کتاب: سیاست، ټولنه او کمپیوټرپوهنه
لیکوال: هیري هنډرسن
ژباړه: رحمت شاه فراز
لومړۍ برخه
کمپیوټرپوهنه
په عموم کې، کمپیوټرپوهنه په کمپیوټرونو کې د ډېتا د پروسیس او ترتیبولو لپاره د میتودونو مطالعه ده. هغه پوښتنې چې کمپیوټرپوهان ورسره مخ دي د تیورۍ له رامنځته کولو نیولې د دې تیوریو د تطبیق لپاره تر ستراتیژیو پورې ساحه په بر کې نیسي.
د کمپیوټر پوهنې بنسټي نظریات
- د اتومات پروسیجر له لارې د مسئلې د حل په مخ کې کومې خنډونه موجود دي؟
- که یوه مسئله د حل وړ وي، ایا امکان لري چې نوموړې ستونزه د وخت او کمپیوټري سرچینو له ډېر لګښت پرته حل شي؟
- آیا د یوې ستونزې د حل لپاره پړاویز پروسیجر استعمالولی شو؟ او مختلف پروسیجرونه (مثلاً د ډیټا ترتیبول) د اغېزمنتیا او باورمندۍ له مخې په څه ډول پرتله کولی شو؟
- د ډیټا د تنظیم کوم میتودونه ډېر ګټور دي؟ د تنظیم ځانګړي حالتونه کومې ګټې او نیمګړتیاوې لري؟
- په یوه پوستغالي کې د مهمې ډیټا د ښودلو لپاره کوم رغښتونه (سټرکچرونه) غوره دي؟ او په ډیټا باندې د عملیو سرته رسولو په خاطر له ډیټا سره د پروسیجرونو د اتصال تر ټولو غوره لاره کومه ده؟
د کمپیوټرپوهنې وسایل (ابزار)
- څنګه کولی شو چې پروګرامونه داسې جوړ کړو چې لوستل او ساتنه یې اسانه وي؟
- آیا پروګرام لیکونکي به د هغو عامل سیسټمونو او سافټویرونو په ودې او پراختیا پورې ځان ورسولی شي، چې میلیونونه کرښې کوډونه لري؟
- ګڼې هممهاله چارې (یا حتی ګڼ پروسیسرونه) څنګه داسې هم آهنګه کولی شو چې د پرابل د حل لپاره یو ستر کمپیوټري ځواک رامنځته شي؟
- د یوه عامل سیسټم د ډیزاین تر ټولو ښه روش څه دی، چې په خپل ځان کې د عامل سیسټم د مختلفو سطحو مثلاً په هارډویر پورې مربوط ډرایورونو، کرنل (اساسي فنکشنونو) او انټرفیسونو (شیل یا عیني چاپېریال) لپاره هم تګلارې ولري؟
- د یوې پروګرامي ژبې د ډیزاین په برخه کې پر کومو اړخونو ټینګار پکار دی؟ د یوې ژبې د عبارتونو ګرامر، ډکلریشن او د ډیټا ټایپونو سمبالښت او د فنکشنونو یا پروسیجرونو د سبمالښت لپاره یو میکانیزم په څه ډول تشخیصولی شو؟
- د یوې خاصې ژبې لپاره دې د کمپایلر په ډیزاین کې پر کومو اړخونو ټینګار وشي؟
- یوه شبکه په څه ډول مدیریت شي او د ډیټا د لېږد لپاره کوم پروټوکولونه باید وکارول شي؟
د کمپیوټرپوهنې ځانګړي کاریالونه (اپلیکیشنونه)
تر دې وروسته، پورتني عمومي اصول او وسایل باید په بېلا بېلو برخو کې تطبیق شي، چې په لاندې ډول دي:
- د متن پروسیس.
- ګرافیک.
- د ډیټابیس مدیریت، چې په دې کې د فایلونو جوړښت او فایلونو ته لاسرسی ( لکه انډیکس ټاکنه او هشینګ) او د ډیټابیس ساختمان (ارتباطي ډیټابیسونه) راځي.
- د کاروباري ډیټا د پروسیس اړوند مسایل، چې په دې کې د MIS یا د معلوماتي سیسټمونو مدیریت او د تصمیم ګیرۍ سیسټمونه راځي.
- انټرنټي کاریالونه، چې په دې کې بیا سوداګریز کاریالونه، ملټي میډیا، ډیټابیس ته لاسرسی، د انټرنټي خدمتونو ترکیب او د پروګرام لیکنې ګټور تخنیکونه راځي.
