا کار باید په دقیقه کې 15-20 ځله تکرار کړئ.
په عین وخت کې د ناروغ نبض وګورئ چې غورځي که نه، مناسب ځای یې د غاړې شاه رګ دی. که یې نبض نه درلود، مانا یې دا ده چې زړه یې درېدلی دی، په دې حالت کې به له مصنوعي تنفس سره یو ځای د زړه چاره هم وکړئ. د یوه لاس ورغوی مو د ناروغ د ټټر په منځنۍ برخه کې هوار کېږدئ او د بل لاس ورغوی ورباندې، لاسونه به له څنګله نه قاتوئ او د ناروغ ټټر به په زور سره کښته خوا کېکاږئ داسې چې سینه یې یو یا دوه اینچه کښته لاړه شي، بیا یې خوشې کړئ. دا کار به په دقیقه کې شپېته ځله تکراروئ. که ناروغ ماشوم وي، دا کار په یوه لاس وکړئ او ډېر زور ورباندې مه کوئ چې پښتۍ یې ماتې نه شي. دا کار به تر هغې پورې کوئ چې ډاکتر نه وي رسېدلی.