Homeخبرونهپه کابل کې لسګونو جوړو په یو ځای واده وکړ

په کابل کې لسګونو جوړو په یو ځای واده وکړ

خبریال: جبارخېل(سې شنبه، د سرطان ۲۸ مه) په کابل کې لسګونه جوړې، چې اقتصادي شرایطو د واده چانس ورڅخه اخیستی و، په ډله واده وکړ. له دغو جوړو څخه ځینو ویلي چې د واده په مراسمو کې یې پیسې نه دي لګولي.
دوی دغه راز د اقتصادي ستونزو او د ودونو د پرله پسې لګښتونو له امله د ځوانانو له ودونو څخه د پاتې کېدو په اړه هم اندېښنه څرګنده کړه.
د دغو جوړو کورنیو ویلي چې زامن او لوڼې یې له کلونو راهیسې د ناسمو دودونو له امله د واده د مراسمو لګښت نه شو پوره کولای.
د واده تنظیموونکي وايي، له دې کړنې یې موخه د اسانه ودونو د دود رامنځته کول او د ودونو په مراسمو کې د زیاتو لګښتونو مخنیوی دی.
ګران بيه ودونه اوس يو ټولنيز دود ګرځېدلی دی. په دې مراسمو کې ګډونوالو له کورنیو وغوښتل چې د هېواد اقتصادي وضعیت ته په پام سره د ودونو د لګښتونو د کمولو لپاره هڅې وکړې.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...