جمعه, مې 3, 2024
Homeکلتورله تيارو سره مبارزه کوو| حبيب وقار

له تيارو سره مبارزه کوو| حبيب وقار

د کلي عامه کتابتون خپلو هڅو ته ادامه ورکوي، دا دی نن د ۱۳۹۸ لمريز کال، د لېندۍ مياشتې په ۹مه نېټه يې د شيخ اباد عامه کتابتون پرانيست او يو ځل بيا د يو شمېر رضاکاره ځوانانو له لوري د خدمت به کوو، کلي او بانډې به د علم او پوهې په ګاڼه سنبالوو نارې اوچتې شوې. خلکو بدرګه کړې، د دې چيغو اورېدونکو ته يو ځل بيا هيله پيداشوه چې جګړې به پای مومي او په هر کلي کې به د کلي عامه کتابتون د رضاکاره ځواک له لوري کتابتون جوړېږي او خلکو ته به نور د ټوپک پر ځای قلم ورکول کېږي.

د شيخ اباد کتابتون د کلي د عامه کتابتون له لوري ديارلسم کتابتون دی چې د عامه خلکو پر مخ پرانيستل کېږي. د کتابتون د پرانيستې په مراسمو کې د سیمې ګڼ شمېر قومي مشرانو برخه اخيستې وه، ياد مراسم د سپېڅلي کتاب قران عظيم الشان په تلاوت سره پيل شول. ورپسې د شیخ اباد د عالي ليسې مدير محمد زاده د ښه راغلاست په وينا کې، ټولو مېلمنو ته ښه راغلاست ووايه او د شيخ اباد عامه کتابتون له بنسټ اېښودونکي ښاغلي مجیب الرحمن محمودی او د نوموړي له ملګرو څخه چې د کتابتونونو په جوړولو کې ورسره همکار دي مننه وکړه او د دوی د هڅو او زيار ستاینه یې وکړه.

له ښاغلي محمد زاده وروسته د وردګو ولایت د پوهنې رياست د نظارت غړي ښاغلي قاري مطيع الله هدايت د علم او مطالعې ګټې بیان کړې، ويې ويل:

 «علم او پوهه ده چې تيارې وژني او خلکو ته روښنايي ورکوي، موږ بايد تل هڅه وکړو چې هم خپله د پوهې له روښنايي ګټه واخلو او هم نورو خلکو ته خدمت وکړو.» له قاري هدايت وروسته د عامه کتابتونونو د ډلې يوه غړي شفيع الله مشفق د  شیخ اباد عامه کتابتون بنسټ پاڼه ولوسته او د دغه کتابتون له استفادې او اوصولو یې د مطالعې مينه وال خبر کړل. 

په پای کې د شيخ اباد د عامه کتابتون بنسټ اېښودونکي مجیب الرحمن محمودي خبرې وکړې او د ياد کتابتون د جوړېدو او ارزښت په اړه يې بشپړ معلومات ورکړل، نوموړي زياته کړه:

 «تر ۵۰۰ زيات ديني، سياسي او ادبي کتابتونه مو د شيخ اباد کتابتون ته له بااحساسه خلکو راټول کړل، دا کتابونه يوازې د دې ليسې له پاره نه بلکې د شاوخوا سيمې خلک به هم ګټه ترې اخلي.»

نوموړي همداراز وويل، رښتينی ژوند هغه دی چې د يو انسان خير يوازې ځان ته نه بلکې نورو ته هم ورسېږي. ښاغلي محمودي همداراز د شيخ اباد سیمې پر قومی مشرانو غږ وکړ چې په دغه علمي کاروان کې له دوی سره ځانونه شریک کړي، له دوی سره د کتابونو او خلکو ته د کتابونو د رسولو په پروسه کې برخه واخلي. نوموړي زياته کړه:

«پر موږ تاسې دا ټولنه حق لري چې خدمت ورته وکړو، هيله ده تاسې مشران په ټولنه کې ناوړه دودونه له منځه يوسئ او پر ځای یې د کتابتون د غني کولو او منظم ساتلو له پاره هلې ځلې وکړئ، څو په ټولنه کې جهل او تیارې له منځه لاړې شي.»

 د یادونې وړ ده چې د کلي د عامه کتابتون علمي کاروان هڅې د ۱۳۹۲لمريز کال راهيسې د ښاغلي محمودی له خوا پيل او روانې ساتل شوې دي او له څه وخت راهيسې څو تنه نور بااحساسه ځوانان هم په دې خيريه کار کې اوږه په اوږه برخه ورسره اخلي، يادې ډلې له ۱۳۹۲لمریز بيا تر اوسه د وردګو ولايت سربېره په نورو ولایتونو کې ۱۳ کتابتونونه جوړ کړي دي او په زرګونو کسانو ته يې د مطالعې او زده کړې اسانتيا برابره کړې ده. د ښاغلي محمودي او ورسره ټيم دغه کار په ډېرو ستاينو ارزي او د هر افغان دا مسوليت دی چې د دوی لاسنیوی او ملاتړ وکړي.

نو که د سيمې خلکو، سوداګرو، روڼ اندو، ليکوالو او ټولو باحساسه افغانانو ياد ټولي ته لاس ورکړ، نو په رښتيا به هم د ناپوهۍ دروازې تړل کېږي، هر کور او هر کلي ته به کتابونه رسېږي، نور به بيا ځوانان د وژونکو او نسل ختموونکو سياليو پر ځای په پوهه او د پوهې په ترلاسه کولو کې سيالي کوي.

نو موږ له تيارو سره مبارزه کوو او دا مبارزه به ادامه لري، راځئ تاسې هم په دې مبارزه کې برخه راسره واخلئ، ستاسې يو کتاب هم موږ ته ډېر ارزښت لري او ستاسې همدا يو کتاب، يوه کتابچه يا يو قلم د يو انسان ژوند له تيارو ويستی شي، نو راځئ نور خپلو افغانانو ته د ټوپک پر ځای يو پنسل يا قلم ورکړو، څو له نورې نړۍ سره د پوهې له مخې سيالي وکړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب