جمعه, مارچ 29, 2024
Homeخبرونهننګرهار کې وسله والو یو قومي مشر او يوه کس د مور...

ننګرهار کې وسله والو یو قومي مشر او يوه کس د مور په ګډون د کورنۍ څو غړي وژلي

تاند( جمعه ، د اسد ۱۴ مه) په ننګرهار کې د دوو جلا پېښو پر مهال وسله والو کسانو يو قومي مشر او يوه بل کس د خپلې کورنۍ څو غړي وژلي دي.

د طالبانو تر کنټرول لاندې باختر خبري اژانس تاييد کړه،چې وژل شوی قومي مشر مولوي محمد قيوم نوميده او د چپرهار ولسوالۍ په ماڼو کلي کې نن سهار وژل شوی دی.

بل لور ته: د ننګرهار ولایت د مرکز د جلال اباد ښار د درېیمې ناحیې په اربابانو سیمه کې یو کس خپله مور او یو ورور وژلی او بل ورور یې ټپي کړی.

خبري سرچينو ويلي، چې دغه پېښه پرون پنجشنبه ماښام مهال شوې ده.

سرچینې ویلي، چې قاتل جواد نومېده او له پېښې وروسته له سیمې تښتیدلی.

سرچینې د پېښې دليل کورنی تاوتریخوالی ښودلی.

په وروستيو کې د قومي مشرانو،ديني عالمانو او نورو د وژل کیدو او کورني تاوتريخوالي د زياتيدو خبرونه زیات شوي.

د کورني تاوتريخوالي د زياتيدو اصلي دليل اقتصادي او بشري ناورين ګڼل کېږي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب