یکشنبه, سپتمبر 22, 2024
Home+د الظواهري وژنه که د لاهوري ساتنه؟

د الظواهري وژنه که د لاهوري ساتنه؟

غني حسن

ایمن الظواهري د اسامه مهم کس ګڼل کېږي، مهم په دې مانا، چي د سیپټمبر ۱۱مي پیښې طراح و، د پردې تر شا د سناریو اصلي لیکوال همدا ظواهري و. د القایدې د تروریستي ډلې رهبر او د غټو پېښو لارښود ظواهري څنګه او ولي په کابل کي ووژل سو؟ 

کلونه وړاندي اسامه افغانستان ته د طالبانو تر وخت مخکی د مجاهدینو په وخت کی راغلی نه بلکي راوستل سوی و، او د غټي لوبي د مخته بیولو اتل اسامه د طالبانو په وخت کي بیا را ژوندی سو، طالبانو د هغه ساتنه هم کول او  امریکا ته د سپارلو غوښتنه یې لا هم احمقانه بلل. په افغانستان کي د طالبانو د لومړۍ واکمنۍ دوره وه، چي د سیپټمبر لویه غمیزه واقع کېږي امریکا د اسامه په لټون پر افغانستان د پاکستان له خاوري برید کوي؛ بریدونه زیاتېږي، نظام بدلیږي، طالبان محوه کېږي او افغانان د ارامۍ ساه اخلي، لا په دې خوند نه پوهېږي او د ځانمرګو نوې لړۍ په افغانستان کي وده کوي اوس یوه اساسي پوښتنه:

 هغه طالبان چی نابود او محوه سوي وه، څنګه او چیري بیا را وزېږده؟ 

د هغوی لارښود څوک و؟ سناریو د چا په لاس کي وه؟ له کوم هېواد څخه یې ټرینینګ اخیستئ؟ 

ایا امریکا چي کلونه وړاندي یې د ترورېزم خلاف مبارزه پیل کړې وه د القایدې د ډلو په ځپلو کي څنګه اوچیري وتوانیده؟ 

هو!

 په افغانستان کي لږ وتوانیده خو په پاکستان کي یی مرکز ته نژدې د اسامه په وژلو یې مبارزه بریالۍ وه، ځکه ساتنځای یې هم هلته و، ټرینینګ مرکزونه یې هم هلته وه او اصلي لارښود یې هم هغه هېواد و. یوازی د هغه د ساتلو پروژه یی مخي ته نه بیول بلکي د طالب د بیا قوي کېدو او د ځانمرګو د لړۍ طرحي یې ډیزاینولې؛ طالب یي دومره وحشی کړ، چي د بې ګناه کسانو په وژلو یې لاس پوري کړ، ماشومان یې ووژل، ودونه کي یې ځانمرګي وکړل، د سړک هر پُل یې وران کړ، مکتبونه یې وسوزول، د انجونو پر مخ یې تیزاب وشیندل د سینوهه خبره، چي د انسان حماقت او بې عقلي به میلینونه کلونه ژوندی وي. دوی هغه ادعا پر ځای کړل او دوی خپل ظلمونه او وحشي کړني وکړې، چي انسان یې په لیکلو شرمیږي او دا خبره د هر چا ذهین ته راځي چي انسان د بل انسان دوږخ دی. 

دوی یوازی نه ول بلکي تر څنګ یې د حقاني د شبکې ظلمونو نړۍ ولړزول، د ماشومانو حلالول، د ښارونو پر هوټلونو، شدیدي حملي او د کابل په زړه کي د امریکايي پوهنتون په اکاډمیک ماحول کي د وحشت څپې خپرول بیا د هغو کار و. هو هغوی داسي بدي، نه هیریدونکي، انسان لړزونکي او ویروونکي کړني وکړې، چي خپله طالب لا ګوته په غاښ ورته پاته سو. 

خبره مو دا کول، چي د دواړو ډلو یو ساتنځای درلود که نه؟ 

هغه چیري و او څنګه لوبه یی مخي ته وړل؟ 

هو مالومه خبره ده، چیري چي اسامه ووژل سو، چیري چي طالب بیا ژوندی سو، چیري چي حقاني بیا پر غورځنګونو راغی، چیري چي یې د لاهوري انسانانو خیټو ته ډوډۍ پیدا کېدل په همدې پروژو او ځانونه به یې ساتل، چي کابلي انسان وځپي او دوی ځانونه وساتي. 

ایا سوال نه درته پیداکېږي، څنګه امکان لري چي د افغانستان د جمهوریت په شل کلنه دوره کي دي د القایدې ډلي په کابل کي وې او داسي د تروریستي ډلي مهم کس دي دلته ساتل کېده، دا داسي روښانه ده لکه لمر چي خپلي زریني وړانګي د مځکي د کُرې پر مخ خپروي – اول دا چي د  ایمن‌الظواهري ساتنځای ځکه پاکستان دی چي دا یې پخوانۍ تجربه ده ـ د اسامه پېښه مه هیروئ، طالب مشران چیري ول او حقاني شبکه چیري تنفس کوئ؟

دویم –  د پاکستان په وروستي اقتصادي بحراني حالت کي، پاکستان لپاره دا ښه فرصت و او پاکستان له دې فرصت څخه استفاده وکړه او دا استفاده دا وه، خپل بحرانی حالت د کړکیچ څخه راوګرځوي او د (IMF) څخه قرضونه واخلي او دا دی هغوی هم لاس ورته پورته کړی دی- مانا دا چي ددې کیسې طراح هم همدا ملک دئ.

درېیم- د پاکستان خپل وروستي بدنامي لپاره بیخي ډیري هلي ځلي وکړې او دا دی ثابتوي، چي د تروریستانو پټنځایونه او ساتنځایونه زموږ خاوره نه؛ بلکي د کابل خاوره ده هم د بدنامۍ ځان ساتي او هم ځان سپین معرفي کوي؛ خو پوښتنه د نړۍ د انصاف د ترازو پلې ته واچوئ او یو ځل دا پوښتنه وکړئ، چي څنګه باور، کوم باور او په چا د باور تضمین سته چي نړۍ وال یې کوي او ایا پر امریکایانو بریدونه چا او څنګه او له کوم ځایه کېدل؟ ولي داسي غوږونه نسته چي دغه پوښتني واوري فقط جوابول خو نه غواړو، 

څلرم- پاکستان خپل ځان د القایدې له دښمنۍ هم ځان فارغ کړ او هم یې د خړ او تور لیست څخه په دې ځان ویستئ، ځکه د یو میلیارډ ډالرو په ترلاسه کولو یې دا مرسته نوشیجان کړه؛ خو دا مه هیروئ چي لیري نه ده، د افراطیت کوم اور چي اوس هلته د  دوی په خاوره کي میده-میده بلېږي همدا اور به یو وخت ټول شنه څنګلونه وسوزوي، چي روان اور به تر ډېرو دروازو ورسېږي او مسؤل به یی همدا د تروریستانو تجربه سوې خاوره وي. 

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب