لیکواله : دوکتورس بي بي آمنه ( نسائي ولادي او الټراساونډ برخو روغتیا پاله)
د مور شیدو اړتیا د زېږیدو له شیبې بیا تر دوه کلنۍ پورې هغه لویه اړتیا ده چې باید هره مور او ټولې کورنۍ ورته ځانګړې پاملرنه وکړي. په تېره لومړي سر کې اورږه د نو زېږي لپاره د معافیتي سیستم پیاوړتیا لپاره لکه د واکسین هومره مهم دي، چې په دې تړاو اوس مهال د هېواد ګڼو برخو کې د تغذي مشاورینو بستونه اعلانیږي او له نیکه مرغه ددې بستونو لپاره په ټیټه کچه کسان په دندو ګمارل کیږي، خو دا چې ددوی لپاره د نو زېږو (له پیدایښت تر ۶ میاشتنیو ماشومانو) او دغه راز له شپږو میاشتو بیا تر ۵۹ میاشتو یا پنځه کلنۍ ماشومانو لپاره د تغذي برخه کې څه ډول مشورې ورکړل شي هغه مهمه موضوع ده چې باید هره ساحوي مشاوره پرې پوه وي او په دې تړاو بشپړ معلومات ولري.
ساحوي روغتونونو کې د تغذي یوه مشاوره باید تر ټولو مخکې روغتیايي معلومات ولري او د مور شیدو او خوړو پر ارزښت میندو ته بشپړ معلومات ورکړي.
د اوریدلو او مشورې ورکولو مهارت له یوې مور سره چې یا یې ماشوم لومړنۍ دی او یا یې ماشوم له خوارځواکۍ سره مخ دی او د خپلو شیدو پر ارزښت نه دی خبره لویه مرسته کوي. مشوره ورکوونکې باید په پوره حوصلې او بشپړ دقت سره د یوې مور خبرې واوري او د هغې حالات پوره درک کړي څو مور بشپړ معلوماتو ورکړې ته وهڅیږي.
د خبرو پر مهال حالات درک کړی او داسې څرګنده کړئ چې مور سره بشپړه خواخوږي لری او په اصطلاح د زړه په غوږونو ورته غوږ یاست.
یوې مور سره د مشورې پر مهال خبرو کې خلاصې او د تفصلي ځواب لرونکو پوښتنو څخه کار واخلئ او هڅه وکړی چې د خپلو تاثراتو او خواخوږۍ ښودلو له لارې د هغې ماشوم او د تغذیې ډول په اړه معلومات تر لاسه کړی او د ټولو حالاتو په درک کولو سره لازمو لارښوونو ته لار هواره کړی. او د مور ځواب پر مهال د څیرې او اشارو څرګندولو سره له هغې سره اړیکې ټینګې او دوامداره کړی، ځکه له دې لارې یوه مور دا درک کوي چې تاسو یې خبرو ته غوږ یاست او حالات یې پوره درک کولای شی. دغه راز په ځوابي کړنو کې د امممم ، ها ، څومره ښه او …. څخه کار واخلی تر څو مور خپلو معلوماتو ته دوام ورکړي او بشپړ یې کړي.
د مور ځیني ځوابونه تکرار کړی لکه دا چې ( ښه دا نو بیا د ماشوم ژړا تاسو بې خوبي کړی یاست) او دې ته ورته نورې اغیزناکې څرګندونې باید د مرکې پر مهال وکړی او په دې توګه دا درک کړی چې د یوې مور احساسات درک کولای شی او په بشپړ ډول په ستونزه پوه شوی یاست. بله مهمه موضوع دا چې د مرکې پر مهال له قضاوت څخه په کلکه ډډه وکړی ځکه دا پر یوې مور کیدای شي منفي اغیزې ولري او حتا تاسو ته له راتګ یې زړه تور شي. قضاوت په دې معنا چې دا مه وایاست چې مورې دا کار دې بد دی او دا کار دې ماشوم او د هغه روغتیا ته زیان رسوي، بلکې ددې پر ځای له سمې سپارښتنې ورته په داسې ډول وکړی چې د زړه له کومې یې ومني او عملي یې کړي.
یوې مور ته د خپلو شیدو له لارې د ماشوم تغذیه کولو په اړه معلومات ورکړی او روحا یې داسې ډاډمنه کړی چې پر خپل ځان یې باور پیاوړی شي او ماشوم ته د شیدو ورکول پرته له کومې پلمې پیل او دوام ورکړي. دا مشورې په داسې ډول ورکړی چې یوې بې تجربې مور ته آسانې وي او پرته له کومې ستونزې یې پیل او دوام ورکړي او په دې تړاو له تاسو سره کړې ژمنې باندې وپايي او د یو لوی مسئولیت په توګه یې ومني.
که یوې مور کومه چاره ناسمه ترسره کړي وي او د شیدو او تغذیې اصل خلاف وي، نو هیڅکله قضاوت مه کوی، ځکه دا کیدای شي یوه مور زړه تورنه کړي او ستاسو نورو خبرو او مشورو له اوریدو ډډه وکړي. پر دې سربېره دې ته هم باید پاملرنه وکړئ چې تاسو یوازې د منفي ټکو موندلو یا کمیو په ګوته کولو هڅه کې نه یاست بلکې د یوې مور مثبتې کړنې، چې ګټورې وي هم ولټوی او ستاینه یې وکړی او که څه سمون ته یې اړتیا وه نو په نرم لحن ورته ووایاست چې دا کار مو سم دی خو که چیرې داسې شي او داسې بدلون پکې راولی او اغیز او ګټه به یې زیاته وي.
ستاسو له لورې یوې مور ته د ډیرو معلوماتو ورکول به هغه لار ورکې کړي او ډير څه به یې په ذهن کې پاتې نه شي، نو اړینه ده چې د لنډون اصل ته ډيره پاملرنه وکړی او د یوې مشورتي مرکې په پای کې مهمې لارښوونې د اړتیا په صورت کې پر هغې تکرار کړی، څو له دې تاسو او هغه پوره ډاډمنه شي، چې معلومات سم تر لاسه شوي او د له مخې یې عمل کول ګټور تمامیږي.
د مشورې پر مهال د وړاندیز په ډول یو لړ معلومات سره شریک کړی او په خپله په عملي ډول په دې برخه کې له یوې مور سره مرسته وکړی او د هغې پوره ملا تړ وکړی. که اړتیا وه له یوې مرستندویې کار واخلی او که په محلي ژبه یې تاسو نه پوهیدای نو له یوې ژباړنې یا ژباړن مرسته وغواړی.
د مشورې پر مهال د ماشوم او مور تغذیې معلوماتو سربیره هغوی ته د روغتیا پوهنې اصل ته په پام سره د روغتیا خوندیتوب، حفظ الصحې ته ځانګړې پاملرنه، د واکسینونو پر وخت تطبقول، کورني چاپیریال پاکوالي، د ټپونو سمه او پر وخت درملنه او نورو اړتیا وړ برخو کې معلومات ورکړی او دا معلوماتو کې که د یوې مور خورلڼې یا پایوازې ګډون وکړي نو ګټور به وي.
د ټولنې یوې روغتیايي مرستندویې او ماشورې په توګه د وینې کمښت، زېږونونو تر منځ د واټن په پام کې نیولو اصل ته پاملرنه او د میاشتنۍ ناروغۍ پر وخت د لازمو اړتیا وړ توکو او پاکوالي ته پاملرنې په اړه معلومات نوي کړی او دا معلومات په مناسبو فرصتونو کې میندو او د روغتون مراجعینو سره شریک کړی، څو د ټولنې په کچه د روغتیايي عامه پوهاوي معلوماتو لړۍ پراخه شي.
تاسو که څه هم کیدای شي د یوې تغذي یوې مشاورې په توګه د خوارځواکۍ پر ټولو ډولونو او اعراض او علایمو یې نه وی پوه، خو په دې تړاو بشپړه مطالعه او له روغتیايي متخصصینو د معلوماتو تر لاسه کولو برخه کې د مرستې غوښتنه ستاسو له کاري وړتیا سره لویه مرسته کوي او که چیرې اړتیا وه د کار پر مهال اړوند څانګو ته ماشومان ور ولیږی او د ماشوم مور ته قناعت ورکړی چې ستاسو د ماشوم درملنه باید په ډاډمن ډول وشي او ددې لپاره د یو متخصص او څانګې مسئول کتنې او نظر ته اړتیا ده.
د (IYCF) او (IMCI) مشورې په اوسنیو شرایطو کې زموږ له هېوادوالو سره لویه مرسته کوي او ددې مشورو عملي کول او پرې ټېنګار ډیر مهم دی نو ځکه باید ساحوي کارمندان په دې اړه نوي معلومات تر لاسه کړي او له هغو څخه په عملي ډول کار واخلي.