شنبه, اپریل 27, 2024
Homeخبرونهط-انو امریکا او چین د خپلمنځي اړیکو ښه کیدو ته وهڅول

ط-انو امریکا او چین د خپلمنځي اړیکو ښه کیدو ته وهڅول

تاند(پنجشنبه ، د اسد ۱۳ مه) ‏‏‏‏په کابل کې د طالبانو حاکمې ادارې د امریکا متحده ایالاتو او چین په وروستيو ناندريو غبرګون ښودلی.

د طالبانو په یوه اعلامیه کې راغلي:«د چین ولسي جمهوریت او امریکا متحده ایالاتو ترمنځ اړیکې د سیمې پر امنیت، ثبات او ښېرازۍ اغېز لري.»

سرچینه زیاتوي:«د افغانستان اسلامی امارت له ټولو هېوادونو څخه غواړي چې له داسې پرېکړو څخه ډډه وکړي چې د دولتونو د ملي حاکمیت سرغړونه بلل کېږي او پاروونکو اقداماتو ته زمینه برابروي.»

‏د طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد وايي:«افغانستان اسلامی د واحد چین پر اصولي سیاست ټینګار کوي او له مناسبو لارو د چین او امریکا د اختلافاتو حل غواړي ترڅو د سیمې او نړۍ د سولې، ثبات او پراختیا لپاره په ګډه کار وکړي.»

طالبانو دا څرګندونې په داسې حال کې کړي چې امریکا د کابل په وزير اکبرخان دیپلوماتیکه سیمه کې د دوی د ځانګړي مېلمه او د القاعدې شبکې د مشر ایمن الظواهري د وژلو خبر ورکړی.

د طالبانو دغو سپارښتنو ته يو شمېر افغانانو په غبرګون کې ویلي،چې طالبان تر اوسه په خپل هېواد او نړۍ کې څوک په رسميت نه پيژني او دوی د خپل وضعیت د حلولو پر ځای نړيوالو قدرتونو ته نصيحتونه کوي.

2 COMMENTS

  1. تایوان یا د چین جمهوریت
    دامریکا د متحده ایالاتو په کانګرس کې د استازومشره ننسي پلوسي د 2022 کال د اګست دوهمه ، د یوه رسمي سفر په ترڅ کې د خپل هېواد د یوه هیئت په مشرۍ تایوان ته سفر وکړ . د چین لوري دا سفر تحریک کوونکی ، بې مسوولیته او جنون آميزه وباله .
    پدې ورځو کې د چین او تایوان ترمنځ اړیکې بحراني خواته روانې دي ، غواړم له تاسو سره د تایوان او چین په هکله راټول شوي معلومات شریک کړم:

    تایوان چې رسمي نوم یې د چین جمهوریت دی ، همدا راز د تایپي چين ، ملي چین او فارموسا په نومونو هم پیژندل کیږي ، د آسیا په ختیز کې موقعیت لري او د تایوان ، پنګهو ، کینمن ، ماتسو او یو شمېر نورو وړو جزیرو نه تشکیل شویدی ، چې ټولې د چي د ولسي جمهوریت د سواحلو په ختیز کې واقع دي ، تشکیل شویدی .
    د تایوان جمهوریت د د سمندر پواسطه د لوېدیز لورته د 170 کیلومتره فاصلې درلودو سره د چین ولسي جمهوریت ، د شمال – ختیز له لوري له جاپان سره او د جنوب له لوري له فلیپین سره ګاونډی دی.
    تایوان د جغرافیې له نظره د چین اصلي برخې سره وصل وه ، خود د مځکې د پوست د حرکت له امله له هغې جلا او یوه برخه یې تر اوبو لاندې شوېده ، ځکه پخواني ، ډبریز او نور آثار چې هلته پیدا شویدي له چین سره یوشان دي .
    د تایوان مساحت 36197 کیلومتر مربع او نفوس یې 23817000 نفره اوپایتخت یې د تایپي ښار دی چې درې میلیونه او سل زره نفوس لري .
    د چین جمهوري دولت د 1911 کال د اکتوبر په 10 د ووچانګ په قیام سره دچین او مغولستان د جمهوریت د اصلي خاورې په یوه برخه کې جوړ شو چې د 1912 کال په جنوري کې په رسمیت وپېژندل شو . د چین جمهوریت د دوهم نړیوال جنګ په پای کې د تایوان او پنګو مجمع الجزایر له جاپان نه بېرته ونیول او په 1947 کې یې اساسي قانون تصویب کړ. خو په 1949 کال کې د چین د کورنۍ جګړې په پای کې کومینتانګ ( د چین ناسونالست ګوند ) د چیانګ کای شک په مشرۍ چې د چین پرټولې اصلي خاوري حاکم وو ، د مائوتسه تونګ په مشرۍ د چین د کمونست ګوند له په مقابل کې ماتې وخوړه او د تایوان جزیرې وتښتېدل. دوی د تایپي ښار د تبعیدي دولت موقت پایتخت وټاکه. په داسې حال کې چې د چین ولسي جمهوریت پرټول چین حکومت کوي ، دوی ځان د ټول چین او مغولستان د جمهوریت مشروع دولت بولي.
    د تایوان دولت د ساړه جنګ په لومړیو کې د ډېرو غربي هېوادونو او ملګرو ملتونو د سازمان له خوا په رسمیت وپېژندل شو اود چین یواځني مشروع دولت بلل کېده . تایوان د ملګرو ملتونو د سازمان د موسسو غړو له ډلې نه وو او تر 1971 کال پورې د امنیت د شورا دایمي غړی هم وو. خو په 1971 کال کې د له دې سازمان نه اخراج او څوکۍ یې د چین ولسي جمهوریت ته ورکړل شوه .
    د چین ولسي جمهوریت د تایوان حکومت غیر قانوني بولي او غواړي چې هغه په خپلې خاورې پوري وصل کړي ، حتی که ضرورت شي پدې برخه کې به له زوره کار واخلي .
    د دواړو دولتونو اختلاف د تایوان په سیاسي وضعیت سیوری اچولی اود خپلې خپلواکۍ لپاره هرډول هڅه یې د چین د ولسي جمهوریت له تهدید سره مخامخ شوېده چې ځینې وختونه تشنج د دې سبب شویدی چې د جګړې په زور دغه ستونزه حل کړي . د امریکا متحده ایالات په 2021 کال کې خپلې جنګي بېړۍ د تایوان د ملاتړ لپاره سیمې ته و لېږلي.
    د چین ولسي جمهوریت له هغو هېوادونو سره چې تایوان په رسمیت پېژني ، دیپلوماتیکې اړیکې نه ټینګوي . پدې اساس یواځې 21 هېوادونه چې د ملګرو ملتونو غړیتوب لري ، تایوان په رسمیت پېژندلی دی .
    تایوان چې پخوا یو ګوندي هېواد وو، په 1980 کلونو کې څو ګوندیز هېواد شو.حکومتي نظام یې نیمه ریاستي دی او ټول اتباع یې د رایی حق لري .
    رئیس جمهور د هېواد مشر او دمسلحو قواو قوماندان دی .
    یوآن د قانون جوړوني جرګي یا پارلمان نوم دی. تایوان یا د چین جمهوریت د سوداګرۍ نړیوال سازمان او د آسیا اوقیانوسیه اقتصادي همکاریو سازمان غړی دی او د نړۍ له 19 پرمختللیو اقتصادي – صنعتي هېوادونو له ډلې نه شمېرل کیږي .
    همدا راز د بیان د آزادي ، د روغتیایي امکاناتو ، ټولنیزو زده کړو او اقتصادي آزادیو له درکه د دنیا له پرمختللیو هېوادونو نه حسابیږي .
    د تایوان تاریخ
    پرتګالیانو په 1590 کې دا جزیره کشف کړه او د «فورموزا Formosa» چې ښایسته معني ورکوي ، نوم یې پرې کېښود. په 1624 هالندیانو په جنوب او هسپانیویانو د جزیرې په شمال کې کلاګانې جوړې کړي . هالندیانو په 1641 کال کې هسپانویان له جزیرې وشړل او تر 1661 پورې د تایوان کنترول د دوی په لاس کې وو.
    په 1661 کال کې جنرال کوژینګا (General Koxinga) تایوان د یو مستقل دولت په توګه اعلان کړ . په 1683 د چینګ کورنۍ پرتایوان خپله سلطه ټینګه کړه . په 1895 کال کې د چین او جاپان ترمنځ د جنګ په نتیجه کې چینایانوماتې وخوړه اوتایوان د جاپان تر واکمنۍ لاندې راغی . جاپانیانو دتایوان د پرمختګ په برخه کې مهم نقش درلود.
    د دوهم نړیوال جنګ په جریان کې تایوان په دوامداره توګه د امریکا له خوا بمباري شواو د جګړې په پای کې چين ته ورکړل شو. په 1949 میلادي کال کې کله چې چیانګ کای شک د چین جمهور رئیس د کورنۍ جګړې او د چین د کمونستي انقلابیونو له لاسه ماته وخوړه ، له خپلو 600 زرو مسلحو عسکرو سره تایوان ته وتښتېد ، د چین جمهوریت ئې هلته اعلان او دا سیمه تر اوسه خپل واک لاندې لري .
    د چین جمهوریت ځان د ټول چین د ادارې مستحق او د چین ولسي جمهوریت غیر قانوني بولي . چیانګ کای شک د تایوان د آزادی مشر د 1975 کال د اپرېل په 5 د 87 کلونو په عمر د زړه د حملې له کبله مړ شو او زو یې «چیانگ چینگ کو» (Chiang Ching-Kou) د هېواد د صدراعظم په توګه د پلار واکمنۍ ته ادامه ورکړه.
    د 1991 کال په دسامبر کې «لی تنگ هوی» (Lee Tengu-Hui) د تایوان جمهور رئیس شو ، هغه په 1998 په شپږم ځل د تایوان د خپلواکۍ قطعنامه د ملګروملتونو د امنیت شورا ته وړاندې کړه خو د چین د حکومت له خوا ویتو شوه.
    د 2000 میلادي کال په مارچ کې د انتخاباتو په نتیجه کې «چن شویی بیان» (Chen Shui-Bian) له دموکراتیک مترقي ګوند نه د 71 سلنې رایو په اخیستلو سره د تایوان جمهور رئیس شو . پدې ترتیب سره پرتایوان د ناسیونالیستانو 50 کلنۍ واکمنۍ ته د پای ټکی کېښود.
    تایوان د 2000 میلادی کال د جنوري را پدېخو د نړیوال سوداګري سازمان (WTO) غړیتوب لري .
    د 2004 میلادي کال په مارچ کې د تایوان د خپلواکۍ لپاره یوه ټول پوښتنه وشوه ، خو دا ټولپوښتنه ناکامه شوه او 50 سلنه رایی یې ترلاسه نکړې .
    چین او تایوان په وروستیو لسو کلونو کې څو ځلې هڅه وکړه چې خپل مناسبات ښه کړي ، خو د توقوع وړ نتیجه یې نده تر لاسه کړې .
    د تایوان د راتلونکي سیاست وضعیت په هکله درې نظریې شته :
    لومړي د تایون حکومت د چین د جمهوریت او یو قانوني دولت په توګه وپېژندل شي .
    دوهم تایوان د بېرته خپل اصلي هېواد ته ورکړل شي او د چین د ولسي جمهوریت یوه برخه شي .
    او دریم تایوان د یوه خپلواک دولت په توګه اعلان شي .
    د تایوان اقتصادي وضعیت:
    د تایوان پولي واحد د تایوان نوی دالر دی چې اجزا یې سنت دي .
    صادرات یې عمدتا کمپیوتر او دهغو پرزي، الکترونیکي وسایل ، فلزات ، منسوجات او پلاستیکي وسایل دي.
    د تایوان سمیکانداکتور کمپنۍ یواځې د کمپیوتري پرزو نیمه برخه تولیدوي . خصوصا د نظامي وسایلو کمپوترې برخې مشتریان یې خورا زیات دي چې له دې مدرکه په 2021 کال کې تر 100 سل میلیاردو دالرو ډېر عواید ترلاسه کړیدي .
    که چین تایوان تر خپل حاکمیت لاندې راولي ، د تایوان ټول اقتصادي ځواک او د دنیا د صنایعو مهمه برخه به کنترول کړي .
    د تایچونګ د برښنا تولیدي مرکز چې د 5824 میګاواټه برښنا تولیدوي په نړۍ کې د ډبروسکرو د برښنا د تولید تر ټولو لویه دستګاه ده .
    د تایوان د اقتصادي رشد په هکله ویل کیږی چې تر څو راتلونکو کلونو پورې به د آسیا یو له لویو او مهمو اقتصادي قدرتونو له ډلې وي .
    دامریکا د متحده ایالاتو په کانګرس کې د استازومشره ننسي پلوسي د 2022 کال د اګست دوهمه ، د یوه رسمي سفر په ترڅ کې د یوه هیئت په مشرۍ تایوان ته ورسېده . که څه هم د چین د خلکو جمهوریت د امریکا متحده ایالاتو ته د دې سفر نه کولو په هکله خبردارۍ ورکړی وو او ویلي یې وو چې مېرمن پلوسي سفربه امریکا ته ګرانه تمامه شي .
    کله چې روسې پر اوکرایین حمله وکړه ، چین هم د تایوان ټاپو تهدید کړ چې که ضرورت شي له خپل هېواد سره به یې له نظامي لاري یوځای کړي .
    د امریکا د کانګرس هیئت د یوې اعلاميې په ترځ کې ویلي دي چې دا سفر د امریکا د متحده ایالاتو له خوا د تایوان 23 میلیوني خلکو د پرجوشه دموکراسي د حمایت او ملاتړ لپاره اجرا کیږي.
    په 1997 کې د امریکا د وخت د کانګرس رئیس نویت ګنګریچ دې جزیرې ته سفر کړی و.
    د امریکا متحده ایالاتونه د تایوان دولت په رسمیت نه پېژني ، اما د چین د دولت په مقابل کې د هغوي ملاتړ کوي .
    د امریکا د باندینیو چارو وزیر وایی چې کانګرس یو مستقل ارګان دی او دا سفر د مېرمن پلوسي یو شخصي سفر دی

    د متن لیکونکی: غلام حضرت صالح زوی

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب