ترجمه، تلخیص او څېړنه
څلورمه برخه
دا چي امریکایانو ولي پر افغانستان باندي، له لویه سره، حمله وکړه؛ او ولي یې دومره زیات مالي او ځاني تاوانونه پر ځان ومنل او ولي د دومره زیاتي مودې لپاره پاته سول داسي سوالونه دي چي جواب یې یوازي د هغو کسانو سره دی چي د دې یرغل پلان یې جوړ کړی او امر یې ورکړی وو. خو دونه ویلای سو چي امریکا، د یوه لوی قدرت په حیث، په دې شلو کلونو کي، دومره څرګند اشتباهات وکړل چي سړی یې په پای کي د دوی د شرموونکي ماتي علت بللای سي. یوه لویه اشتباه یې، چي سړی یې د وروستیو نورو اشتباهاتو سرچینه بللای سي، د خپل دښمن(طالبانو) د قوت، ریښو او په ټولنه کي د هغوی د عقیدې او دین د زور ناسمه ارزیابي وه.
هغوی نه یوازي په خپلو لومړنیو حملو کي زیات و کم ۱۵ زره طالبان ووژل او د نورو مات سویو طالبانو د تعقیبولو او وژلو لپاره یې د هغوی پخواني دښمنان وګومارل بلکه په کلیو او بانډو کي یې د طالبانو په نوم اولسي خلک بندیان او اعدام کړل او په دې توګه یې د هر طالب او یا د طالب په نوم وژل سوي کس په بدل کي ځانونو ته ګڼ شمېر دښمنان پیدا کول او دې ټکي ته یې تر پایه توجه ونه کړه چي له افغانانو سره چي هر څومره نېکي هم وکړي هغوی د کافر په سترګه ورته ګوري او نفرت ورڅخه کوي.
ملکازیان لیکي چي ډېرو زیاتو کسانو چي د کورنۍ غړي یې له لاسه ورکړي ول د امریکایانو او افغان حکومت سره مخالف ول مګر اسلام او د کفر په مقابل کي مقاومت د ستونزو تر ټولو لوی عامل وو. ملکازیان د هغو امریکایی خبریالانو له قوله چي له افغانانو سره یې مرکې کړي دي وايی چي ۵۶ فیصده افغانانو له طالبانو سره خواخوږي ښودله. تر نیمايی زیاتو کسانو یې ویل دوی ځکه د طالبانو ملاتړ کړي چي هغوی افغانان او مسلمانان دي. ص ۲۴۳
ملکازیان لیکي چي جمهورریس کرزي ډګرجنرال آینکنبري Eikenberry او وروسته ډیرو نورو ته د خپل حکومت کمزوري په څرګندو الفاظو بیانوله:
« که موږ په افغانستان کي له ښورښ سره مخامخ یو؛ د دې معنا دا ده چي ځیني افغانان زما د حکومت مشروعیت ته د شک په سترګه ګوري. او هغه ځکه چي دلته خارجي پوځونه زما د حکومت لپاره جنګیږي. نو په دې حساب زه باید د بل په لاس د یوه کښېنولي حکومت مشر یم. څرنګه چي افغانستان یو پرهېزګاره اسلامي هیواد دی نو هغه کسان چي د دغه ګوډاګي حکومت پر ضد جنګیږي چي د کفارو له خوا یې ساتنه کیږي هغوی زما پر ضد د جهاد د اعلانولو حق لري. په دې حساب په افغانستان کي ښورښ نسته» ص ۲۴۳
که د پاکستان حکومت له طالبانو سره د سیاسي علایقو پر اساس اقتصادي او پوځي مرستي کولې نو د هغه هیواد ډیرو زیاتو خلکو ځکه له هغوی سره خواخوږي ښودله چي پر خاوره باندي یې امریکا او د ناټو متحدینو یرغل کړی وو او د پاکستان خلکو د افغانستان خلک او طالبان خپل مسلمانان وروڼه ګڼل. ملکازیان د پاکستان د مرکزي حکومت تر ادارې لاندي قبایلي سیمو فاټا د ۲۰۱۰ کال د یوې سروې په اساس وايی چي ۲۸ فیصده خلکو په پاکستان کي د طالبانو د وجود ملاتړ کاوه. دی وايي ۷۵ فیصده خلکو ویلي وه چي امریکا باید له افغانستانه ووزي. ملکازیان د لوېدیځو ژورنالیسټانو د مرکو په اساس وايی چي طالب جنګالیو ویل چي د افغانستان او پاکستان خلک د اسلام په رابطه سره تړلي دي او د پاکستان خلک د افغانستان تر خلکو زیاته مرسته ورسره کوي. د کندهار یوه طالب قوماندان وویل لکه کافران چي له یوه بل سره مرسته کوي نو مسلمانان هم د یوه بل ملاتړ کوي. ص ۲۵۵
طالبانو هر وخت کوښښ کاوه چي خپل ځانونه له پاکستان څخه مستقل وښيي ځکه چي په افغانستان کي عمومي ذهنیت د هغه هیواد له حکومت سره ضدیت درلود. ملکازیان وایی د کوټي شورا هیڅ وخت په ښکاره د پاکستان پر دوستي اعتراف نه کاوه. دوی به فقط دونه ویل چي د هر اسلامي هیواد مرستي مني. د کوټي شورا به کله کله رسماً هغه تورونه محکوم کړل چي ویل یې طالبان له پاکستان څخه مرستي ترلاسه کوي. ملکازیان لیکي چي ملاعمر پخپله هم غوښتل چي د خپل تحریک خپلواکي وساتي او د پاکستان په اطاعت او پیروی به یې ریشخند واهه. ده حتی نیژدې هیوادونو ته هیأتونه واستول چي له هغوی څخه مرستي ترلاسه کړي او په دې توګه پر پاکستان باندي د خپل تحریک تکیه کمه کړي. هغه مخ
ملکازیان په طالبانو کي د جلال الیدن حقاني د شبکې او پاکستان د اړیکو په باره کي لیکي چي دغی شبکې تر نورو طالبانو له پاکستان سره نیژدې اړیکي درلودل. جلال الدین حقاني د شوروي د یرغل څخه مخکي هم د پاکستان د پوځي استخباراتو له شبکې سره اړیکي درلودل. پاکستان له دغي شبکې سره مالي مرستي کولې، جنګیالي یې ورته روزل او اطلاعات یې ورته برابرول. آی ایس آی او د پاکستان پوځ او حقاني په ۲۰۰۶ کي یوه موافقه سره وکړه چي د هغې په اساس به پوځ د د ه پر شبکې باندي حمله نه کوي او حقاني به خپل ټول عملیات د کرزي خکومت ته متوجه کوي. ملکازیان لیکي کله چي د ۲۰۰۸ د جولای په میاشت کي د امریکا د لویو درستیزانو د کمېټې رییس مایک مولن له پاکستان څخه وغوښتل چي د حقاني شبکې پر ضد عملیات وکړي نو د پاکستان د بوځ لوی درستیز کیاني په جواب کي ورته وویل چي دا ډېر خراب وخت دی؛ هغه نه غواړي په داسي وخت کي خپل دوست ځانته دښمن کړي چي د پاکستاني طالبانو سره په جګړه لګیا دی. ص ۲۵۷
سره له هغه چي د امریکا او د حکومتي قواوو د پرله پسې شکستونو علتونه به ډېر وي خو د ملکازیان له لیکني څخه ښکاری چي طالبانو په خپلو منځونو کي ډېر سخت اتفاق درلود او څه چي ملامحمدعمر ویل هغه عملي کېدل. په داسي حال کي چي د افغانستان په پوخ، پولیسو او ملکي اداره کي دغه ډول اتفاق موجود نه وو او یو بل به یې په مختلفو نومونو سره وهل. ملکازیان وايی قبیلوي مشرانو او د حکومت غړو، اکثر وختونه، د خپلو ګټو سره سم عمل کاوه او د اوامرو څخه یې سرغړونه کوله مګر د طالبانو تحریک پر اسلامي اساس جوړ سوی وو او له یوه عادي طالب څخه نیولې تر لویو امرانو پوري ټولو له یوه ځایه قومانده اخیسته. ملکازیان وايي د طالبانو د کوټي د شورا یوه غړي امیرخان متقی ماته وویل چي طالبان ټول د یوه امیر اطاعات کوي. زموږ سسټم اطاعت دی. موږ باید هغه څه وکړو چي امیر راته وايی. موږ د نورو افغانانو په څېر نه یو. ملکازیان لیکي چي جلال الدین حقانی د ۲۰۰۸ کال په یوه مرکه کي ویلي وه چي موږ د روسانو پر ضد جهاد کي ولیدل چي د مجاهدینو د مشرانو ترمنځ اتحاد ختم سو. مشرانو د جهاد لاسته راوړني په خاورو کي ښخي کړې. افغانان به بیا هغه تجربه تکرارېدلو ته پرې نه ږدي. موږ متحد یو او متحد به پاته سو. ص ص ۲۴۵-۲۴۶
له ډېره وخته داسي فکر کېدی چي د طالبانو په تحریک کي مختلفي ډلي موجودی دي او په دې کي په تېره بیا د جلال الدین حقاني ډله خو په هیڅ صورت د ملاعمر له ډلي سره اتفاق نه لري مګر ملکازیان لیکي چي جلال الدین حقاني د ۲۰۰۸ کال د دسمبر په میاشت کي په یوه مرکه کي له ملاعمر سره خپل نیژدې اړیکي او اتفاق څرګند کړ.
« الحمدلله اسلامي اِمارت د امریکا او د هغوی د غلامانو پر ضد جهاد کوي. دوی ټول په یوه زړه او یوه ږغ خپل مشر ملامحمدعمر مجاهد ته وفادار دي. په اسلامي امارت کي د افراطي او معتدل په نامه هیڅ اختلاف موجود نه دی. ټول مجاهدین د یوه امیر تر قوماندې لاندي دي. زه پخپله د اسلامي امارت د تنظیم غړی یم او د کوټي د شورا په امر کار کوم او د خپلو عملیاتو مسوولیت لرم» ص ۲۵۶
یوه بله مسله چي د کابل د حکومت د ناکامۍ سبب سوه هغه ډېر ژور اداري فساد وو چي د حکومت په هره برخه کي یې ریښې ځغلولي وې. په ډیرو ځایونو کي اداره له سره موجوده نه وه او خلک د ادارې د کمزورۍ او عدالت د نه موجودیت څخه سخت کړېدل. په عوض کي، په هغو سیمو کي چي د طالبانو تر کنټرول لاندي وې محکمې او اسلامي شریعت په خپل ټول قوت موجود وو او خلک د هغوی له چټکو اجرآتو څخه راضي ول. په کندهار کي د طالبانو ګورنر محمدعیسی په ۲۰۱۰ کال کي ویلي وه:
« په هغو سیمو کي د اسلامي امارت واک په بشپړه توګه ټینګ دی. د قاضیانو یو مستقل کمېسیون فعال دی. موږ د خلکو عریضې ګورو او په کلیوالي محکموکي یې حلوو. که نه وي نو بیا یې ولایتي مرکزونو ته لېږو…. د کندهار په ښارکي حکومتي محکمې تشي ولاړي دي او هغه قاضیان چي کابل ورته ټاکلي دي خپلو دفترونو ته د تللو جرأت نه لري. اوس خلک پوهیږي چي که غواړي دعوې یې حل سي نو زموږ محکمو ته یې راوړي او د هغوی ستونزي د اسلامي قانون سره سم ډیري ژر حلیږي» ص ۲۴۷
یوه بله مسله چي له حکومت څخه د خلکو د خپګان سبب ګرځېدلی وو هغه د جنګ سالارانو او د حکومت د طرفدارو خانانو او مشرانو له خوا د جایدادونو غصبول وه. ملکازیان وايی طالبانو تر خپل کنټرول لاندي سیمو کي هغه مځکي خلکو ته بیرته ورکړې چي په زور ورڅخه اخیستلي سوي وې او حتی په دې هم بسیا نه سول بلکه د حکومت د طرفدارو قبایلو او مشرانو مځکي یې د اسحق زیو، علیزیو او د غلجیو ځینو قبایلو ته ورکړې. خلک نه یوازي له دغه درکه بلکه په خپلو سیمو کي د امنیت له کبله هم له طالبانو څخه راضي ول. ص ۲۴۸
ملکازیان لیکي چي د طالبانو حکومت موثر وو مګر هسي نه چي څوک یې د آفرین او شاباس وړ وبولي. دی وايی د دوی حکومت داسي کارونه کول چي هغه لوېدیځي نړۍ ته په هیڅ توګه د منلو وړ نه وه. که یې اجرآت چټک او بې طرفانه وه خو بیا کله کله ډېر سخت ظالمانه وه. د طالبانو په محکمو کي کله کله خلکو ته شکنجې ورکولي کېدلې. دوی د حکومت په استخباراتي کارکوونکو او مخبرانو پسي ګرځېدل او چي وبه یې نیول اعدامول به یې. ملکازیان وايي ټول نیول سوي کسان محکمو ته نه سپارل کېدل. طالبانو په غزني کي بسونه را ګرځول. استخباراتي مامورین یې راکښته کول او ځای پر ځای یې ویشتل.
ملکازیان لیکي چي د ۲۰۰۶ کال په پسرلي کي د کوټي شورا یوه لایحه نشر کړه چي ملا عمر منظور کړې وه او دېرش مادې یې درلودلې. په دې کي د نویو کسانو د جلبولو، اداري چارو، بندیانو، مالي چارو، مسوولیتونو او شخصي سلوک په باره کي مواد راغلي ول. دا مواد ډېر سخت وه. هغو طالبانو ته چي یو ځل به یې له تحریک سره خیانت کړی وو دوهم فرصت نه ورکول کېدی. عصري تعلیم او تربیه منع سوې وه. پر مرستندویو موسسو باندي باید حملې سوي وای دا که د خلکو په ګټه وې که نه وې هغه مهمه نه وه. په دې لایحه کي له ملکي خلکو سره د مرستو په باره کي هم ځیني مواد موجود ول. هغه طالبان چي له خلکو سره یې څو څو ځله بدسلوکي کړې وه له تحریک څخه شړل کېدل. د پیسو او شخصي مالونو ضبطول منع سوي وه.
ملکازیان وايي چي د لایحې دغه مواد هم په مساوي توګه نه عملي کېدل. ملا دادالله ډېر شریر او د سخت زړه خاوند وو. ده به د هغو افغانانو سرونه غوڅول چي له حکومت سره به یې کار کاوه او بیا به یې په بازارونو کي د هغه سرپرې کړي عکسونه ګرځول. خو نورو طالبانو به ویل چي په قرآن کي دغه ډول احکام نسته. ص ۲۴۹
ملکازیان لیکي چي د ۲۰۰۶ کال تر پایه پوري د ګوډ ملا دادالله شهرت ډېر زیات سو او هغه داسي قوماندان وو چي په طالبانو کي یې چا له قدرت سره سیالي نه سوای کولای خو په خلکو کي یې بد نوم هم ګټلی وو. هغه به خپلي داسي ویډیو ګاني جوړولې چي دی به یې د ځان مرګو د انتخابولو په وخت کي ښودی، حکومتی مامورین او جاسوسان به یې اعدامول او له القاعده سره به یې غونډي کولې. دغه ویډیو ګاني د کندهار په بازارونو کي خپرېدلې. د الجزیره ټلوېزیون دوه ځله مرکه ورسره وکړه. ده به تندی تریو نیولی وو، آرام به ناست وو، وسله وال به ورباندي را ګرځېدلي ول او په ډېره زړه ورتیا به یې خپل مخ کمرې ته ښکاره کړ.
ملکازیان وايي دادالله په څرګنده د القاعده ملګری وو. د الجزیره سره په مرکه کي یې د متحده ایالاتو له خوا د افغانستان له اشغال سره مخالفت وښود او دا یې وویل چي که وکړای سي نو پر امریکا او اروپا به حملې وکړي. په ۲۰۰۶ کال کي یې الجزیره تلويزیون ته وویل چي طالبان له القاعده سره نیژدې اړیکي لري او موږ باید له القاعده سره اړیکي ولرو. ده وویل الحمدلله چي اسامه بن لادن اوس هم ژوندی دی او موږ پوهیږو چي هغه ژوندی دی او هغه هم د عراق او د افغانستان لپاره نقشې جوړوي. د دادالله مشر ورور منصور هم د القاعده له مشرانو سره وکتل او په ۲۰۰۷ کال کي د« وروڼو ترمنځ غونډه» په نوم فیلم کي دغه کتنه ښکاره سوه. ص ۲۵۸
پاته لري.