د ماشومانو لپاره يو شعر
ـــــــــــــــــــــــــــــــ
نـــــویه کاله نـــــویه کاله
خدای د راوله خــــــوشاله
ښوونځي ته مې زړه کيږي
ټولګيوال مې ټول ياديږي
زما زړه پسې خـــــوږيږي
نوي کال ته هـــــوسيږي
سږ به وايم ښـه درسونه
تـل به لــولــم کتابـــــونه
کتابچې به راســــره وي
او په جېب کې قلــــمونه
نه به بد کړم نه جنګــونه
بد مې ايشي ټوپکـــــونه
معلمان به مې را زده کړي
الف، ب او عــــــــــددونه
خوږ پلار جان مې وعده کړې
موږ ته اخلي بايسکيلــونه
نوي کال کې درې نيا لګي ږدم
ښايسته او ګلالــــــي ږدم
پلار ته چای به وړم پټي ته
سلام کړم به هــر سړي ته
خور مې هم تر لاس نيـولې
هـــره ورځ بيا يم ټولګي ته
د معلم به احتـــــرام کړم
په اخلاقو به مې پام کړم
په کتاب به ليکل نه کړم
کتابچو کې به هرڅه کړم
زده کوونکي افغانان يــو
موږ د پوهې عاشقان يو
مونږه غواړو مـــــکتبونه
نه چړې نه ټوپکـــــــونه
چې هېواد مو شي سوکاله
او د ټـــــــولې نړۍ سياله
نــــویه کاله نــــــویه کاله
خـــــدای د راوله خوشاله
۱۳۹۵-۱۲-۲۹