ژباړه : احسان الله عابد –
(پنځمه برخه)
کوچنيانو ته د کېسې ويل او په کيسه کې د زده کړې هدفونه!
موږ بايد کوچنيانو ته په داسې ډول کيسه ووايو چې حقيقي او طبيعي تصوير ولري او په دې برخه کې له کوچنيانو سره ښه همکاري وکړو، ترڅو د خپل شاخوا چاپېريال ته فکر په موازي وړتيا سره د علمي کارونو څخه پوهېدنه او د ټولنيز ژوندانه سره اشنايي پيداکړي.
د لوبو، ورزش، د بېلابېلو هنرونو، لکه ادبيات، ټولنيز اخلاق، او د انسان د تاريخي او فرهنګي علميت او پوهېدو سره اشنا سي.
ځينې متخصصين او ارواپوهان په دې باور دي که پر تعليم او تربيې سربېره کوچنيانو ته په دې برخه کي عملي بڼه ورکړل سي، دا په کوچنيانو کې شکل نيسي او دا هر څه په پرلپسې توګه تکراروي.
کله چي ميندې او پلرونه خپلو اولادونو ته کيسې لولي، لومړی يې د خپل ځان پر شاوخوا راټول کړي او د کيسې له هرې کليمې سره دې هغسې طبیعي انداز کاروي، ترڅو د کوچنيانو توجه جلب کړي، کوچنی بیا د کيسې همهغه انداز په خپل ذهن کې ساتي.
تر کيسې وروسته په بله ورځ د کوچنيانو څخه همهغه کيسه وپوښتﺉ بيا يې وګورﺉ چې کوچنيان هغه کيسه په همغسې انداز درته وايي، کله کله د کيسې دغسي انداز او لاس ښورونه په خوبونو کې ويني.
که چېرې د انسان ذهن د کوچنيوالي په دوره کې ازاد او ډموکراتيک و اوسي، د خپل ځان له پاره د تګلارې لوری ټاکي او تر ټولو ډېر فعاليت به کوي چې د بشري فرهنګ په واسطه طبیعت دده په لوري راځي او تر ټولو غوره ځیرکتيا يې په برخه کېږي.
ازاد طبیعت کوچنی په خپله غېږه کې تجزيه ، تحليل او له خپل ځانه سره يې عادت کوي. کوچنيان تل په موازي رفتار کې په تګ راتګ مشغول وي او د زده کړې سره يې فعاليت پراخوي.
اوس نو بايد د کيسې ويلو له پاره “محوري“ نه بلکي “سالاري“ انداز تنظيم سي، او د کيسې له پاره لاندې ټکي بايد عملي سي.
- کيسه بايد د محتوا او مطلب له مخې کوچنيانو ته واضح او تشريح سي
- زده کړې او ټولنيزو اخلاقو ته د کوچنيانو او نويو ځوانانو تشويق
- پر تقويي روحيې او له زده کړې څخه د خوند راز ورو پېژندل سي
- ارتقاع او تمامل اشنايي او له کيسه یيز اړخ څخه ځان پېژندنه
- د کيسې په ورستنۍ برخې سره کوچنيانو ته هدف ورښودل، د هدف معنا او هدف ته د رسېدلو له پاره هڅونه.
د کيسې تر ټولو ښه هنر دا دی، کله چې کوچنيانو ته کيسه لولﺉ بايد په ښه انداز، ساده او د کوچنيانو په معیاري ژبه وويل سي، ځکه چې په کيسه کې مغلقې او پېچلې کلمې راځي، ميندې او پلرونه او يا هغه څوک چي کوچنيانو ته کيسه وايي د دې هرڅه پر ځای دې کيسه په ساده او روښانه الفاظو وکړي.
کله چي کيسه پای ته ورسېږي په کيسه کې دې ښه او مثبت ټکي ورته په نښه کړي، د کيسې او د کيسې د هدف سره يې دې اشنا کړي.
تر کيسې وروسته دې د ټولنيزو ارزښتونو او اخلاقو په اړه هم ورته معلومات ورکړي، بيا يې ازموينه وکړئ، پایلې یې وګورﺉ او وګورئ چې پر کوچنيانو کيسې څه ډول اغېزه او تاثيرات کړي دي.
نور بيا…