هېواد افغان
ښایي حیرانوونکې وي چې ښځې دې پر ځان د جبر او د ټولنیزې انزوا مسولې وګڼو. ټولې نه خو ځینې خپله نارینه وو ته د برترۍ احساس ورکوي او خپل ښځمنتوب تر سوال لاندې راولي.
انسان په پېچلي ډول خلق شوی. حتا په پوره ډول د ځان پېژندل هم سخت وي؛ د بل خو لېرې خبره ده.
ښځې د همدې پېچلې سیستم یوه برخه ده او تر ډېره یې په شعوري یا غیرې شعوري ډول خپلې انزوا، بلواکۍ، او د یو چا ملاتړ ته ځان سپارلی دی.
ښځې ریښتیا هم خپله انزوا غواړي؟
دا او دې ته ورته پوښتنې په غور کولو ارزي.
زما له انده د ښځو د بدبختۍ او په ټولنه کې د انزوا لامل خپله ښځې دي. ولې؟
د یوه ملګري کورنۍ مې له کلي څخه کوم نظامي روغتون ته راغلې وه. دی یې هم د مرستې لپاره ورغوښتی و.
ملګري مې کیسه کوله، چې د وینې معایناتو ته له خپلې کورنۍ سره په تمه ناست وم. په کراره مو د کلي او کور کیسې کولې او په ارامه مو چې چاته مزاحمت ونشي خندل. خلک تلل او راتلل چاته مو ډېر پام نه و. شاوخوا شل دقیقې وروسته مې یوه نجلۍ ډاکټره مخې ته ودرېده او په فارسي یې په زوره وویل، چې مخکې دې ولې په ماپسې خندل؟
وايي ما حیران نجلۍ ډاکټرې ته کتل او کورنۍ مې ماته کتل. ستونزه دا وه چې کورنۍ مې په دري نه پوهېدل او پر ځان مینې ډاکټرې پښتو خبرې نه کولې.
وايي ما ورته وویل چې وبښه ته څوک یې؟ نه یې بښنه منله او نه یې خبره اورېده. په غوږو کې یې ګوتې اچولې وې او خولې ته یې واک ورکړی و. شاوخوا ټول خلک زمو پر سیل ولاړ وو.
ډاکټره بېچاره دومره د کمترۍ په احساس اخته وه، چې ملګري ته مې یې د خپلې ځوانۍ، ښایست او ډاکټرۍ صفتونه هم کړي وو او د ځان له سیالۍ یې کم ګڼلی و.
عادي کیسه ده خو زما د ملګري په روح او روان یې ژور اغیز کړی و. هره ورځ ورته وایم چې دومره کیسه نه ده هېره یې کړه. خو یار بیا نوي فکرونه کړي وي او نوي دلیلونه تراشي.
ملګری مې وایي ما ته یې که هر څو د ځان صفتونه وکړل، پروا نه لري. خو فکر مې دې ته خراب دی چې د ښار ټولنه اطرافیانو ته ډېره بده انځور شوې. دوی ښایي دا فکر ونه کړي، چې زه په خندا دومره بې عزته شوم.
بله کیسه دا ده چې په نظامي ځای کې بې ځایه او بې دلیله د یوې ځوانې نجلۍ غږ پورته کول، ډېرې پوښتنې نه راپورته کوي؟
ولې؟ څه کیسه وه؟ څه یې ورته ویلي؟ له بېرونه خو نه وه پسې راغلې؟ دلته سره خلاف شول؟ بل زیان یې ور رسولی؟ او…
ملګری مې وايي، که زما په مخ کې له چا سره داسې کیسه شوې وای، ما نه منله چې د خندا خبره دې دومره جدي وي.
بله کیسه چې ملګری مې ډېر ورته ځورېږي د ښځو ټولنیز ارزښت او پر خپله انزوا او ځپل کېدو کې د دوی لاس لرل دي.
هسې هم په ښځو بده ورځ راغلې په یوه پلمه نه، په یوه له صحنې ایستل کېږي. په ځوانانو او په پېغلو د بد اخلاقۍ او اختلاط تورونه لګول کېږي، چې پایله یې د ښځو قرباني او په کور کېنول دي.
په نظامي ځای کې چې د نوي حکومت عسکر هم ګرځي او له دنده لرونکو ښځو ښه خاطره هم نه لري. د یوې ښځې هغه هم د دولت کارکوونکې داسې چلند د فکر وړ نه دی؟
پر نورو وظیفه لرونکو ښځو به یې اغیز څومره وي؟
د نویو راغلو د بداخلاقۍ او اخلاقي فساد تورونه ته به ثبوت نه وي؟
د ښځو په کور کېنولو ته به جدي لاره هواره نشي؟
او په سلګونو نورې داسې پوښتنې شته، چې ژور فکر باید پرې وشي.
که له همدې پېغلوټې او د کمترۍ له احساس سره مل ډاکټرې سره بد چلند شوی وای. باید زما ملګری یې په لغتو له نظامي روغتونه را ایستلی وای.
خو ستونزه او د خندا وړ خبره دا ده، چې پر پېغلوټه ډاکټره پسې د ملګري خندا مې دې خپله نه ده لیدلې، بل چا ورته ویلي؟
دا د بل چا ویل یو څه د فکر وړ نه دي؟
مانا د غوږ کتو تر مخه په سپي پسې منډې وهل دي.
ملګری مې له ډېره وخته پېژنم. تل یې مقابل لوري ته درناوی کړی او ښځو ته د یوه انسان په څېر د ټولو حقونو ورکړې ملاتړی دی.
خو ورسره شوې پېښې دومره زهیر کړی، چې تر ننه عادي حالت ته نه دی راغلی.
ملګری مې وايي، چې یاد نظامي روغتون ته له واسطې پرته د ناروغانو ورتګ ناممکن دی.
ما وایي ښه واسطه هم درلوده. د کمترۍ له احساس سره مل پېغلوټه ډاکټره مې هم وپېژندله. په یوه شکایت مې یې ټوله دنده او هر څه ور ګډوډ کولای شوای. خو افغاني غیرت او پښتو اجازه رانه کړه، چې زما له امله یوه تور سرې په کور کېني او یا له خپلې دندې وشړل شي.
که هېڅ له دندې ونه شړل شي، لږ تر لږه د رهبرۍ تر پام خو کمه رانشي.
د کورنۍ پر مخ کې زما بې عزتي هسې هم نه راګرځېده. په زړه مې غټه ډبره کېښوده او پر ځان د مینې ډاکټرې او له دې سره د ټولنې د نیم قشر سرنوشت ته په ژورو فکرونو کې ډوب له روغتون راووتم.
کاش چې په ټولنه کې داسې ښځو د نیمې ټولنې استازولي نه کولای او یا کاش افغانانو یوه ښځه پر بله نه قیاس کولای.