د کتاب ويونکو کوچنيانو روزنه
اوسنۍ يا معاصره دوره چي ټکنالوژيکي دوره هم بلل کيږي، کوچنيان خپل ټوله وخت د تلوېزيون په ليدلو يا کمپيوټر ته په ناستي تېروي. تلوېزيون ته ليدنه د کوچني پر روحي وضعيت ښه نه ليګيږي، ځکه ټلوېزيوني خپروني يا ډرامې داسي خاصيت لري چي د کوچني پام او نظر ځان ته را اړوي.
د صممي او عادي ژوند لپاره د کتاب ويلو لړۍ مناسبه ده، او هغه کوچنيان چي کتاب ويلای سي د هغو د شخصیت لپاره مفيد او ګتور بلل کيږي.
کتاب څه ارزښت لري او لوستل يې د انسانانو پر ژوند څه ډول اغېزه کوي؟
نن ورځ په نړۍ کي د کتاب لوستلو رول د کوچنيانو پر زهني، ټولنيزي او احساسي پياوړتيا او ځواک پر ټينګښت دلالت کوي.
څېړنو د کتاب لوستلو پر تاثيراتو او بلخصوص پر فکري ځواک او ژبني ځيرکتيا د مطالعې رول مهيم ښودلی دئ.
که چيري د کتاب او کوچنيانو ترمنځ اړيکه د يوې سلسلې يا پړاو په څېر تر څيړني لاندي ونيسو، کوچنيان کيسه ايز کتابونه تر ټوله ښه خوښوي، په همدې دليل کېدای سي چي د کوچنيانو لپاره لوستل د لوبي په بڼه غوره کړو.
کله چي کوچنيان تر خوب مخکي د کيسه ايز کتاب څخه يوه کيسه انتخاب کړي، هغه ته تر ويلو وروسته هغه يې په خوب يا په عادي ډول د همهغي کيسې اهداف او مقصد يې معلوموي او د کيسې له بدو کړونو عبرت او ښې کړني يې په ذهن کي ساتي.
کوچنيان تل د کتاب رنګوالی ، او رسامۍ لرونکي تصويرونه خوښوي، د کتاب سره د کوچني اړيکه نه يواځي د کيسې د هغوی لپاره عبرتناکي کيږي، بلکي د کتاب سره لوبي د کتاب د څیرلو او پر کتاب د قلم د کرښو او صفحو د خرابوالی سبب هم کيږي.
کوچنيان په دوه کلنۍ کي نسبت هغو ته چي ليکدودي کتابونه وي، له تصويري سره ډېره علاقه لري، هغوی په دې عمر کي د کتاب د رنګينو صفحو په اړولو خوشحاله کيږي.
په درې – څلور کلنۍ کي کوچنيانو ته کيسه ايز او نقاشيي کتابونه بايد وويل سي، ځکه چي هغوی عمومآ له خندېدونکو کيسو څخه خوشحاله او خوند ورڅخه اخلي.
او د عمر په دې لومړني پړاوونو کي د لوی او کوچني تر منځ کتاب د ويلو يوه ښه وسيله ده. کوچني ته کتاب لوستل، په داسي حال کي چي ميندي او پلرونه یې ددوی پر شاوخوا موجود وي، هغوی دي د کتاب اړخونه ، مقصد او اهداف ورته ولټوي له بدو کړونو څخه دي مخنیوی ورته وکړي، او په ښو کړونو کي دي د توانايي جرئت ورکړي.
دوی کولای سي چي ، بيا تر شپږ او نهو کلنو پوري په ساده الفاظو ځان پوه کړي، د کتاب د هري کيسې او ليکني اهداف او مقصدونه په خپل فکر کي ولټوي. د ښو او بدو په هکله يې قضاوت يې وکړي او نورو ته يې وروښيي.
کوچنیان د لنډي کيسو او تصويري صفحو څخه ډېر خوند اخلي او هغه موضوع د ځان طبعيت سره يوځای او اشنا کوي.
د لس کلنۍ څخه تر دولس کلنۍ په اوږدو کي کوچنيان د خبرو اترو سره روش او بلدتيا پيدا کوي، کوچنيان کولای سي چي د مشرانو په مجالسو کي ګډون وکړي او د يوې موضوع په هکله خپل معلومات ډېر او ځان پوه کړي.
ترڅو د دوی په ژوند کي د مشرانو د تجربو څخه يو څه زده کړي.
زيات ميندي او پلرونه له هغه څه څخه ډېر خوشحاله کيږي چي اولادونه يې له مطالعې سره عادت سي، ځيني پلرونه او ميندي ددې انتظار کوي چي اولادونه يې په موضوعاتي مجالسو کي برخه واخلي او د يوې موضوع په هکله خبري وکړي او نورو ته پوهاوی ورکړي، ځکه چي دا هر څه د مطالعې او د کتاب ويلو له برکته کيږي او کوچنيان جرئت ناکه اموخته کوي.