ژباړن : جاويد اوربل –
هغه ماشومان چې تر شپږو مياشتو اوړي نو د مور د شيدو ترڅنګ نورو خوړو ته هم اړتيا لري . دا جامد خواړه اكثره د وريجو او نورو غلجاتو له پوډرو څخه عبارت دي چې د مور د شيدو سره ور كول كيږي يا هم سريلاك غوندې اوبه ور اچول كيږي او ماشوم ته په قاچوغې ور كول كيږي . خو دا شيان په ورو ورو شروع كيږي يعنې لومړى بايد ماشوم د نورو په مرسته كښيني ، خپل سر دېخوا ها خوا وښورولى شي او ور سره د زدويلو او تيرولو حركتونه اجرا كړلى شي . دارنګه ماشومان بايد د ګرځولو ريفلكس يا عمل ولري چې يو شى يعنې مايعات وګرځوي او قى يې كړي.
جامد شيان بايد د مور د شيدو يا د بازاري شيدو سره يو ځاى ور كړل شي. كله كله ميندې اشتباه كوي ، دوى فكر كوي چې جامد خواړه ماشوم ته شروع شول نو بايد ټول غذايي رژيم يې ور بدل كړي او نور نو د تي شيدو ته يا هم نورو تجويز شويو شيدو ته چې د مور د شيدو په ځاى ور كول كيږي ، اړتيا نه لري ، دا كار وروسته په تدريج كيږي خو ماشومان ان تر دوو كلونو پورې د مور شيدو ته اړتيا لري يا پوډري شيدو ته او د جامدو شيانو تر څنګ بايد وركول شي.
د ميده كړيو وريجو له اوړو څخه بايد لومړى ګټه واخستل شي ، دا په دې چې د وريجو ميده ګي ژر حل او هضم كيږي ، د اوسپنې څخه غني وي او بل د حساسيت مخنيوى هم كوي ، په دې چې هغه اوړه يا پوډر چې د ډيرو غلو دانو څخه جوړ شوي وي ممكن د حساسيت په درلودو سره ماشوم ته تكليف پيدا كړي خو يوازې له يوې مادي څخه استفاده دا چانس كموي . د وريجو دا ميده ګي د فورملي شيدو يا هم د مور د شيدو سره ګډه كړئ او ښه يې نرۍ كړئ او بيا يې ماشوم ته وركړئ ، څو ور سره بلد شي او بيا د نورو جامدو خوړو څخه استفادې ته جوړ شي.
د جامدو خوړو له پاره مشق ورسره وكړئ . په كاچوغې خوراك د ماشومانو له پاره نوى وي . پخوا دوى يوازې د مايعاتو سره بلد و خو اوس به د كاچوغې سره بلديږي چې جامد خواړه يې خولې ته ور ولويږي . ډير كوښښ مه كوئ چې ماشومان ډير زيات شيان وخوري بلكې په اولو كې پر يو وخت يوه يا دوې كاچوغي كفايت كوي . د دې پر ځاى چې په ماشومانو ډير خواړه وخورئ هغوى ته ور زده كړئ چې څنګه د كاچوغې شيان وخوري.
وروسته مو ماشومانو ته سبزۍ او ميوې ور كړئ . ميوې ، سبزۍ ، حبوبات او حتا ايشول شوې غوښه د ماشومانو په غذايي رژيم كې ور شامله كړئ . په هر وخت كې د يوه شي څخه استفاده ور كړئ او بيا مو د ماشومانو عكس العمل وګورئ چې څه كوي . كه چيرې په لومړي سر كې ماشومان له دغو څلورو شيانو څخه يو ونه خوري چې تاسو ورته تيار كړي دي نو وروسته بيا هڅه وكړئ چې ماشوم يې خوري كه نه . كه چيرې د حساسيت نښې وروسته له كوم خوراكه په ماشوم كې پيدا شي نو له ډاكټر سره مشوره وكړئ . په مرتبان كې د ماشومانو له پاره نرم خواړه تيار كړئ هغه خواړه چې پاخه شوي وي يا هم بخار ور كړل شوى وي په كاچوغې كې پورته كړئ او د ماشوم تر خولې يې يوسئ ، چې ويې خوري.
تر يو كلنۍ پورې ماشوم ته شيدې يعنې د غوا شيدې او شات مه وركوئ ځكه چې ممكن ويې ګرځوي او هضم يې نه شي كړلى نو كله چې تر يو كلنۍ پورې ورسيد بيا دا دوه شيان وركولى شئ . د ماشومانو ډاكټران وايي چې شات ان تر دوه كلنۍ پورې ماشومانو ته مه ور كوئ ځكه چې د مسمويت خطر ور سره تړلى دى او د ماشومانو دفاعي ځواك دومره انكشاف نه دى كړى چې دا خطر دفع كړلى شي.
چې ماشومانو بس كړه نو تاسو نور مه وركوئ . خپلو ماشومانو ته پام وكړئ كله چې ماړه شي نو تاسو ته داسې اشارې در رسوي چې ګواكې نور نو دوى ماړه شوي دي . ماشومان ممكن د مړيدلو له پاره تاسو داسې وپوهوي چې كاچوغه په اوريو كې ټينګه ونيسي ، سر بلې خوا ته واړوي ، او يا شونډې ټينګې ونيسي ، كله چې تاسو يې خواړه خولې ته ور اچوئ نو تو يې كړي يعنې له خولې يې بيرته را وباسي يا هم وژاړي . په داسې وخت كې نور كوښښ مه كوئ چې ماشوم ته اضافه خواړه ور كړئ . ماشومان چې وږي شي خوړول شروع كوي او چې ماړه شي نو بندوي يې . كه چيرې ېې دې اشارو ته ځير شئ نو دا كومك ور سره كوي چې په لويوالي كې هم زيات ونه خوري.
ماشومان مو كړوئ مه . كله چې تاسو نوي خواړه دوى ته ور كوئ نو د دوى چې ښه ونه ايسي نو مخ ور څخه اړوي ، نه يې خوري دا نو په دې مانا نه ده چې تل دوى دا خواړه نه خوري . يو څو ورځې صبر وكړئ او بيا هغه خواړه ور كړئ . دا به يو څه وخت واخلي چې د نويو خوړو سره يې بلدوئ خو ستاسو ماشومان هغو خوړو ته ليوالتيا لري چې تاسو يې خورئ . پام مو وي چې خپلو ماشومانو ته په زور خواړه مه وركوئ او داسې معامله مه ور سره كوئ چې كه نوي خواړه ونه خوري نو تاسو به بل شى نه ور كوئ.
شيان به مو له لومړيو وختو كې پاك پاته نه شي . كله چې هم ماشومان لويږي نو كوښښ كوي چې پخپله خواړه وخوري . په داسې وخت كې دوى د خوړو سره په تماس كې كيږي ، چې ممكن سر ، مخ ، لاسونه ، ويښتان ، كالي ، سرميزي ، چوكۍ او ميز ولړي خو تاسو كوښښ وكړئ چې يو پاك ټوكر ورته اوار كړئ او ډير باحوصله اوسئ ځكه دا مرحله د ډير وخت له پاره دوام نه كوي او ژرماشوم عادت كيږي او زده كوي چې نور شيان او ځان په خوړو ونه لړي.
كله چې ماشوم لويږي نو كلك خواړه ورته شورع كړئ هغه خواړه چې د ګوتې په اندازه وي چې دوى يې په لاس كې ونيولى شي . د نهو مياشتو په پوره كيدو سره يا هم تر دې په لويدو سره ماشومان كولى شي چې وړې وړې ټوټې له ميز يا دسترخوان څخه پورته كړي چې ويې خوري . خو سره له دې د يو څه وخت له پاره به مجبوره ياست چې شيدې ور كړئ او يا هم سريلاك او داسې نور نرم شيان ور كړئ . ماشومانو ته مو په دې وخت كې د خوړو ځينو ټوټې لكه د پخې كيلې ټوټې ، د ايشول شويو ګازرو ټوټې ، د كورني پنير ټوټې ، پخه شوې مكروني ، بسكټ او پخې هګۍ ور كړئ . خو كوښښ وكړئ چې خپلو ماشومانو ته مو په دې عمر كې كلك او زيان رسوونكى شيان لكه سختې شيرينۍ ، چپس . خامې سبزۍ ، انګور يا مميز ، سخت پنير او نور د سرو كړيو غوښو څخه جوړ محتويات ور نه كړئ . كه داسې وكړئ نو ماشومان به مو صحت مند را لوى شي او نه به هم په خوارځواكۍ اخته كيږي.