- د ساینسي پروګرام لیکنې پرابلمونه، مثلاً ډیټا موندنه، په محاسبو کې د دقت ساتل او د هغو عینیتونو جوړونه (ویژولایزیشن) چې پر ډیټا تکیه کوي.
- د کارن د انټرفیس ډیزاین (د عامل سیسټم یا کاریال) او د کمپیوټر او انسان ترمنځ تعامل ډیزاینول.
- د مصنوعي ځیرکتیا پراخه ډګر، چې د معلوماتو د ښودنې او د استدلال د پروسو د شبیه سازۍ پر روشونو اغېز پرېباسي.
- روبوټپوهنه او کنټرول سیسټمونه (د دې څانګې لپاره د «سایبرنېټکس» یوه پخوانۍ اصطلاح هم کارېږي).
په څرګند ډول ویلی شو چې د کمپیوټرپوهنې مسایل لوی شمېر مسلکونه په خپل ځان کې رانغاړي. د کمپیوټر د هارډویر ډیزاینول تر ډېره پورې کمپیوټري انجینري ګڼل کېږي، خو د هارډویر ډیزاینوونکي باید له هغو الګوریتمونو سره هم اشنا وي چې دغه هارډویر فعالیت پرې کوي. ادراکي پوهنه، چې د انساني فکر پروسې څېړي، پر مصنوعي ځیرکتیا او یوزر انټرفیس دواړو اغېز پرېباسي. د مصنوعي ژوند شبیه سازي، ارثي الګوریتمونه او عصبي شبکې له بیالوژي استفاده هم کوي او بېرته د بیالوژي تشریح او څرګندتیا هم پرې کېږي. دغه راز، د معلوماتي پروسیس د ډېری انتزاعي سوالونو پوله د معلوماتي ساینس (یا معلوماتي تیوري) له مسلک سره نښلي.
د کمپیوټرپوهنې تاریخ
د کمپیوټرپوهنې لومړني سرلاري مثلاً «الن ټیورینګ»، «جې. پرېسپر اېکرټ» او «جان میکارتي» د ریاضي او انجینري له شالید سره دې ډګر ته راغلي وو. خو په۱۹۶۰ کلونو کې د کمپیوټرپوهنې د نصاب او ډسپلن څرکونه ولیدل شول. د ۱۹۹۰ کلونو تر پایه پورې، په امریکايي او کاناډايي پوهنتونونو کې د کمپیوټر پوهنې تر ۱۷۵ ډېرو ډیپارټمنټونو په دغه برخه د دوکتورا تر کچې زده کړې لرلې او په دې څانګه کې يې په کال کې د زرو شاوخوا نوي دوکتوران فارغول. خو په را وروسته لسیزه کې بیا له کمپیوټرپوهنې نه د فارغانو شمېر کابو ۵۰ سلنه را وغورځېده.
که څه هم په دودیزه کمپیوټرپوهنه کې د ډیټاښودنې پر تیوري، الګوریتمونو او د سیسټم پر ساختمان ټینګار کېده، خو په را وروسته کلونو کې د پخواني نصاب د بدیل په توګه یو داسې نصاب جوړ شو چې تر ډېره پورې عملي جنبه یې لرله. د کمپیوټرپوهنې اوسنی نصاب د «معلوماتي ټکنالوژي» یا «معلوماتي سیسټمونو» تر نومونو لاندې د معلوماتي سیسټمونو پر مدیریت، د ډیټابیس مدیریت، سیسټمي مدیریت، او ویب جوړونې په څېر څانګو باندې ټینګار کوي.
اضافي لوستونه
1- Association for Computing Machinery (ACM). Available online. URL: http://www.acm.org. Accessed June 24, 2007.
2- Biermann, Alan W. Great Ideas of Computer Science with JAVA. Cambridge, Mass.: MIT Press, 2001.
3- Computer Science [resources]. University of Albany Libraries. Available online. URL: http://library.albany.edu/subject/csci. htm. Accessed June 24, 2007.
4- Dale, Nell, and John Lewis. Computer Science Illuminated. 3rd ed. Sudbury, Mass.: Jones & Bartlett, 2006.
5- Hillis, Daniel W. The Pattern on the Stone: The Simple Ideas That Make Computers Work. New York: Basic Books, 1998.
6- IEEE Computer Society. Available online. URL: http://www.computer. org/portal/site/ieeecs/index.jsp. Accessed June 24, 2007.