مخلوقات ټول الله جله جلاله پيدا کړي، او په ټولوکې يې ځانګړي خویونه، صفات، استعدادونه، صلاحیت او مسئولیتونه ايښې.
انسان هم د مخلوقاتو یوه بیلګه ده، خو د حيرانتیا ځای دا دی چې کله انسان پيدا کېږي که نر وې او که ښځه، د تیر نسل ټولې ځانګړنې او خصیوصیات له ځانه سره راتلونکې نسل ته لیږدوې.
ښځه او سړی د هست او شتون له لحاظه دوه بیلا بیل ډولونه دې، چې د ژوند په اوږدو کې دنسل د بقا او ټولنې د سمون لپاره لازم او ملزوم دي.
د اسلام په رڼا کې دې دواړو ډولونو ته یو شان او مساوي حقونونه ورکړل شوې. که چیرته په ټولنه کې د دې دواړو ډولونو (نر او ښځې) دحقوقو ویشنه له اسلامې وصولو سره سم په نظر کې ونیول شي له هیڅ ډول ستونزو سره به مخ نه شو، ځکه چې د انسان او بشر په حیث د دوی حقونه سره یو دي.
همدارنګه د اسلام له نظره ښځه او سړی د عقایدو، اخلاقو، او شرعې احکامو په سر ته رسولو کې، چې د دوی په عقل او فکر پورې اړه لرې هم یو شان دې، مګر د جنسیت له پلوه یو له بله سره د غرونو هومره توپير لرې.
دبلګه په ډول په ښځوکې تخمدان یا Ovary او رحم Uterus غبرګ جوړښتونه موجود دي چې له نارينه وو سره فرق لري، نارینه دا ځانګړنه نه لري، په ښځو کې دبچې راوړ لوهګۍ او تخمه راشنه کېږي، په رحم کې ترې ماشوم جوړېږي، او دنیا ته راځې.
ښځې هګۍ او تخمه توليدوي او په رحم کې دهمدې تخمې څخه ماشوم او مکمل انسان جوړيږي، دنيا ته پداسې حال کې راځي چې دبدن ټول جوړښت يې پوره او مکمل شوى وي.
ښځو ته چې کوم حقوق اسلام ورکړي بل هيڅ يوه دين، مذهب او ټولنې نه دي ورکړې، خو له بده مرغه زموږ په ټولنه کې ورته ډير کله د یوه پاتې او محروم انسان په سترګه کتل کيږي.
روايت دي چې بې بې حوا د اد م علیه سلام له چپې پوښتۍ څخه پيدا شوې، خو له ده بغیر ټول انسانان بیا له ښځو څخه زېږېدلې دي، که چیرته ښځه نه وای سړی به هیڅکله نه وای دنیا ته راغلی.
په ټولنه کې دښځو په اهمیت او د هغوی په حقوقو باندي ډيري خبري کیدای شې خو موږ دلته له دې خبرو تیرېږو، او په دې باندې بحث کوو چې نارینه او ښځينه څه ډول جوړیږې، په دوی کې بیلا بیلا خصوصیات او ځانګړني څه ډول منځ ته راځې؟؟
له بده مرغه زموږپه ټولنه کې یوه مور ډیر کله په دې ځورېږي چې ولې یوازي لوڼي زیږوي او زامن نه شې راوړای په دې توګه يې خاوند پرې بله ښځه کور ته راوړي، ان ځينې شتمن خلک خو د زوی د راوړلو لپاره څلور ودونه هم کوې، چې له امله يې د هرې یوې میرمنې ارمانونه له خاوروسره خمیر کیږي.
دانسان جوړېدل او بیا پکې د نارینه او ښځېنه جنس پيدا کېدل عجبه او حیرانوونګې مرحله ده چې د لوی الله ج د شان او یوالې یو ستره بیلګه يې ګڼلای شو.
دا جوړښت اوبیا پکې د نارینه او ښځينه جنس پيدا کېدل(جنس ټاکل)څه ډول منځ ته راځې؟
دا حیراونکي مرحله څه ډول سرته رسېږي ؟
چې په دنیا کې را روان انسانان څوک هلک او څوک نجلۍ شې.
د بدن په حجراتو کې د D N A په نوم څه موجود دې، که چیرته دغه څه تر څيړنې لاندي ونېول شې د انسان په اړه پکې په زرګونو مالومات تر لاسه کېدای شي.
پدې توګه هر نوی انسان چې دې نړۍ ته سترګې غړوې د مور او پلار د ۲۳ درویشتو کروموزمونو له یواځای کېدو څخه چې يوه نوې حجره منځ ته جوړوې، اود انسان د ژوند لومړۍ شيروع وې منځ ته راوړې.
دخدای قدرت دی د مور او پلار د کروموزومونو له یوځای کېدو څخه دا حجره دومره وړه وې چې دلایټ میکروسکوپ (دوړو څيزونو د غټ ښودلو آله) په مرسته نشې لیدله کېدای او د ښه مالومولو لپاره يې الکټرون مايکروسکوپ ته اړتيا وي کوم چې یو وړوکی شی دهغه تر خپلې اندازي پنځوس ځله غټ ښيې.
په دې وړه حجره کې شپږ څلویښت کروموزومه موجود دي چې په منځ کې يې DNA قرار لري .
په DNA سربېره پکې ډيرنور څه هم شته چې د انسان د جنس دمعلوملو لپاره ترې کار اخستل کیږي، دا یوه پراخ بحث اوزیاتو معلوماتو ته اړتېالري.
دامعلومات د قدرت د یوې پردې تر شا پټ دي چې وپوهېږو ایا له دې حجرې څخه را منځ ته شوی موجود به نجلۍ وي او که نر.
که چیرته د خدای په امر کومه نوعه دنیاته راتلونکې وي دنوعې اړوند خصوصیات اواعضاوې ورته ټاکلې کیږي، د بيلګې په توګه که چیرته ښځه دنیا ته راتلونکې وې نوهغې ته دښځې ځانګړتیا وي ورکوي چې را روان نسل ته وده و رکړي او په ځای يې یوه نوي نسل ته ځای ورکړې.
او که چیرته دخدای ج په امر هلک دنیا ته راتلونکي وي هغه ته د نر ځانګړتياي ټاکلې کيږي.
دجنس تعينولو ځانګړنه الله ج په نارینه کې ایښې چې ورته سیکس کروموزوم ويل کیږي.
کروموزومونه هم په ښځه او هم په نر کې موجود دي چې له یو ځای کیدو څخه يې نوی موجود منځه ته راځې.
په ښځه او نر کې دا کروموزومونه X او y په نومونویادېږي په ښځه او نر دواړو کې دوه عدده شتون لري، دښځې دواړو کروموزونو X او د نارینه هغه يې دواړه د XY په نومونو نومول شوې دي.
دنسل منځ ته راتګ یو حیراوونکي نظام ځکه دی چې کله د نر او ښځې کروموزومونه سره یوځای شي یو موجود منځ ته راوړي
که چیرته د پلار X د مور له X کروموزوم سره یو ځای شې دا به د لوراند خدای ج رحمت ( لور) وي.
که چېرته بیا د پلارY کروموزوم د مور له X کروموزوم سره یوځای شې نو دا به يې نعمت (زوی) وي
نو په دې توګه ویلای شو چې د جنس (نجلۍ او هلک) په ټاکلو او یا منځ ته راوړلو کې د پلار کروموزومونه رول لري. که چیرته دچا لور پيد کېږي، یايې زوی پيدا کيږي په دې کېدسړې رول تر میرمنې زیات دی اود ښځې لاس پکې نشته .
یا په بله مانا که چیرته کومه کورنئ خدای مه کړه د لور په راوړلو سره خفه کېږي په دې کې يې دمور هیڅ ګنا نشته بلګه دا ټاکنه يې الله ج په پلار کې ایښې ده ،
نو څرنګه چې داسې ده نو ویلی شو چې دجنس (دنر او ښځې منځ ته راتګ) دپلار له کروموزومو نو سره تړاو لري.
ښځو ته خدای ج یوازي د ځانګړو اندامونو په لرلوسره دا توان ورکړې چې دنسل د منځ ته راوړلو وړتیا لري، او دمځکي پر مخ يې د نسل د پایښت لپاره لاره هواره کړې.