پنجشنبه, مارچ 28, 2024
Homeخبرونهصالح:د الظواهري د مرګ اسقاط پاکستان او د‌کندهاري ط-انو مشر واخيستل، زجر...

صالح:د الظواهري د مرګ اسقاط پاکستان او د‌کندهاري ط-انو مشر واخيستل، زجر به ېې افغانان ګالي

تاند( پنجشنبه ، د اسد ۱۳ مه) د افغانستان د بې واکه شوي ولسمشر لومړي مرستيال امرالله صالح د کابل په وزير اکبرخان سیمه کې د امریکا د بې پیلوټه الوتکې د برید پر مهال د القاعدې شبکې د مشر ایمن الظواهري د وژل کیدو د پایلو په اړه خپل تحليل وړاندې کړی.

هغه په یوه ټویټ کې لیکلي:«د الظواهري د مرګ اسقاط کې امریکا پاکستان ته د ۲میليارده ډالرو د له سود پرته قرضې اخیستو زمینه برابره او د الظواهري په اړه د معلوماتو ورکولو په سر د کندهاري طالبانو مشر ته ۱۵میلیونه ډالره ورکړل.»

صالح زياتوي،چې د دې په بدل کې به بایډن د مثبتو خبرونو سرټکی او ملا هبت الله خاموشه وي.

امرالله صالح د ټولو طالبانو سرټیټي او په افغانستان کې د خښ شوي الظواهري لپاره د یوه نوم ورکي او بدنامه قبر زیاتیدل او په دې اړه څو خبریالانو ته د خبري سوژو په لاس ورتلل د الظواهري د وژل کیدو نور اړخونه بولي.

 ښاغلی صالح په عین حال کې د افغانانو د مبهم وضعیت او زجر دوام په کابل کې د الظواهري د وژل کیدو نورې پايلې بولي.

طالبانو د الظواهري د مرګ د نورو جزییاتو په څېر په دې اړه هم څه نه دي ويلي.

2 COMMENTS

  1. ترټولو ښه مشوره صالح او ټالبانو ته داده چې خپل مړشوی ملګری د خلیفه رباني ترڅنګ ښخ کړي .
    ځکه چې دوی د لومړي ځل لپاره په 1994 کال کې د خلیفه رباني له خوا له سودانه کابل ته دعوت او د هغوی ټولو ملګرو ته د افغانستان تابعیت منظور کړ.
    فکر کوم د جنرال باجوه ترڅنګ به د نظار شورا هم د نوموړی د اسقاط یوه برخه ترلاسه کړي وي .

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب