سه شنبه, مې 7, 2024
Home+طبیعی منابع د پرمختیایی هیوادو د پرمختیا ماشین

طبیعی منابع د پرمختیایی هیوادو د پرمختیا ماشین

 پوهاند محمد بشیر دودیال

(اقتصادی پرمختیا او پیاوړی اقتصاد، په واقعی توګه خپلواکی ده: Amarty sen)

(څلورمه برخه)

د طبيعي منابعو ويشنه (ډولونه/اقسام)

           Kinds of Natural resources

تیر بحث کې مو وویل چې د وخت په تیریدو؛  نه یواځې اقتصاد پوهان، بلکې سیاستوال، د چاپیریال متخصصین او ایکولوژیستان ټول د طبیعی منابعو ستراتیژیک اهمیت ته ځیر شول. څیړنې وشوې، پلټنی او تفحصات ترسره شول او طبیعی منابع  لویو برنامو کی شامل شول. په هغو باندې د ښه پوهیدو لپاره یې بیلابیل ډولونه کتګوری شول.  مختلفو  پوهانو طبيعي منابع په مختلفو ډولونو باندي ويشلي دي . یو شمیر پوهانو طبیعی سرچینې زموږ چاپیریال کې د هغو د موقعیت له مخې په درې ډولونو ویشلی: (۱)ترځمکې لاندې سرچینې لکه کانونه، دمنرالي چینو اوبه اونور؛

 (۲) د ځمکې پرمخ منابع لکه ځنګلونه، سیندونه، طبی بوټي، کرنیزه خاوره، ژوي او نور؛

(۳) دزمکې له سطح پورته منابع لکه دهوا جریان، دلمر وړانګې، په هوا کې موجود مایکرو ارګانیزمونه او نور. له نیکه مرغه افغانستان  یې دا ټول ډولونه  لري.

له اقتصاد او چاپیریال پوهنې پرته، یو شمیر څانګو په ډیر ساده ډول زموږ شاوخوا سرچینې له فزیکی پلوه په درې ډولونو ویشلي دي: جامد، مایع او ګاز. البته دا ډیره برسېرنه او ساده شکلي ویشنه ده.

بعضي علماوو دطبيعي منابعو ويش دهغوي داستعمال دخامو موادو په توګه کړي، بعضي نورو د صنعتي او دکرنېز داستعمال له مخي په بیلابیلو ګروپونو ویشلي دي، خو هغه ويشنه چي ټولو ته دقبول وړ ده په لاندې ډول ده:

١ .غير قابل تجديد (نه نوی کیدونکی) طبيعي منابع  Non-Reproducible resources

٢ .دتجديد وړ(نوی کیدونکی) طبيعي منابع  Reproducible resources

٣ .نه تماميدونکي طبيعي منابع Inexhaustible resources

د ښه پوهیدو په خاطر به دا هر یو جلا جلا وګورو :

۱.غير قابل تجديد طبيعي منابع

هغه منابع دي  چي په ثابته پيمانه او دايماٌ په يو اندازه سره موجود وي د نسل دتولید او زياتوالي امکان پکي نه وي يعني اندازه يي ثابته اومعينه وي. دا ډول منابع  بيا په خپل وار سره په دوه برخو ويشل شوي ده .

  • دزمکي منابع Land resources
  • منرالي منابع  Mineral resources

دزمکې منبع : زمکه په خپله په يوې ثابتې پيماني (اندازې)موجوده ده یعنې د هغې په مقدار او اندازه کې کمي او زياتي نه راځي، دهغې پراخول او زیاتول د بشر له توانایی اوچته ده.

منرالي منابع : ټول کانونه او منرالونه په يوې  ثابتې اندازې سره وجود لري دا په دې معنا: که چيرې په يو ځاي کي ١٠٠٠ مکعب متره د ډبرو سکاره کشف شي، په هغه ځاي کې له دې زيات نور د ډبرو سکاره نشو ایجادولای. منرالي منابع بيا په خپل وار سره په دريو لويو برخو  ويشل شوي دي:

  • فوسيلي دسون مواد  Fossil fuel لکه دپټرولو زيرمې، د ډبرو سکاره او داسې نور؛
  • فلزي ډبرې Metallic ores لکه داوسپنې، نکل، جست، سرب اوداسي نورې فلزی ډبرې؛
  • غير فلزي ډبريNonmetallic ores لکه سلفر،باريت،ګچ، تعمیراتي تيږي اوداسي نوري قيمتي او نیمه قیمتي ډبرې.

٢ دتجديد وړ(نوې کیدونکې) طبيعي منابع

دا منابع دغير تجديدې خاصيت لرونکو  منابعو سره په دې توپیر لري، چې تر یو حد پورې یې د زیاتولو امکان شته،  يعني کمي اوکيفي اندازه يي ثابته نده، بلکي د مجدد توليد قابليت لري. د دغو منابعو زياتوالي دانسان او اقليم له فعاليتونو څخه متاثر کيږي. په دې برخه کې مدیران او پالیسی جوړوونکی ازاد لاس لري او د ټولنې له اړتیا سره سم پلانونه ورته جوړولای شي. د دي منابعو عمده اقسام دا دي :

  • لرګي (Timber)؛
  • کبان (Fishes)؛
  • دځمکي پرمخ بوټي او حيوانات (soil base)؛
  • څنګل…

٣. نه تماميدونکي طبيعي منا بع

داهغه منابع دي چي تل موجود دي او زموږ د فعلی پوهې له مخې، دا منابع  تماميدلاى نشي. د دوي اهمیت د  دوی د وفرت  او پریماني سره سره د زیاتیدو په حال کې دی. یعنې د دغو منابعو زياتوالي هيڅکله د دي باعث ندي شوي چې د دوي ارزش کم شي او يا دانسان رابطه ورسره کمه شي، بلکي داستفادي خاص موارد لري چې مهم اقسام يې دا دي  :

  • د اوبو منابع Water resources
  • دلمر انرژي solar energy
  • داوبو دغاړې څپي (مدو جذر) Tidal energy
  • اقليمي منابع Climate energy
  • د هوا جريان (باد).

د ویش  او تقسیماتو له پلوه  اوبه د نه تمامیدونکو سرچینو په ګروپ کې راغلی دی، خو په ۱۹۹۲م. کال کې د دوبلن په کنفرانس کې اوبه اقتصادی ماده وبلل شوه.  اوس اوبه د دغه ګروپ د نورو برخو په پرتله په  خورا دقت مدیریت کیږی، پلان ورته جوړیږی، عرضه او تقاضا ورته موجوده ده او داسې نور. له بله پلوه اوبه د خپل کیفیت، موقعیت او شکل له مخې په نورو ګروپونو ویشل کیږی، لکه: دزمکې پر مخ روانې اوبه( روزمیني)، ترزمکې لاندې (تحت الارضي) اوبه، د بخار(بړاس) په شکل اوبه او د کنګل په شکل اوبه، خوږې اوبه او مالګه لرونکي اوبه او داسې نور.

په دې ګروپ کې د لمر د انرژي ځانګړتیا دا ده چې د ځمکې د غونډاري ټول خلک له دې سرچینې څخه په یو شان ندی برخمن، په قطبی سیمو کې د لمر وړانګې ډیر لږ مهیادی، د لمر د ورځو شمیر په سکندناوی هیوادو او شمالی امریکا کې په مراتبو د استوایی سیمو په پرتله لږ دی. له دې پرته د لمر د وړانګو د لویدو زاویه هم هرې سیمې کې توبیر لري.

ممکن  یو شمیر کسانو ته باد او د هوا جریان بې ګټې ښکاره شي، حال دا چې دغه منبع په ډیرو حالاتو کې حیاتی ارزښت پیدا کوي، مثلاً  که چیرې د هوا جریان موجود نه وي، د اکسیجن قلت را منځته کیږی، له بلې خوا د هوا جریان ډیرانونه او وراسته اشغال (فُضله مواد) وچوي او د میکروبی کیدو خطر کموی، ډیر اضافی فضلات د باد په واسطه خواره واره او په محیط یې فشار کمیږی، د باد له جریان څخه اقتصادی استفاده ورځ په ورځ زیاتوالی مومی، مثلاً  یو وخت درمندونه په باد پاکیدل او میوې سابه د هوا دجریان په واسطه وچیدل، بادي عنعنوی ژرندې ورباندې ګرځیدې، په سمندرونو کې به بیړۍ په باد حرکت کاو، خو اوس دبریښنا په تولید کې ورڅخه کار اخیستل کیږی.

اقتصاد ته منابع او دهغو ویشنه د هغو دتولید او د خدماتو د ترسره کولو له مخې اهمیت لري، چې له دې پلوه یې لاندې ویشنه شوې ده:

په پورته شکل کې ښکاري چې  د طبیعی منابعو هر جلا ډول موږ ته حیاتی مواد تولید او د ژوند ډیر مهم خدمات چمتو کوي. دملی اقتصاد له نظره له لاسه وتونکی او جریانی منابع( لکه سیندونه، دلمر وړانګې، باد او دې ته ورته نور)، دهغو مدیریت او هغو ته پالیسی لرل ځکه ضروری دی چی که استفاده ورڅخه ونشی له لاسه وځي، نو ځکه باید لومړیتوب ورکړل شي، حال دا چې ذخیروی منابع لکه معادن ممکن هروخت د استفادی وړ وی او ذخیره هم شي.

هغه موضوع چې د سرچینو د ویش په برخه کې یې یادول ضرور دی، هغه دا ده چې کیدای شی هره منبع په خپل وار د استعمال له مخې په نورو فرعی برخو وویشل شي، مثلاً زمکه نه نوې کیدونکې سرچینه ده، خو د استعمال له مخې په نباتي، ځنګلي، څړځای، د صنعتی استعمال ، تجارتي، مسکوني، تفریحی، ترانسپورتی، خدماتی رهایشي  اوکاني استعمال په اساس په نهو کتګوریو ویشل کیږی، لسمه کتګوری یې خاره یا شاړې زمکې دي، چې د راتلونکی استعمال له پلوه ارزښت لري. په دې توګه د سرچینو اصلی او فرعی ویشنه د هغو د مدیریت کولو او پالیسی جوړولو له پلوه ډیره د اهمیت وړ ده. موږ هرې اصلی او فرعي کتګوری ته په بیلابیلو روشونو تدابیر سنجوو.

د سرچینو یوه بله په زړه پورې ویشنه داسې ده:

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب