یکشنبه, سپتمبر 22, 2024
Homeکلتورسپين‌غر ادبي بهير خپله پنځه دېرشمه ادبي ناسته وکړه

سپين‌غر ادبي بهير خپله پنځه دېرشمه ادبي ناسته وکړه

راپور: سنگر جانان‌خېل

نېټه: ۱۳۹۸، لیندۍ، ۰۹مه

سپين‌غر ادبي بهير خپله ۳۵مه ناسته وکړه. دغه ناسته د سپین‌غر ادبي بهیر د غونډو په تالار کې ترسره شوه او د وسیع الله ګوهرخېل په تلاوت سره پیل شوه.

د دریځ چارې هدايت‌الرحمان ډاډ پر مخ بېولې، وسیع الله ګوهرخېل د غونډې مشر او د مېلمه پر څوکۍ ورسره بریالي ملنګ ملتیا کوله.

وسیع الله ګوهرخېل د غونډې په پیل کې وویل، کومه کمېټه چې د بهرنيو اړيکو او مالي چارو د سمبالښت لپاره ټاکل شوې کارونه يې سست دي او د ځینو ملګرو په پرله‌پسې غیرحاضرۍ یې خواشیني ښکاره کړه.

ده وویل، دغه د ځای د ځوانانو د ويښتابۀ لپاره غوره ځای دی او ملګري باید نوره غیر حاضري ونه کړي.

لۀ دې وروسته ازاده مشاعره ترسره شوه چې يادو شاعرانو پکې خپل او انتخابي شعرونه د غونډې ګډونوالو ته واورول. استاد شمشېر خوږياڼي، جان ولي ثاقب، مسکين يار دانش، سنګر جانان خېل، برکت الله اسير ، جانان خدرخېل، پروېز نوري، موسی دلسوز، قنداغا سهار،  محمد غوث نوري، وسيع الله ګوهرخېل ، غفران الله قايل، استاد عبدالرازق ځلاند او بريالي ملنګ پکې شعرونه د ناستې ګډونوالو ته وارول.

محمد غوث نوري د غونډې ارزونه وکړه او دغه ناسته یې ښه وارزوله.

غونډه غرمه مهال د وسيع الله ګوهرخېل په دعایه پای ته ورسېده .

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب