ځينې ميندې او پلرونه د ماشوم روزنې وروستۍ حلاره بدني شکنجه بولي، خو د خشونت او شکنجې په پرځای نورې لارې هم شته چې ښه بديل يې بللی شو. شکنجه ستاسې په ماشوم بد تاثيرات لري او دهغه په روحياتو ناوړه اغېزې شندي، راتلونکې يې ګواښي او انساني لويوالي ته زيان رسوي. آن کې په ډېر پام او اندک اندازه هم خپل ماشوم وهئ او شکنجه کوئ دغه مطلب مطالعه کړئ .
داسې ډېر والدين شته چې فطرتا نه غواړي ماشوم ووهي. خو کله نا کله چې ماشوم يوه ناوړه کړنه ترسره کوي والدين خپل کنټرول له لاسه ورکوي او په تشدد لاس پورې کوي.
کېدای شي له خپل ماشوم څلور پنځه ځل و غواړئ چې تلويزيون مړ کړه خو هغه ځان هم پوه نکړي، يا يې که کله هغه ښار ته بوزئ او په سړک منډه کړي شايد ويې وهئ چې بيا داسې ونکړي او ځير شي چې په سړک منډې وهل د مرګ لامل کېدای شي.
پدې ټولې ميندې او پلرونه پوهيږي چې کله ماشوم د دوی خبره نه اوري څومره غوسه ورځي او څومره ستومانه کيږي. خو د ماشوم په خطر کې لوېدل هم همداسې دي، که ماشوم په سړک منډه کړي او موټر يې ووهي هم پلار او مور هم غوسه کيږي او د ناراحتی احساس کوي.
کېدای شي تاسې خپل اولادونه وهلي وي او يا احساسوی چې يو لت بايد ورکړئ، ځينې والدين فکر کوي چې ماشوم بايد ووهل شي؟ شايد وواياست چې دغه کار ګټور دی. خو حقيقت دادی چې که بدني شکنجه ګټوره هم وي د تل لپاره نده بلکې د څو ساعتونو يا څو ورځو لپاره ده.
کومې ميندې چې خپل اولادونه وهي، نو د دوی له اولادونو په ښوونځي يا کلي کور کې نور ماشومان په تنګ وي ځکه دی خپل غوسه په نورو سړوي او وهل ورته مناسب کار ښکاريږي.
په ۲۰۰۲ مېلادي کال کې د ماشوم د وهلو په موخه يوې څېړنې چې د مېرمن اليزابټ له لوري شوې وه او ۶۲ کاله کار يې پرې کړی وو په ډاګه کړه : چې څومره زيات ماشوم وهل کيږي او شکنجه کيږي به هماغه اندازه بې لارې کيږي او د تشدد خواص پکې ځای نيسي.
ورسره هغه ماشومان چې ټکول شوي وي، دروغ وايي، نور آزاروي او بد چلندونه يې عادت ګرځي. دغه راز په وهلو ټکولو کې را لوی شوي ماشومان لږ پدې پوهيږي چې ښه او بد جلا کړي او کله يې چې مور او پلار نه وي له نورو ماشومانو سره ناسم چلند کوي او بې ادبه هم وي.
يوه مور چې خپل زوی يې زيات وهلی او ټکولی دی وايي :« زما زوی هغه وخت سم سړی وي چې و يې وهم، که ريښتيا ووايم سړيتوب له ډاره کوي او شايد چې نور پدې نه پوهيږي چې ښه ښه دي او بد بد، چې بد کارونه کول د انسان لپاره لازم ندي. »
ښه نو څه بايد وکړو؟
آيا د شکنجې لپاره بهتر بديل شته ؟ لاندې لارښونې تعقيب کړئ تاسې ته بله د دې عمل د بديل انګېزه او يا هم مناسب حلاره په لاس درشي.
☚ هڅه وکړئ آرام و اوسئ . کله چې ستاسې بڼه آرامه وي غږ مو طبعي وي نو ماشوم ستاسې خبرې په ځير اوري.
☚ لږ صبر وکړئ . اکثره وخت سړی ستومانه وي فکر يې ګډوډ وي او د يوې ستونزې د حل کېدو کامله وړتيا ورسره نه وي … پداسې حال کې بهتره ده چې تاسې له ځنډ او حوصلې کار واخلئ، کله مو چې عصاب آرام شول بيا مو له ماشوم سره ستونزه حل کړئ.
☚ ماشوم ته ور زده کړئ. کله چې تاسې ماشوم په يو بد کار وينئ مه يې وهئ بلکې د هغه کار عيبونه ورته وواياست او په مقابل کې ښه کار ور وپېژنئ. مثلا که ماشوم دروغ وايي نو د دروغو په اړه معلومات ورکړئ، تاسې هم دروغ مه واياست او ورته وواياست چې دروغ مو هېڅ نه خوښيږي.
☚ مثبت اوسئ. د دې پرځای چې وواياست ((څو ځلې بايد درته ووايم چې غاښونه د ومينځه)) کولی شئ ووايات: غاښ د مينځه چې همداسې ښکلي پاتې شي.
☚ د تهديد په ځای معلومات يا توضحات وړاندې کړئ. کولی شئ د يو بد عمل عبيبونه روښانه کړئ تر څو ستاسې ماشوم د بدو په وړاندې حساس شي او پرېښودو ته يې لېوالتيا زياته شي.
☚ غوسه لرې کړئ. د دې پرځای چې ماشوم ته په تېروتنه غوسه شئ يا وهل ټکول پيل کړئ ښه دا ده چې د حوصلې نه کار واخلئ او هغه يو نېک کار ته وهڅوئ.
☚ ماشوم ته انګيزه ورکړئ. ماشوم نوې خبره چې د ده له سويي او استعداد سره سمه وي خوښوي، په خبرو خبرو کې مو خپل ماشوم يوه نېک کار ته تشويق کړئ يا داسې مباحثې ورسره وکړئ چې دی خپله وهڅيږي.
☚ تغير منونکي اوسئ. مثلا که ستاسې ماشوم ووايي کولی شم چې دا تلويزيوني خپرونه تر پایه وګورم ؟ که امکان وي او وخت لرئ دا او دې ته ورته غوښتنې يې ومنئ.
☚ له توندي او زور نه پرهېز وکړئ. تر دې بل بې ګټې او بد کار نشته چې تاسې له خپلو ماشومانو سره زور و ازماييۍ. هغه مرستې ته وهڅوي، مثلا ترې وغواړئ چې مرسته درسره وکړه او کارونه کې درسره همکار شي.
کله نا کله خپله ستونزه له ماشوم سره شريکه کړئ، که دا کار وکړئ او بيا له هغه نه مرسته هم وغواړئ ماشوم به مو په آسانۍ دېته آماده شي چې تاسې سره همکاري وکړي.
☚ ځير اوسئ . که ستاسې اوسنئ چلند په ماشوم اغېز نه لري، کومه بله لار پيدا کړئ. دا آسانه ده چې ځان تغير کړئ تر دې چې د ماشوم د تغير نا کام کوشش کوئ . له خپل ځان وپوښتنې : « زه بل کوم کار کولی شم يا کومه طريقه کارولی شم تر څو خپل ماشوم ته مثبت فکر او انګيزه ورکړم.
د ماشوم د جزايي کولو په وخت کې دا درې ټکي مه هېروئ :
۱ ـ د غوسې په وخت له جزا ورکولو لاس واخلئ، کله مو چې عصاب آرام شول بيا له ماشوم سره د هغه د تېروتنه په پار خبرې وکړئ.
۲ ـ د انتقام په ډول ماشوم مه شکنجه کوئ، بر عکس ماشوم ته د بخښنې چل او استعداد ورکړئ، هغه وبخښئ .
۳ ـ مه هېروئ چې هره ورځ، غوسې او ماشوم مجازات کول ښه کار ندی او بدې پايلې لري. ځينې کسان خو لا بيخي شديدې جزاوې ماشوم ته ورکوي خو دوی د پوه شي چې دا کار تبا کوونکې پايلې لري.
۱۳۹۵-۱۰-۵