دوشنبه, سپتمبر 23, 2024
Homeخبرونهسرچینې:‌د ملا عمر ورور د اورپټلۍ ادارې يو ميليون ډالر او قیمتي...

سرچینې:‌د ملا عمر ورور د اورپټلۍ ادارې يو ميليون ډالر او قیمتي جنراتور حيف و میل کړي

تاند( دوشنبه ، د سرطان ۲۷ ) ‏د طالبانو د فواید عامې وزیر او د دې ډلې د بنسټګر ملا محمد عمر مجاهد ورور ملا عبدالمنان عمري په یوه راپور کې تورن شوی، چې د اورپټلۍ ادارې یو میلیون ډالر یې حیف و میل کړي او هم ېې یو قیمتي جنراتور کور ته وړی او بیرته یې نه ستنوي.

د اورپټلۍ ادارې ځینو سرچینو ویلي، چې ملا منان د اورپټلۍ ادارې دغه امکانات له هغه وخته حیف و میل کړي، چې دغه اداره ېې د وزارت په کنټرول کې وه.

ويل شوي، چې ملا منان د اورپټلۍ ادارې د پراخو امکاناتو لپاره په مستقل بنسټ د دې ادارې د بدلیدو مخالفت هم کاوه.

اوس، چې ویل کیږي د طالبانو بلې ډلې او په ډېر ګومان د ملا متقي ډلې ياده اداره په خپله ولکه کې نيولې، له ملا منان عمري نه ېې د حیف و میل کړو پيسو او امکاناتو د ستنولو غوښتنه کړې، نوموړي يې له ورکړې انکار کړی او ویلي، چې يو ميليون ډالر یې پر طالب جنګياليو ویشلي او جنراتور ته په خپل کور کې اړتيا لري.

طالبانو په رسمي ډول د خپلو دغو ناندریو په اړه څه نه دي ويلي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب