افغان سوله خوښوونکی ملت دی، ځکه خو د هر ماشوم په نوم د سولې توري راځي، ماشومان له سولې سره مينه لري، هغوی د جګړې له تورتم څخه وېره لري.
ماشومان چې د سبا مشران او د بلې ورځې رهبران دي، نو بايد لازمه توجه ورته وشي.
څو ورځې وړاندې مې د غزني اړوند ګېرو کې يو داسې ماشوم وليد چې شاوخوا ۱۳ کلن و، په ښوونځي کې يې لومړی مقام خپلواوه او په لوبو کې هم له شا وروسته نه پاتېده.
د همدغه ماشوم پلار تېرکال پټ دښمن(ماین) شهيد کړ، د کورنۍ سرپرستۍ ورتر غاړې شوه، وړوکي ماشوم د ښوونځي له دروازې او کتابچې سره مخه ښه وکړه.
د يوې مړۍ ډوډۍ د پيدا کولو لپاره يې د هيلو ليدلی خوب اوبو ته ووايه.
دې ته ورته په زرګونو نور ماشومان هم له ورته برخليک سره مخ دي، د جګړې تورې بلا ترې د کورنۍ غړي ترې واخيستل، روښانه راتلونکې هيلې يې له خاورو سره خاورې شوې.
د جګړې ښکېلې خواوې اوس هم ګوته په ماشه په سنګرونو کې دي، پر يو بل بريدونه کوي، ماشومان بې پلاره کېږي، مېندې د خپل زوی جنازې ته اوښکې تويوي، مېرمنې د ژوند له کړاوونو او بدبختيو سره مخ کېږي.
سوله خو د لوی رب غوښتنه ده، غوټه چې په لاس خلاصيږي غاښ ته مه يې وړئ، سوله وکړئ، د سولې سوځېدلي نيالګي چې د جګړې اور سوځولی دی، اوبه ورکړئ، تر څو بېرته ثمر ونيسي، ګلونه راوړي او زموږ د کلي فضا معطره کړي.
ماشوم به په مينه ښوونځي ته ولاړشي او د سبا لپاره به ځانونه جوړ کړې ، سپين سرې موربه پنځه وخته لاسونه لپه کوي او دعاوې به درلېږي، سپين بابا به لکړه ولګوي او تاسو ته به ښه راغلاست ووايي، مېرمنو په شونډو به موسکاوې خپرې شې او د خپل خاوند لاسونه به ټينګ ونيسي.
هو که مو سولې ته لومړيتوب ورکړ، نو اغيار به له کلي کډه بارکړي، تياره ګوټونه به روښانه شي، د سولې شمعې به د تيارو لړې پسې واخلي.
سوله به مو يووالی تضمين کړي، ژوند به مو سا واخلي، ټوپک نه به کاسب شپېلۍ جوړه کړي او هنرمند به خپله د تاثر سندره زمزمه کړي او وايي به :
موږ کوترې يو د سولې، موږ کوترې يو د سولې.
مجيد ژړاند