یکشنبه, مې 19, 2024
Home+په افغانستان کي د امریکا جګړه

په افغانستان کي د امریکا جګړه

 ترجمه، تلخیص او څېړنه

              پنځمه برخه

د القاعده او طالبانو تر منځ اړیکي او دغه راز په کوټه کي د طالبانو د شورا، چي په لومړي سر کي یې ۱۰ وروسته ۱۸ او په پای کي ۳۱ غړي درلودل، وجود، چي په افغانستان کي دننه یې د امریکا او ناټو د قواوو پر ضد ټول فعالیتونه تنظیمول، یوه معمی ده. آیا امریکا په ریشتیا هم دونه کمزورې وه چي پاکستان یې، لږترلږه په خپله خاوره کي، د طالبانو د فعالیتونو کنټرولولو او حتی د طالبانو د مشرانو نیولو ته مجبورولای نه سوای؟

ملکازیان لیکي چي په ۲۰۰۹ کال کي د دادالله تر وژل کېدلو وروسته د طالبانو د مشرتابه- ملاعمر او ملابرادر او القاعده ترمنځ اړیکي هم ډېر کم او هم یې د فعالیتونو خطوط څرګند سول. ملاعمر په افغانستان کي دننه د امریکا پر ضد جهاد کاوه او هدف یې له خپلي خاوري څخه د خارجی قواوو ایستل وه او د القاعده له بین المللی اهدافو سره یې علاقه نه لرله. خو د هغوی د حقانی شبکې مشر جلال الدین حقاني، که څه هم چي په څرګنده یې د القاعده ملاتړ نه کاوه، د هغوی مشرانو او غړو ته ځای ورکاوه او مرستي یې ورسره کولې او القاعده هم د حقاني شبکې جنګیالي ورته روزل.

ملکازیان وایی د القاعده او طالبانو ترمنځ دغه مبهم اړیکي د امریکا د پالیسی جوړوونکو ترمنځ د اختلاف سبب سو. له ۲۰۰۶ کال څخه وروسته داسي څرګنده سوه چي د طالبانو مشران بین المللی ټروریسټي هدفونه نه تعقیبوی؛ په نتیجه کي د امریکا له پالیسی جوړوونکو سره دا سوال پیدا سو چي متحده ایالات ولي حتماً طالبان له منځه وړي. له بلي خوا د طالبانو مشرانو د القاعده له ردولو څخه ډډه کوله او دوی ته یې دا دلیل په لاس ورکاوه چي باید له افغانستان څخه  ونه وزي. ملکازیان لیکي چي د ۲۰۰۸ کال د لوی اختر په مناسبت د ملاعمر په خپاره سوي پیغام کي پر خارجی قواوو باندي د بشپړ بري ادعا سوې وه او طالبانو ته یې د هغوی د قربانیو مبارکي ورکړې وه.

ملکازیان لیکي چي د طالبانو دوهم رژیم وښودله چي په موثر ډول حکومت کولای سي او د داخلي اختلافونو او رقابتونو سره سره یې اتحاد ساتلی وو. طالبانو د عدالت په قایمولو، د مځکو په بیرته وېشلو او د کوکنارو د کښت له لاري کلیوال خوشاله وساتل. طالبانو یو ډول نظم قایم کړ. داچي دوی څرنګه د اسلام پر دین باندي را ټول سول او څرنګه یې عدالت قایم کړ په دې کي ښکلا ده مګر تراژیدي یې په دې کي وه چي د ښځو حقوق یې ورڅخه اخیستل، ښوونځي یې سوځل او خلک یې ټوټې ټوټې کول.

ملکازیان لیکي طالبانو د ۲۰۰۶ څخه وروسته وښودله چي دوی د ۱۹۹۰ کلونو په څېر د لنډ عمر مذهبی تحریک نه دی بلکه دوام به کوي. د سترو طاقتونو څو ځله تېریو هغوی ته داسي زمینه برابره کړې وه چي دوی به دایمي سیاسي وجود لري او تر کمونیسټانو، د مجاهدینو تر ګوندونو او حتی د کرزي تر نوي ډیموکراټیک حکومت به هم بریالي وي. ص ص ۲۶۳-۲۶۴

داسي ښکاري چي د ۲۰۰۴ څخه تر ۲۰۰۶ کال پوري د امریکا د قواوو زیاتره توجه د کندهار او هیلمند خواته وه خو کله چي یې د نورستان، کنړ او ننګرهار خواته توجه وکړه نو څرګنده سوه چي په هغه سیمه کي هم ستونزي تر کندهار او هیلمند په کمه نه وې؛ دلته لا خبره په دې کي وه چي د کنړ په ولایت کي، چي د سلفیانو پخوانی مرکز وو، القاعده او داعش هم جنګېدل او امریکایانو ته اطلاع رسېدلې وه چي ایمن الظواهري د القاعده او سلفیانو د جبهو څخه فقط څو میله لیري فعالیتونه کوي. په دې سیمه کي داعش هم بشپړ نفوذ درلود او په دې حساب نو، د طالبانو په شمول، څلور قوتونه له خارجیانو سره جنګېدل.

داسي ښکاري چي په نورستان او کنړ کي ټول خلک د امریکا او ناټود قواوو په مقابل کي پاڅېدلي وي. ملکازیان لیکي چي د افغانستان یوه پوځي قوماندان د  امریکا یوه قوماندان ته وویل په کلیو کي یوازي زاړه پاته دي او ځوانان ټول جنګ ته تللي دي. د کنړ ولایت  د کورینګل د سیمي یوه مشر د کنړ ګورنر ته ویلي وه هیڅ داسي زړه ور ځوان نسته چي له حکومت سره همکاري وکړي. دلته یوازي یاغیان دي د متحده ایالاتو صاحب منصبانو ویل چي د کنړ ۷۵ فیصده قوماندانان د همدغي سیمي اوسېدونکی دي. له دوی سره د جلال آباد، د کنړ ولایت د نورو سیمو او د سرحدي قبایلو پښتانه ملګري ول او یوازي څو تنه د القاعده کسان ول چي د یاغیانو په پوځي روزنه کي یې برخه درلوده. ص ۲۸۰

ملکازیان لیکي چي امریکایانو د هر ډول وسلو څخه کار واخیست او څو څو ځله یې تر ۲۰۰۰ پونډه پوري رهنمايی سوي بمونه وغورځول. خو امریکایانو دونه قواوي نه درلودلې چي ټول کلي ونیسي. ګڼو ځنګلونو او د غرونو کمرونو د یاغیانو لیدل او ویشتل مشکل کړي وه. ملکازیان وايی د کورینګل یوه مشر د کنړ والي ته وویل میاشتي تیري سوې چي امریکایان او د حکومت قواوي د امنیت په ټینګولو لګیا دي مګر الله امنیت نه غواړي. د افغان پوخ یوه افسر د متحده ایالاتو عسکرو ته وویل په کورینګل کي چي هر څوک وینی هغه دښمن دی دلته دوست نسته. ص ۲۸۲

په دغه وخت کي تر ټول افغانستان د کنړ په ولایت کي سخت جنګونه روان وه. په کنړ کي د پیچ په دره کي تر بل هر ځای زیاتی حملې کېدلې. په دغه سیمه کي امریکايی قواوو په پنځه لسو میاشتو کي ۳۶۲۲۵ د هاوان او توپونو ګولۍ او ۳۷۸۹ بمونه او توغوندي وار کړل. په دغه موده کي په ټول افغانستان کي په دغه شمېر ګولې اورېدلي وې. ص ۲۸۴

په کنړ او نورستان کي د امریکا پر قواوو باندي تقریباً هره ورځ حملې کېدلې او پرله پسې تلفات یې ور اړول. امریکایان بالاخره مجبور سول چي د افغانستان د حکومت د اعتراضونو سره سره له کورینګل څخه ووزي. ملکازیان لیکي چي د ۲۰۱۰کال د اپرېل په میاشت کي امریکایی قواوو د کورینګل څخه خپله وروستۍ ټولۍ عسکر وایستل. د کورینګل د یاغیانو مشر حاجی متین موافقه وکړه چي پر امریکایانو به د وتلو په وخت کي حمله نه کوي. هغه دوې هفتې اوربند اعلان کړ او په دغه وخت کي هیلي کوپټرونو خپل عسکر او وسایل وایستل. د اپرېل پر څوارلسمه ډګرمن براین پرل خپلي ودانی او د سون د موادو ذخیرې د کورینګل مشرانو ته تسلیم کړې. د متحده ایالاتو جنرالانو تر تقریباً څلور کاله جګړو وروسته د کنړ او نورستان غرونه یاغیانو ته پرېښودل.

د کورینګل او نورو درو په جنګونو کي ۱۲۰ امریکایان ووژل سول. د متحده ایالاتو قوماندانانو ځکه په دغو غرونو کي ځانونه ټینګ کړی ول چي ویل یې که له دغو سیمو څخه پر شا سي نو د دوی شاته تګ به طالبان نور هم زړه ورکړي. د دوی اندېښنه ډېره بېځایه هم نه وه. ځکه چي د کوټي شورا له دې پيښي څخه ډېره زیاته تبلیغاتي استفاده وکړه او د یاغیانو قوماندانان د کنړ او پیچ له نفوسه ډکو سیمو ته نیژدې سول. ص ص ۳۲۱-۳۲۲

داسي ښکاري چي د امریکا حکومت خپلو خلکو ته د افغانستان د جنګ په باره کي ریشتیا نه ویل او هر وخت یې د دښمن د ځپل کېدلو رپوټونه ورکول. ملکازیان لیکي چي طالبانو پر کنړ او نورستان برسېره د کابل شاوخوا هم تهدیدول او د دفاع وزیر رحیم وردګ خو له امریکایی قواوو څخه وغوښتل چي کابل وژغوري. ملکازیان لیکي چي واشنګټن په دې پوهېدی چي په جنګ کي ګیر دی. په کنړ او هیلمند کي د امریکا شکستونو په غربي ورځپانو کي انعکاس وکړ. نیویارک ټایمز، واشنګټن پوسټ او ایکانومیسټ ټولو همدغه خبرونه اخیستي وه. د نیوریارک ټایمز ورځپاڼي د اګسټ په میاشت کي ولیکل:

« د افغانستان څخه ربړوونکي خبرونه راځي. کابل، چي د غرب د طرفدار حکومت مرکز دی، د محاصرې په حال کي دی. طالبان او د القاعده خارجی جنګیالي مځکي نیسی او هر څومره مځکي چي د طالبانو او القاعده لاسته ورځي په هغه اندازه په امریکا او نورو هیوادونو کي د ټروریسټي حملو خطرونه زیاتیږي. نور باید هیڅ وخت ضایع نه سي. که متحده ایالات، ناټو او د هغوی د مرکزي اسیا ملګري هیوادونه ژر اقدام ونه کړي نو دوی ښايی دا جنګ بایلي» ص ۳۱۹

په لنډ ډول ویلای سو چي په افغانستان کي د امریکا شل کلنه جګړه د هغه هیواد د جمهوروریسانو او سیاسي او پوځي مشرانو د اشتباهاتو داستان دی. د هغوی تر ټولو لویه او حیاتي اشتباه دا وه چي تر پایه پوري د پاکستان خطرناک رول ته یا متوجه نه سول او یا یې اهمیت ورنه کړ. داچي امریکا ته د پاکستان دوستی څومره اهمیت درلود له کرزي سرهم د بایدن د ۲۰۰۹ کال د جنوري د ماښامنۍ له خبرو څخه معلومیږي چي پر کرزي باندي یې د ټولو ډیپلوماټیکو اصولو په خلاف آواز لوړ کړ او هغه ته یې وویل چي موږ  ته پاکستان تر تاسي پنځوس چنده زیات اهمیت لري. خو امریکا د پاکستان په حمایه کولو سره خپله پښه په تېشه وهله او په افغانستان کي د هغوی د ماتي تر ټولو مهم علت همدغه پاکستان سو.

ملکازیان لیکي چي اوباما او د هغه ټیم د پاکستان په برخه کي یوه نوې پالیسي طرح کړه او هغه دا چي دا دواړه هیوادونه د افراطیونو له خطر سره مخامخ دي او باید چي یو له بله همکاري زیاته کړي. پاکستاني طالبان، چي له القاعده سره یې لاس یو کړی وو، ریشتیا هم د هغه هیواد د اټومي وسلو ذخیرو ته یو جدی خطر وو.

اوباما فیصله وکړه چي له پاکستان سره د القاعده او پاکستاني طالبانو په مقابل کي همکاري زیاته کړي او ضمناً یې کوښښ کاوه چي د هغه هیواد مشران له افغان طالبانو او حقانی له شبکې سره له همکاری کولو څخه را وګرځوي. اوباما هیله درلوده چي ګوندي پاکستان به، د افغانستان د ثبات په شمول، ګډ ستراتیژیک اهداف ورسره تعقیب کړي. د امریکا حکومت له پاکستان سره مرستي زیاتي کړې او هغوی په خپله خاوره کي د ټروریسټانو او طالبانو پر مرکزونو باندي د ډرون الوتکو د حملو اجازه ورکړه.

ملکازیان لیکي چي امریکا په پنځو کالو کي له پاکستان سره، د ټروریزم پر ضد مبارزې لپاره، درې بیلویونه ډالر تخصیص کړل او لا یې د ۲۰۰۹ کال په اکتوبر کي له هغه هیواد سره، د پنځو کالو لپاره، په کال کي یو نیم بیلیون ډالره نوره مرسته هم تصویب کړه. په حقیقت کي پاکستان د هغو مرستو دوه چنده ترلاسه کولې چي د بوش په حکومت کي ورکولي کېدلې.

ملکازیان لیکي چي د پاکستان د آی ایس آی مشر جنرال اشفاق کیاني یوه ورځ په ضمني توګه دا ومنله چي پوځ یې له القاعده او طالبانو سره مرستي کوي. کله چي جان کیری د ۲۰۰۹ کال په اکتوبر کي پاکستان ته ولاړ نو کیاني ورته وویل چي ملا عمر په کراچي کی دی خو موږ ځکه هغه نه نیسو چي د سولي خبرو ته تاوان ونه رسیږي. کیاني پوهېدی چي ملاعمر په زابل کي دی خو په دې توګه یې غوښتل کیري ته وښيي چي پاکستان په مسایلو کي ډېر زیات رول لري او په آینده کي باید زیاته توجه ورته وسي. سړی حیران پاتیږي چي کیاني ولي د پاکستان او طالبانو ترمنځ د پوځي اړیکو خبره چنداني نه پټوله.

ملکازیان لیکي چي د امریکا مقاماتو کیاني په دې نه سوای قانع کولای چي له طالبانو سره خپلو پوځي اړیکو ته تغییر ورکړي ځکه چي هغه د طالبانو او حقاني شبکې څخه هم په افغانستان کي د هند د نفوذ د مخنیوي لپاره کار اخیست او هم یې په پاکستان کي دننه د پاکستاني طالبانو د فعالیتونو په مخنیوي کي کار ورڅخه اخیست. پاکستان که پر هر یوه باندي حمله کړې وای نو په نتیجه کي پاکستاني طالبانو به د هغه هیواد په دننه کي زیات خطر ورته متوجه کړی وای. د پاکستان پوځ په میرانشاه کي د حقاني شبکه او په کوټه کي د کوټي شورا خپلو کارونو او فعالیتونو ته آزاد پرې ایښي وه. ص ص ۳۳۵-۳۳۷

متحده ایالاتو چي له پاکستان سره هرڅومره مرستي کولې د هغه هیواد په پالیسی کی یې چنداني تغییر نه سو راوستلای. پاکستان بیا هم په سرحدي سیمو کي طالبانو ته سپکي وسلې او هاوانونه رسول او کله نا کله به یې له امریکايی پوځیانو سره نښتي هم کولې. د ۲۰۱۰ کال د اکتوبر په میاشت کي خو د امریکا یی او پاکستاني پوځیانو تر منځ په سرحدي نښته کي په لس هاوو پاکستاني بوځیان قتل سول او کیاني یې دونه عصبي کړ چي د پاکستان له لاری یې د امریکایی وسایطو او اکمالاتو مخه بنده کړه.

کله چي امریکایانو د ۲۰۱۱ کال د مې په میاشت کي اسامه بن لادن وواژه نو دا اړیکي نور هم خراب سول. ملکازیان لیکي چي کیاني ځکه ډېر په غوسه وو چي د هغه پوځي حیثیت ته توهین سوی وو ځکه چي د امریکا هیلی کوپترونو د هغه په خاوره کي عملیات کړي وه او دی خبر سوی نه وو. د پاکستان یوې عمومي رایه ګیری وښودله چي ۶۴ فیصده پاکستانیان د امریکا د هغي حملې مخالف ول.

ملکازیان لیکي کیاني، چي د پاکستان د دفاعی پالیسی مسوول وو، د متحده ایالاتو خاص قوتونه او پوځي روزونکي له هیواده وایستل او په اوړي کي یې د امریکا د ډرون الوتکو حملې منع کړې. په مقابل کي متحده ایالاتو له پاکستان سره ۸سوه میلیونه ډالره نظامي مرستي وځنډولې. د پاکستان د مقاماتو غضب زیاتره د بن لادن د وژل کېدلو له امله وو او د راتلونکو دوو کالو لپاره پاکستان تر بل هر وخت د امریکا د پالیسیو سره سخت مقاومت وښود. ص ۴۶۴

 البته د پاکستان او امریکا اړیکي بیرته د پخوا په څېر دوستانه سول او لکه څرنګه چي بایډن جمهورریس کرزي ته ویلي وه چي پاکستان تر افغانستان پنځوس چنده اهمیت ورته لري هغسي هم وسوه.

امریکایانو په افغانستان کي د ملکیانو په تلفاتو کي چندانی ری نه واهه او په هر ځل هوايی حملو کي یې ملکیانو ته تلفات اړول. امریکایانو ته ښايی دا په سل ګونو او زرګونو ملکي تلفات مهم نه ښکارېدل خو همدغو تلفاتو په پای کي ټول افغانان د هغوی دښمنان کړل او د هغوی په هیڅ وعده یې باور نه سوای کولای. د هر ځل تلفاتو سره د خلکو غوسه زیاتېدله او په مقابل کي یې د طالبانو صفونه تقویه کول. ملکازیان لیکي چي د کرزي او د متحده ایالاتو ترمنځ د اختلاف اصلي ریښه ملکي تلفات او د امریکایانو د شپې حملې وې او دا اختلاف په ۲۰۰۹ کال کي ډېر زیات سو. ملکازیان لیکي چي کرزي لکه څرنګه چی یې له طالبانو څخه د ملکیانو د ژغورلو وظیفه درلوده دغه راز یې د امریکایانو او افغان ملېشو څخه هم د خلکو د ساتني وظیفه درلوده خو ده چي هر څومره کوښښونه او اعتراضونه وکړل ځای یې ونه نیوی او امریکایانو په دغه برخه کي خپلي وعدې پوره نه کړې. کرزی دومره بې وسه سو چی په ۲۰۰۶ کال کي یې د امریکا او ناټو د بمباریو او ملکي تلفاتو د رسېدلو له امله په تلوېزیون کي وژړل. ۳۳۸

هغسي چي جمهورریس کرزي ویلي وه چي د افغانانو وینه وړیا نه ده حقیقت هم داسي وو. د بې ګناه ملکیانو د وژل کېدلو له امله هره ورځ د خلکو غوسه زیاتېدله او بالاخره، د افغانستان د حکومت له مامورینو او طرفدارانو څخه پرته، اکثریت افغانان، که د طالبانو طرفداران نه وه نو لږترلږه د امریکایانو مخالف خو ول.

                    پاته لري

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب