لیکنه: روح الله جان
عموما ټول کوچنيان ازاد ژوند خوښه وي، ازادي هغه څه ده چي کوچنيان، لويان، او حتا حيوانات لاهم ازادی غوښتنکي دي.
کله چي کوچنيان ازاد وي، ازادی بايد د والدينو اخوا مشاهده سي، هميشه بايد والدين بايد د خپلو کوچنيانو د تګ د لاري خنډ ونه ګرځي، که چيري والدين د خپلو کوچنيانو ازادی ته غاړه کښېږ دي، او خپل کوچنيان ازاد پريږدي، نو کوچنيان هم په هرډول کار برلاسه کيدای سی، خو که چيری کوچنيان د منفي کار په تر سره کولو لاس پوري کئ، نو والدين ئي بايد راوګرځوي او هغه مثبت لوري ته وو هڅوي.
بله غوښتنه هم دا ده: کوچنيان هميشه د خپلو احساساتو سره په جګړه وي دوي هغه څه کول غواړي کوم چي ده ته په زړه پوري وي، خو ورته رسيداي نه سي، هغه د کورني له خوا تشویق دي، تشویق که هر ډول وي افرين، شاباسي او داسي نورو په ويلو سره تشويق او هم د يوشي ورته رانيول وي، که چيري ستاسو د کوچنيانو غوښتنه تاسو نه سئ پوره کولای، نو بايد هغه پوه کړاي سي، چي هغه شي، شيان تاسو ته تاوان لري.
د کوچنيانو په تهديد کولو او رټلو(وهلو) سره هغه کم جرته کيږي، او راتلونکي ژوند یې ستونزمن کيږي، نو غوښتنه یې هم دا ده چي تهديد او ونه رټل ( وهل) سي.
دوي بايد هميشه د مثبتو کارونو په لوري تشويق سي.
ستاسو د کوچنيانو بله غوښتنه دا هم ده، چي د خپلو همزولو سره سيالي وکړي.
کوچنيان ټول ضدي دي، کوچنيانو مو په نرمه ژبه له ضدیته راوګرځوئ.
ښه والدين هغه څوک دي، چي د اولادونو مثبتې غوښتنې پوره کوي، هر ډول غوښتنه چي د منلو وي هغه ورته پوره کوي.