شنبه, اپریل 27, 2024
Homeادبلنډه کیسهپوښتنه/ اجمل پسرلی

پوښتنه/ اجمل پسرلی

د یوې ټیټې کوټې له کړکۍ د څراغ راوتلې تتې رڼا ته تم شوم. زړه مې وشو چې دې سرې بخونې کوټې ته ورننوځم، وګورم چې پکې څه دي او څوک دي:

« چې نه یې پيژنې څه به درته وایي؟!»

څو ګامه ترې تیر شوم له ځنګل سره د غځیدلې سړک په اوږدو لار لړې نیولې وه. شاته مې وکتل. له ټیټې کوټې راوتلې رڼا داسې ایسیده لکه د لاس څراغ چې دې لړې ته نیولی وي. ورستون شوم د کړکۍ مخې ته ودریدم. شاوخوا هڅوک نه و، که به و هم په لړه کې نه ښکاریده. لاس مې پورته کړ چې ورووهم:

« څه ورته ووایم ….. د لارې پوښتنه به وکړم… غلط نه شم»

ور مې ورو ورو وټکاوه، څوک راښکاره نه شو. ور مې درباوه. یو سړی راووت، لاندې باندې یې راته وکتل. ما ورته وویل:

-ته دلته اوسې؟

سپینې ببرې وریځې یې کش کړې، په خندا یې وویل:

-که نه اوسیدی درته راوتلم؟

-وبښئ لاره نه ښکارې له دې ځنګله پورې تیریږم په کومه ولاړ شم

ده د وره شاته لاس تیر کړ، جمپر یې ورواخیست، په زګیروي یې لاسونه د جمپر په لستوڼو کې ننویستل:

– راځه چې زه لار دروښیم

-زحمت دی

– دلته څو لارې تیرې شوې که غلط شې ډير په عذابیږې په کور کې مې هم زړه په تنګ شوی و

-یوازې اوسئ

-میرمن مې بیله شوې

-یوه کوټه لرې

-یوه د ناستې کوټه له پخلنځي سره او یوه وړه د خوب

-ستا د کور ټیټ چت، راوتلې کړکۍ او په شنو ونو کې سور رنګ ډير رومانتیک ښکاري

په هوا کې یې لاس تیر کړ:

-رومانتیک ژوند خو دا دی چې څه نه درته ښکارې خو اټکل کوې چې هرڅه شته

 ما ساعت ته وکتل پوره پنځلس دقیقې د ځنګله په منځ کې راسره رهي و، مخامخ یې لاس ونیو:

-دغه نرۍ لار ونیسه دا سیخه کوز کلي ته پورې وتلې

دی وګرځید، څو ګامه وړاندې په لړه کې ورک شو. لړه ټیټه شوې وه، خو زړه مې غوښتل چې دا زما د سترګو شاوخوا څو متره لار هم ښکاره نه شي، د دې سړي خبره په زړه راوریده« رومانتیکه دا هوا ده چې هیڅ شی پکې نه ښکارې او ته اټکل کوې چې هرڅه شته».

پراګ

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب